د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۹

د ننګرهار د کډوالو چارو پر ریاست ډله‌ییزه حمله کې ۱۵ تنه وژل شوي

د جلال اباد ښار په درېیمه ناحیه کې چې د کډوالو چارو ریاست باندې نن غرمه شااوخوا ۱۲ بجې وسله ...

د جلال‌اباد ښار په درېیمه ناحیه کې چې د کډوالو چارو ریاست باندې نن غرمه شااوخوا ۱۲ بجې وسله‌وال برید پیل شوی، لا هم دوام لري.

د ننګرهار ولایت مطبوعاتي مسؤل عطاالله خوګیاڼی وایي چې دوه تنه بریدګر ودانۍ ته ننوتي وو چې تر دا مهاله‌یې یو تن امنیتي ځواکونو په ډزو وژلی او بل تن‌یې ودانۍ کې سنګر نیولی دی.

دی زیاتوي چې امنیتي ځواکونو تاکتیکي هڅې پیل کړي چې دوهم بریدګر هم له‌منځه یوسي.

خوګیاڼی وړاندې وایي چې د پېښې له ځایه روغتون ته ۱۱ تنه ټپیان وړل شوي دي.

دی زیاتوي چې په کډوالو چارو ریاست پر داسې مهال برید کېږي چې په ودانۍ کې دننه په کډوالو چارو کې د همکارو ادارو ترمنځ غونډه روانه وه، خو په خبره‌یې چې د برید پر مهال د غونډې ګډونوال او د ادارې یو شمېر کارکوونکي په خوندي توګه له ودانۍ څخه ایستل شوي دي.

خوګیاڼی وایي چې لا هم د ریاست پر ودانۍ کې ګڼ شمېر کارکوونکي بند پاتې دي چې امنیتي ځواکونه‌یې د ژغورلو هڅې کوي.

د برید مسؤلیت لا کومې وسله‌والې ډلې نه‌دی منلی.

  • پخواني معلومات

په جلال‌اباد ښار کې یوه درنه چاودنه شوې.

تر اوسه د دغې چاودنې د نوعیت، کره ځای او مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه‌شته.

دا په داسې حال کې ده چې پرون ماښام هم په جلال‌اباد ښار کې پر یوه قومي مشر حیات خان موټربمب چاودنه وشوه.

په دغې پېښه کې د ښاغلي حیات خان په شمول د هغه ځیني ساتونکي هم ووژل شول.

تر اوسه د تېرې ورځې او د نن ورځې د چاودنو مسؤلیت چا نه‌دی منلی.

نور جزئیات وروسته ...

د ننګرهار د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو په ریاست په ډله ییزه حمله کې ۱۵ تنه وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان شوي دي.

دغه حمله چې نن غرمه نېږدې دولس بجې پیل شوه، شپږ ساعته یې دوام وکړ.

د ننګرهار د والي ویاند عطا ء الله خوګیاڼی وایي چې حمله د یوه موټر بم په وسیله پیل شوه او وروسته دوه نور وسله وال د کډوالو ریاست ته ننوتل چې له امنیتي سرتېرو سره یې شپږ ساعته وسله واله نښته وکړه.

نوموړی وایي چې د یاده حمله داسې مهال پیل شوه چې په یاد ریاست کې د بې ځایه شویو او له کډوالۍ د راستنو شویو کورنیو لپاره د مرستې ترسره کولو په موخه د همکارو ادارو ترمنځ غونډه وه.

ښاغلی خوګیاڼی وايي چې په دې حمله کې د یوه پولیس او یوې مېرمنې په ګډون ۱۵ تنه وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان شوي دي.

په وروستیو کې د ننګرهار امنیتي وضعیت تر بل هر وخت بدتر شوی دی.

تېر ماښام هم په دې ولایت کې د پاڅون کوونکو یو مشر او د ولسي جرګې نوماند حاجي حیات خان هم په یوه موټر بم حمله کې ووژل شو.

له دې وړاندې د جلال اباد ښار په درېيمه ناحیه کې د قابله ګانو په روزنیز مرکز په ډله ییزه حمله کې هم یو شمېر خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

تر اوسه پورې کومې وسله والې ډلې ددې پېښې پړه نه ده منلې.

XS
SM
MD
LG