د اسرائیلو صدراعظم پر ایران تور لګولی چې د اټمي وسلو پټ مرکزونه لري.
د اسرائیلو صدراعظم بنیامین نتانیاهو تېره ورځ د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته د وینا پرمهال د ایران په پلازمېنه تهران کې د هغو سیمو تصویرونه وښودل چې دی وايي، پټ اټمي فعالیتونه پکې روان دي.
په دې تصویرونو کې هغه ساحې چې د نتانیاهو په وینا د اټمي وسلو پټ زېرمه تونونه دي، په سرو ویکټورونو په نښه شوي وو.
نتانیاهو ادعا وکړه چې په تهران کې د غالیو مینځلو یوې فابریکې ته نېږدې د تورقوزاباد نومې ناحیې په یوه ودانۍ کې شااوخوا ۳۰۰ کیلوګرامه راډیو اکټیف مواد ساتل کېږي.
هغه څرګنده کړه چې د اسرائیلو د څېړنو له مخې، تهران له لویو قدرتونو سره د ۲۰۱۵ میلادي کال له اټمي موافقې سره سره د اټمي وسلو د جوړولو هڅه کوي.
د دې موافقې له مخې تهران ژمنه کړې وه چې د نړیوالو بندیزونو د لېرې کېدو په بدل کې به، خپل اټمي پروګرام محدودوي.
پر اټمي وسلو د څار نړیواله اداره دا صلاحیت لري چې هره مشکوکه سیمه تفتیش کړي، خو د دې ادارې چارواکو پرله پسې ویلي چې د دوی د څېړنو له مخې، ایران د اټمي موافقې مواد رعایت کړي دي.
نتانیاهو د ملګروملتونو له عمومي اسمبلۍ غوښتنه وکړه چې دا ساحه په ځانګړو وسایلو
سمدستي تفتیش کړي.
د ده دا غوښتنه وروسته د متحدایالاتو د بهرنیو چارو وزارت هم تکرار کړه.
د عمومي اسمبلۍ پرونۍ غونډې ته په وینا کې نتانیاهو ادعا وکړه چې ایراني چارواکو له دې مشکوکې اټمي ساحې د اټمي وسلو د اړوندو موادو ایستل پیل کړي، څو شواهد له منځه یوسي.
ایراني چارواکو دا ادعاوې رد کړې دي.
د ایران دولتي خبري اژانس فارس د بهرنیو چارو وزات د ویاند بهرام قاسمي له قوله وايي چې نړیوال به پر دې ډول جعلي، بې معنا او غیرضروري ویناو او نندارو یوازې په لوړ غږ وخاندي.
د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف بیا ویلي دي چې باید د اسرائیل د خپل اټومي پروګرام په اړه نورې څېړنې وشي.
هغه پر ټوېټر په یوه پیغام کې لیکلي، هېڅ راز ننداره نشي کولای چې دا خبره پټه کړي چې یوازې اسرائیل په دې سیمه کې د اټمي وسلو پټ او نااعلان شوی پروګرام او د اټمي وسلو زېرمه تون لري.
ظریف زیاتوي، هغه وخت رارسېدلی چې اسرائیل باید د خپل غیرقانوني اټمي پروګرام دروازې د نړیوالو مفتشانو پرمخ پرانیزي.
نتانیاهو ایران د اسرائیل تر ټولو لوی دښمن ګڼي او پخوا تر دې یې هم د تهران د اټمي فعالیتونو په اړه داسې څرګندونې کړي دي.
هغه په ۲۰۱۲ میلادي کال کې هم عمومي اسمبلۍ ته په وینا کې د هغه اټمي بم یادونه وکړه چې د ده په وینا، تهران جوړ کړی دی او د خپلې دې ادعا لپاره یې کارټوني تصویرونه هم وښودل.
په اپرېل میاشت کې نتانیاهو ادعا وکړه چې د پلازمېنې تهران په یوه بله سیمه کې د پټو اټمي وسلو د یوې ساحې د اړوندو اسنادو یو لوی ارشیف ورسره دی.
ده هغه مهال یادونه وکړه چې د دې اسنادو ډېره برخه له هغې ساحې څخه ایستل شوي دي.
د ایران حکومت هغه مهال هم دا ادعاوې رد کړې وې.