د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۶

په کابل کې د "کابل پروسې" دوهمه ناسته

د کابل پروسې دوهمه ناسته نن سهار په کابل کې پیل شوه. په دغې ناسته کې لومړی د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر ...

د کابل پروسې دوهمه ناسته نن سهار په کابل کې پیل شوه.

په دغې ناسته کې لومړی د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح‌الدین رباني د غونډې په اجنډا خبرې وکړې او ويې‌ویل چې افغان حکومت د کابل پروسې د دوهمې ناستې تر پیل مخکې، د خلکو له استازو سره زیاتې سلا مشورې کړې دي.

ولسمشر اشرف غني وروسته خبرې وکړې او یو ځل بیا یې د ترورېزم په ماتولو کې د یوې اجماع پر جوړولو ټینګار وکړ.

ښاغلي غني وویل چې تر اوسه پورې د اجماع په جوړولو نه‌دي بریالي شوي، خو باید د اجماع په جوړولو سره په سیمه کې ترورېستي ډلې صف‌بندي او د هغوی په وړاندې په ګډه مبارزه وشي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح‌الدین رباني، د «کابل پروسې» د دوهمې غونډې په پیل کې وویل:

  • د کابل پروسې ناسته د ترورېزم پر وړاندې د مبارزې لپاره ښه فرصت دی.
  • د امنیتي ستونزو د کابو کولو لپاره یوې مشترکې ستراتېژۍ ته اړتیا ده.
  • په ملي پروسه کې باید د ټولو وګړو حقونه خوندي او سهم ولري.
  • د حکومت له لوري د یوې ډلې څنډې ته کول، د افغانستان له ثبات سره مرسته نه‌شي کولای.
  • د ولسمشر غني وړاندیزونو ولې له پخوانیو هغو سره توپیر درلود؟

د سیاسي چارو ځیني کارپوهان وايي، د کابل پروسې په نننۍ ناسته کې د ولسمشر اشرف غني خبرو د هغه تر پخواني دریځ توپير درلود.

د سیاسي او نړیوالو چارو کارپوه انتظار خادم ازادي راډيو ته وویل، ولسمشر غني له طالبانو سره د سولې د خبرو، د جګړې د بندېدو او نورو اړوندو برخو په اړه څو مشخص وړاندیزونه وکړل.

له ښاغلي خادم سره د ازادي راډیو خبریال صفي‌الله ستانکزي مرکه کړې او لومړی یې ترې پوښتنه کړې چې د ولسمشر اشرف غني وړاندیزونو ولې له پخوانیو هغو سره توپیر درلود؟

دا مرکه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:

د سیاسي او نړیوالو چارو کارپوه انتظار خادم
د سیاسي او نړیوالو چارو کارپوه انتظار خادم

دا مرکه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:05:04 0:00
مستقیم لېنک

پخوا هم طالبانو ته د افغان حکومت له لوري د سولې وړاندیزونه شوي، خو دا لومړی وار دی چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني د یوه سیاسي ګوند په توګه د طالبانو د رسمیت پېژندلو وړاندیز کوي.

ښاغلي غني د کابل پروسې په پرانیستونکې وینا کې له طالبانو سره د سولې لپاره د افغان حکومت طرحه وړاندې کړه.

د یوه سیاسي ګوند په توګه د طالبانو منل، له طالبانو سره د سولې لپاره ملي، سیمه‎ییزه او نړیواله اجماع، د طالبانو د زندانیانو ازادول او هغه طالبان چې سوله کوي، د هغوی امنیت تأمینول، دغې وسله‎والې ډلې ته د سولې د خبرو د پیل لپاره د افغان حکومت د طرحې مهم ټکي دي.

نوموړی وايي:

"د ملي یووالي حکومت طالبانو ته د سولې دغه وړاندیز له کوم قید او شرط پرته وړاندې کوي، لومړی د سولې لپاره سیاسي چوکاټ وضع شي، اوربند رامنځته شي، طالبان د یوه سیاسي ګوند په توګه په رسمیت وپېژندل شي، د باور جوړونې ترتیبات ونیول شي او عادلانه او ازادو ټاکنو ته لار هواره شي."

د افغان حکومت د نوې طرحې له مخې که طالبان سولې ته حاضر شي، د قانوني چوکاټ له مخې دا ممکنه ده چې په اساسي قانون کې تعدیلات هم راوستل شي.

له طالبانو سره د سولې د خبرو د پیل لپاره د افغان حکومت په طرحه کې دا هم راغلي، له دغې ډلې سره په هر ځای کې د خبرو د پیل امکان شته.

جمهور رئیس محمد اشرف غني د کابل په ناسته کې پر نړیوالې ټولنې غږ وکړ چې د افغان سولې له دغه وړاندیزه ملاتړ وکړي.

ښاغلي غني د کابل او اسلام‎اباد اړیکو ته په اشارې سره وویل چې افغانستان حاضر دی، تېرې ترخې تجربې هېرې او له پاکستان سره د خبرو او اړیکو نوی باب پرانیزي.

افغان حکومت په داسې حال کې طالبانو ته له قید او شرط پرته د سولې وړاندیز کوي چې یادې ډلې تل له افغان حکومت سره له خبرو انکار کړی دی.

طالبانو په تېرو شااوخوا دوه اوونیو کې دوه ځلې له امریکا سره د سولې پر خبرو ټینګار کړی، خو تېره ورځ د افغان ولسمشر د دفتر د عامه او ستراتېژیکو اړیکو مرستیال محمد هارون چخانسوري کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل، که طالبان افغانان وي، نو له افغان حکومت سره دې سوله وکړي.

له دې ټولو سره سره د اندونیزیا د جمهور رئیس معاون یوسف کالا چې د کابل د پروسې په ناسته کې یې ګډون کړی و، د افغان سولې په برخه کې یې د اندونیزیا د هر اړخیزې همکارۍ ژمنه وکړه.

ښاغلي کالا وویل چې اندونیزیا د افغان حکومت په غوښتنه راتلونکې میلادي میاشت کې د افغانستان، پاکستان او اندونیزیايي علماوو د کنفراس کوربه‌توب کوي.

د اندونیزیا د جمهور رئیس معاون یوسف کالا

دی وايي:

"موږ د علماوو د کنفراس د جوړېدو په اړه د افغان حکومت له غوښتنې هرکلی کوو او اماده یو چې د دغه کنفراس کوربه‎توب وکړو، اندونیزیا باور لري چې د علماوو کنفرانس په افغانستان کې د جګړې له پای ته رسېدو سره مرسته کولای شي."

طالبانو تر اوسه د افغان حکومت د سولې د وړاندیز په اړ څه نه‎دي ویلي، خو د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح‌الدین رباني د کابل پروسې په ناسته کې وویل چې یاده ناسته د طالبانو په ګډون د ټولو لپاره ښه فرصت دی او باید ګټه ترې پورته شي.

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر د کابل پروسې په ناسته کې د ګډون کوونکو هېوادونو استازو ته په خطاب کې وویل چې افغانستان به د سولې د پروسې د تعقیب تر څنګ د ترورېزم پر وړاندې جګړه هم مخ ته یوسي.

د ښاغلي اتمر په خبره دغه دواړه ستراتېژۍ یو بل پیاوړي کوي او د ترورېزم پر وړاندې مبارزه په دې معنی ده چې طالبان له بهرنیو جنګیالیو جدا شي.

ښاغلي اتمر همداراز وویل چې افراط‌ګرايي د افغانستان او نړۍ لپاره یوه وژونکې حلقه ده او باید پر وړاندې یې ګډه مبارزه وشي.

د سیاسي چارو کارپوه انتظار خادم وايي، که څه هم له طالبانو سره سوله د افغانانو لپاره ښه زېری دی، خو وايي له کومه چې په افغانستان کې ګڼې وسله‎والې ډلې او استخباراتۍ کړۍ فعاله ده، نو د بشپړې سولې د ټینګښت امکان ښايي ډېر وخت ونیسي.

راپور: محمد حدیث پردېس

  • د ځینو سناتورانو او کارپوهانو له نظره د «کابل پروسې» د دوهمې ناستې اهمیت!

د کابل پروسې د دوهمې ناستې سره هم‌مهاله د مشرانو جرګې اداري پلاوی او يو شمېر کارپوهان دغه ناسته د امنیت د ټينګښت او ترورېزم سره د مبارزې لپاره مهمه بولي.

د مشرانو جرګې اداري پلاوی وايي، د افغانستان قضیه سیمه‌ییز او نړیوال اړخونه لري او د کابل پروسې دوهمه ناسته کولای شي په دې تړاو ګټوره واقع شي.

د دې جرګې لومړي مرستیال محمد علم ایزدیار د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د کب ۰۹» ازادي راډیو ته وویل چې په افغانستان کې د سولې ټینګښت او د ترورېزم د نابودولو لپاره پراخو نړیوالو همکاریو ته اړتیا لیدل کېږي.

محمد علم ایزدیار

نوموړي زیاته کړه چې د سولې ټینګښت او په سیمه کې د ترورېزم نابودي ټوله نړۍ ارامولی شي:

"زما په اند تر ټولو مهمه دا ده چې د امریکا متحده ایالاتو او ناټو په مشرۍ دې د اروپايي او يو شمېر نورو اغېز لرونکو هېوادونو ترمنځ يوه نړیواله همغږي رامنځته شي، څو د ترورېزم سره د مبارزې په برخه کې چې ټوله نړۍ ګواښي په همغږۍ سره اقدامات وشي."

د کابل پروسې دوهمه ناسته د چهارشنبې په ورځ په کابل کې ترسره شوه، افغان چارواکو ویلي چې په دغې ناسته کې د ۲۵ هېوادونو او نړیوالو سازمانونو استازو ګډون کړی دی.

له دې وړاندې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ويلي چې د سولې بهیر او د ترورېزم سره مبارزه د دغې ناستې اصلي اجنډا جوړوي.

په ورته وخت کې د سیاسي چارو کارپوه صفیه صدیقي دغه ناسته د سیمې د امنتیي وضعیت د ښه‌والي لپاره مهمه بولي او هیله‌مندي ښيي چې دغه ناسته به ښې پایلې ولري.

صفیه صدیقي

نوموړې زیاته کړه:

"دا به په سیمه کې د امنیت د ښه‌والي او ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د سولې او اړیکو د ښه‌والي لپاره يوه فوق‌العاده غونډه وي، د افغانستان د خلکو هیله د کابل پروسې له دوهمې ناستې دا ده چې په هېواد کې د امنیت د ټینګښت او سولې په برخه کې مهم رول ولوبوي."

د کابل پروسې لومړۍ ناسته د روان لمریز کال د جوزا په میاشت کې په پلازمېنه کابل کې ترسره شوې وه چې په‌کې د نږدې ۲۰ هېوادونو او نړیوالو سازمانونو استازو ګډون کړی و.

له بلې‌خوا د پوځي چارو کارپوه محمدا ګل مجاهد دې مسئلې ته په اشارې سره چې په افغانستان کې له طالبانو سربېره ۲۰ تروررېستي ډلې فعالیت کوي وايي چې د ترورېزم پر وړاندې ګډه همغږي مهمه ده.

د کابل پروسې ناسته.

نوموړي زیاته کړه:

"نړیوال ترورېستان د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه راغلي او افغانان وژني، هغوی د ټولې نړۍ لپاره ګواښ دی. زه هیله لرم چې نړیوال هم دغه مسئله درک کړي او بالاخره د افغانستان له خلکو سره همکاري وکړي څو د دغه هېواد خلک سولې او ثبات ته ورسېږي او نړۍ هم په امن کې شي."

که څه هم طالبانو په دې وروستیو کې د افغان حکومت پر ځای د دوهم ځل لپاره د امریکا سره د سولې د خبرو اترو غوښتنه کړې، خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې دغې ډلې سره د خبرو اصلي لوری افغان حکومت دی.

د افغانستان د سولې عالي شورا هم هیله‌مندي ښودلې چې د افغان حکومت وروستۍ هڅې په ځانګړې توګه د کابل پروسې دوهمه ناسته کولای شي د طالبانو سره د سولې د خبرو اترو لار پرانیزي.

راپور: واصل وصال

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG