د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲ تله ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۴۸

په افغانستان کې د ولسي جرګې انتخابات!

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون اعلان وکړ چې د ولسي جرګې انتخاباتو ته د رأی ورکولو بهیر به د شپې تر اتو بجو او په ...

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون اعلان وکړ چې د ولسي جرګې انتخاباتو ته د رأی ورکولو بهیر به د شپې تر اتو بجو او په ځینو سیمو کې به سبا هم دوام وکړي.

د دغه کمېسیون مشر ګلاجان عبدالبدیع صیاد نن په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل په هغو مرکزونو کې چې کارکوونکي ناوخته ورسېدل او یا تخنیکي ستونزې رامنځته شوې، رأی ورکوونکي کولای شي د شپې تر اتو بجو د رأیو صندوقونو ته ولاړ شي.

ښاغلي صیاد زیاته کړه په ۳۶۰ مرکزونو کې به سبا یکشنبه انتخابات ترسره شي.

تر دې وړاندې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون اعلان کړی وو چې دغه مرکزونه به د سهار له اوو بجو پرانیستل شي او د مازدیګر تر څلورو بجو به پرانیستي وي، خو یو شمېر مرکزونه د کابل په ګډون په ډېرو ښارونو کې نن شنبه پر خپل وخت نه‌دي پرانیستل شوي.

په غزني او کندهار کې له وړاندې د ټاکنو د ځنډدو پرېکړه شوې وه.

په ځینو هغو سیمو کې چې نن د رأی اچولو لپاره پرانیستي هم دي د بې‌نظمیو راپورونه ورکول کېږي لکه د بایو مټریک سیستم د کارولو ستونزه، د رأی پاڼو کموالی او په لېستونو کې د رأی ورکوونکو د نومونو نشتوالی.

خو د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون چارواکي وایي د ستونزو د هواري لپاره هڅې کوي.

  • پخواني معلومات

نن شنبه د تلې ۲۸مه له کندهار او غزني پرته په ټول افغانستان کې د ولسي جرګې انتخابات پيل شول.

ولسمشر محمد اشرف غنې د خپلې رایې په ورکولو سره دغه بهیر پيل کړ.

د ولسي جرګې د انتخاباتو لپاره څه باندې ۲۵۰۰ کسانو ځانونه کاندید کړي چې ۴۱۷ یې ښځې دي.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي چې د نن مازدیګر تر څلورو بجو به د رأیو مرکزونه پرانیستي وي.

خو که چېرې د رأی ورکوونکو شمېر زیات او اضافي وخت ته اړتیا پیدا شي، حاضر دي چې دا موده تمدید کړي.

افغان چارواکو په انتخاباتو د کلکو امنیتي تدابیرو خبر ورکړئ دی.

له بامیانو ولایت څخه راپورونه وايي چې دغلته له بایمیټریک سیستم سره د انتخاباتو د کارکوونکو نه بلدتیا لامل شوې چې رایه اچونه د نږدې یونیم ساعت په ځنډ سره پیل شي.

په بامیانو کې د ازادي راډيو خبریال وايي چې په سیمه کې د خلکو علاقه مندي تر دې حده زیاته ده چې له له ټاکلي وخت یو ساعت وړاندې خلکو د رایه اچونې د مرکزونو مخته قطارونه جوړ کړي وو.

د کابل په کارته سخي سیمه کې انتخاباتي بهیر
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:00:25 0:00

د پروان په مرکز چاریکار قلعه زايي سیمه کې چاودنه شوې خو په اړه يې نور معلومات نه دي ورکړل شوي.

په پروان ولایت کې د ازادي راډيو خبریال وايي چې پېښه څو شېبې وړاندې د رایه اچونې د یو مرکز سره نږدې شوې ده.

ویل کېږي چې په دغه ولایت کې د رایه اچونې یو شمېر مرکزونه په ځنډ خلاص شوي دي خو په ټوله کې دغلته خلک په علاقه مندۍ په رایه اچونه کې برخه اخلي.

د هلمند له ولایته راپورونه وايي چې په دې ولایت کې که څه هم رأیه اچونه د یو ساعت په توپیر په ځنډ پیل شوې ده خو د دې ولایت خلک په ډېرې علاقه مندۍ په رایه اچونې کې برخه اخلي.

په هلمند کې د ازادي راډيو خبریال وايي چې که څه هم سهار مهال د دې ولایت د مرکز لښکرګاه هوايي ډګر ته څېرمه یو توغندی هم ولګېده خو په رأیه اچونه کې يې د خلکو په ګډون تاثیر ونه کړ.

د دغه ولایت امنیه قوماندان عبدالرازق یعقوبي په سیمه کې د ازادي راډيو ته ویلي چې دغلته یوازې د رأيې اچونې ۸ مرکزونه تر امنیتي تهدید لاندې دي خو خلکو ته يې ډاډ ورکړی چې په رأیه اچونه کې برخه واخلي او دوی به د خلکو د امنیت ساتنه وکړي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG