خبرونه
د سولې ولسي حرکت غړي سبا د ميدان وردګ ولايت مرکز ته روانېږي
له هلمنده تر کابله، د هلمند د سولې ولسي حرکت غړي، سبا د ميدان وردګ ولايت د مرکز پر لوري روانېږي.
دغه فعالان به نن شپه د نرخ ولسوالۍ په دراني سيمه کې وي.
د دغه حرکت مطبوعاتي مسوول بسم اله وطندوست ازادۍ راډيو ته وويل، په سيمه کې د دغه حرکت له برخوالو سره د همکارۍ ژمنه شوې ده:
”د ولسي حرکت غړي د نرخ ولسوالۍ په دراني سيمه کې دي. هلته يې په مرکزي جامع جومات کې لمونځ وکړ. ملا امام او د سيمې ديني عالمانو له خلکو له دغه حرکت سره د همکارۍ غوښتنه کړې ده او بسپنه يې ورته راټوله کړې ده. “
د سولې ولسي حرکت غړي ښايي سبا ١١ بجې د ميدان وردګ ولايت مرکز ته ورسېږي.
د سولې ولسي حرکت غړي مياشت کېږي چې له لښکرګاه څخه د کابل پر لوري پياده روان دي.
دوی د جګړې له ښکېلو خواوو غواړي چې جګړه بنده او د سولې خبرې پیل کړي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
هند د افغانستان د ملي حاکمیت او ارضي تمامیت د ملاتړ پر ژمنه ټینګار کړی
نوې ډېلي، د افغانستان په اړه د پاکستاني چارواکو د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې ویلي دي چې هند د افغانستان ارضي تمامیت ته ژمن دی.
هندي رسنیو د دې هېواد د بهرنیوچارو وزارت د ویاند رندهیر جیسوال له قوله راپور ورکړی چې نوموړي نن په یوه خبري غونډه کې هغه څه چې ده د پاکستان له خوا پر ډیورنډ کرښه کړکېچ وباله، د نه منلو وبلل.
ښاغلي جیسوال ویلي نوې ډېلي د افغانستان د ملي حاکمیت، ارضي تمامیت او خپلواکۍ بشپړ ملاتړ کوي.
جیسوال وویل، زه پر خپله هغه وینا بیا ټینګار کوم چې پاکستان د افغانستان پر خپلو سیمو له حاکمیت څخه په غوسه دی.
د هند د بهرنیوچارو وزارت دا څرګندونې داسې مهال کوي چې له کابله د طالبانو او له اسلام آباد څخه د پاکستان استازي پر ډیورنډ کرښه له خونړیو نښتو وروسته د ترکیې په استانبول ښار کې د اړیکو د ښه کولو په مقصد خبرې کوي.
افغانستان او زیمبابوې دوهمه شل اووریزه لوبه کوي
په پام کې ده چې د افغانستان او زیمبابوې د کرکټ ملي لوبډلې سبا په خپلو کې دوهمه شل اووریزه لوبه وکړي.
دا لوبه د کابل د مازیګر په ۴ بجو د کوربه زیمبابوې د پلازمېنې هرارې په لوبغالي کې په پام ده او د دوی ترمنځ د دریو شل اووریزو لوبو دوهمه ده.
د دواړو لوبډلو دریمه او وروستۍ شل اووریزه سیالي به راروانه یکشنبې د نوامبر په دوهمه نېټه په همدې لوبغالي کې وي.
افغانستان د دې لړۍ لومړۍ لوبه د ۵۳ منډو په توپیر وګټله.
ولسمشر ډونالډټرمپ وايي، چین منلې ده چې له امریکا څخه تېل او ګاز وپېري
ولسمشر ډونالډټرمپ له خپل چینايي سیال شي جین پینګ سره د کتنې پرمهال وویل، چین په پام کې لري چې له متحدوایالتونو څخه تېل او ګاز وپېري.
ټرمپ پر خپله ټولنیزه شبکه ټروت سوشل لیکليدي چې چین له امریکا څخه د انرژۍ د پېرلو بهیر پیل کړی دی.
نوموړی زیاتوي چې له الاسکا ایالت څخه چین ته د انرژۍ د پېرلو له درکه به امریکا خورا ډېرې پیسې ترلاسه کړي.
چینايي لوري تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو د چین حکومت مخکې په یوه بیان کې ویلي و، چې ټرمپ او شي د جنوبي کوریا په بوسان ښار کې په خپله کتنه کې د سوداګرۍ او انرژۍ په برخو کې پر پراخو همکاریو موافقه کړې ده.
یوه ډله نور افغان کډوال جرمني ته ولاړل
جرمني د دریم ځل لپاره یوه ډله افغانان په دې هېواد کې د استوګنې لپاره ومنل.
د جرمني خبري آژانس راپور ورکوي چې دا ډله افغانان په یوه تجارتي الوتکه کې له پاکستانه روان شوي او د ترکیې په استانبول ښار کې له یوې وقفې وروسته به خپل منزل ته ورسېږي.
جرمني په تېره مې میاشت کې د کډوالو د منلو پروګرام وځنډاوه خو دوه ځلې مخکې یې هم هغه افغانان په خپله خاوره کې منلي دي چې وايي، په افغانستان کې یې ژوند په خطر کې دی. دا افغانان لومړی هانوور ښار ته او له هغه ځایه د جرمني نورو ښارونو ته استول شوي دي.
اوس مهال زرګونه افغانان په پاکستان او نورو هېوادونو کې استوګن دي او دې ته شېبې شمېري چې په پرمختللو هېوادونو کې د کډوال په توګه ومنل شي.
د جرمني حکومت ویلي چې له ۱۹۰۰ د ډېرو نورو افغان کډوالو د سیاسي پناه غوښتنلیکونه هم منل شوي او هغوی لاهم په پاکستان کې منتظر دي.
د پاکستان پوځ ادعا کوي چې د پاکستاني طالبانو مهم قوماندان قاري امجد یې وژلی دی
د پاکستان پوځ د پاکستاني طالبانو د یوه مهم قوماندان د وژلو ادعا کوي. د پوځ مطبوعاتي څانګې نن په یوه اعلامیه کې وویل چې د قاري امجد په نوم د پاکستاني طالبانو دا قوماندان په باجوړ کې وژل شوی دی.
اعلامیه زیاتوي چې قاري امجد او درې نور وسله والو د افغانستان له خاورې پاکستان ته د ننوتو پرمهال په نښه شوي دي.
د پوځ د اعلامیې له مخې قاري امجد د پاکستاني طالبانو د تحریک TTP د مشر نورولي محسود مرستیال او د دې ډلې د مشرتابه شورا غړی و. په بیان کې راغلي دي چې نوموړي په یوشمېر وسله والو حملو کې لاس درلود. پاکستان ادعا کوي چې د پاکستاني طالبانو مشران په افغانستان کې فعال دي، خو طالبانو دا تور بیا بیا رد کړی دی.
د طالبانو سرچینې وايي چې پاکستاني مرکچیان د استانبول خبرو ته بیا راستانه شوي دي
د طالبانو د حکومت سرچینې وایي چې پاکستاني مرکچیان بېرته له دوی سره د خبرو بهیر ته راستانه شوي دي.
د استانبول له مذاکراتو باخبرو د طالبانو ډیپلوماتیکو سرچینو ازادي راډیو ته وویل، د پاکستان مرکچي پلاوی چې پاکستان ته روان شوی و، بېرته خبرو ته راګرځول شوی دی او نن پنجشنبه بیا خبرې پیلېږي.
په عین حال کې رویټرز خبري آژانس د خپلو سرچینو له قوله خبر ورکړی چې د دواړو لورو ترمنځ خبرې نن بیا پیلېږي.
سرچینو رویټرز ته ویلي دي چې د دواړو هېوادونو مرکچي پلاوي اوس مهال په استانبول کې دي. د پاکستان د بهرنیوچارو وزارت تراوسه په دې اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي.
پرون له دې مخکې پاکستاني چارواکو ویلي و، چې د استانبول خبرې بې نتیجې پای ته رسېدلې دي. او وروسته د ملګروملتو د سرمنشي ویاند سټیفن دوجاریک په یوه خبري غونډه کې د دې خبرو د ناکامۍ په اړه اندېښنه وښوده.
ملګروملتونو د افغانستان او پاکستان ترمنځ د خبرو پرناکامه کیدو اندیښنه وښوده
ملګروملتونو د افغانستان اوپاکستان ترمنځ د لانجي د هواري لپاره د ترسره شویو خبرو پرناکامه کیدو اندیښنه ښودلې او هیله یې څرګنده کړې چې دواړه لوري بیا جګړې ته مخه نکړي. پاکستاني جګپوړو چارواکو پرون چهارشنبې وویل چې د استانبول خبرې ناکامه شوې او پړه د افغانستان پرلوري واچوله.
د ملګروملتونو د سرمنشي ویاند سټیفن دوجاریک پرون چهارشنبې په نیویارک په یوه خبري غونډه کې د دې پوښتنې په ځواب کې چې ملګري ملتونه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د خبرو ناکامه کیدو ته اندیښنه لري، وویل، چې البته دا سازمان اندیښمن دی او زیاته یې کړه چې سره له دې چې دا خبرې له خنډ سره مخ شوي خو دوی بیاهم ډیرهیله من دي چې نښتې به له سره پیل نشي. د دغو خبرو له ناکامه کیدو وروسته پاکستاني چارواکو ګواښ وکړچې د دواړو لورو ترمنځ د لانجې د هواري لپاره خبرو نتیجه ورنکړه او نافذ شوی اوربند له خطرسره مخ دی. د طالبانود حکومت چارواکو تراوسه د استانبول د خبرو او د پاکستاني چارواکو د وروستیو څرګندونو په اړه رسمي څه ندي ویلي.
د افغانستان فوټسال لوبډله نن له ایران سره پایلوبه کوي
د افغانستان د ۱۷ کلنو فوټسال لوبډله به نن پنجشنبې په بحرین کې د ۲۰۲۵ کال د آسیا د ځوانانو د سیالیو په پای لوبه کې له ایران سره مخامخ شي.
افغانستان د سې شنبې په ورځ تایلینډ ته ۹ د ۱ په مقابل کې په ماتې ورکولو سره د دې لوبو وروستي پړاو ته ووت.
افغانستان په دې سیالیو کې مخکې ازبکستان، بحرین او چین ته ماتې ورکړې ده.
افغانستان زیمبابوې ته ماتې ورکړه
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پرون چهارشنبې په لومړۍ یو ورځنۍ مسابقه کې د زیمبابوې لوبډلې ته د ۵۳ منډو په توپیرماتې ورکړه.
دغه لوبه چې د زیمبابوې په کوربه توب، په هرارې کې ترسره شوه، افغان لوبډلې ۱۸۰ منډې کړې وې چې د زیمبابوې لوبډلې یوازې ۱۲۷ منډې وکړې. دواړه لوبډلې به دوه نورې لوبې هم وکړي. یوه یې سبا جمعه او بله هم د یکشنبې په ورځ پلان شوي دي. دواړه لوبډلې په هند او سریلانکا کې د راتلونکې فبرورۍ او مارچ میاشتوکې د شل اوره نړیوال جام لوبو ته تیاری نیسي.
د امریکا او چین د ولسمشرانو ترمنځ خبرې پیل شوې
د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د چین د ولسمشر شي جین پینګ ترمنځ په جنوبي کوریا کې خبرې پیل شوې.
دغه خبرې چې په جنوبي ساحي ښار بوسان کې پيل شوي، هدف یې د دغو دوو سترو اقتصاد لرونکو ترمنځ د سوداګریزې جګړې د لاپراخیدو مخنیوی دی.
ټرمپ په کراتو کراتو خوشبیني څرګنده کړې چې له شي سره په دې خبرو کې به یوه موافقه ترلاسه شي.
د دواړو ولسمشرانو ترمنځ دا غونډه د آسیا- پسیفک اقتصادي همکارۍ د سرمشریزې په څنډه کې ترسره کیږي.
د سوداګرۍ جګړه روانه میاشت وروسته له هغه راپورته شوه چې پیکنګ اعلان وکړ چې دوی به د لوړې ټیکنالوژۍ په صنعت کې د کارول کیدونکو نادره طبیعي منرالونو پرصادراتو د پام وړ محدودیتونه ولګوي.
ټرمپ ژمنه کړې چې د پیکنګ په ځواب کې به د چین پر صادراتو ۱۰۰ سلنه نوي تعرفې وضع کړي.