د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۶

سلیمانخېل: که د مکافاتو او مجازاتو فرهنګ تطبیق شي د پېښو مخه نیول کېدای شي


د امنیتي چارو یو شمېر کارپوهان وايي، دا چې په طالبانو او پاکستان نړیوال فشارونه ډېر شوي، دوی په افغانستان کې په تېره بیا پلازمېنه کابل کې حملو ته زور ورکړی دی.

حی‌ګل سلېمانخېل ازادي راډيو ته وویل، د دغه وضعیت په وړاندې د افغان حکومت بې‌کفایتي او سمه نه‌پاملرنه بیا د دې سبب شوې چې وسله‌وال دې مهمو ځایونو ته ځان ورسوي.

دی وايي، که د سیاسي او تنظیمي ډله‌بندیو پرته وړ کسان په دندو وګمارل شي او د مکافاتو او مجازاتو فرهنګ تطبیق شي، د ډېرو امنیتي پېښو مخه نیول کېدای شي.

د ازادي راډیو خبریال یوسف خان ځدراڼ د دغو وروستیو پېښو په اړه د حی‌ګل سلیمانخېل نظر پوښتلی دی.

دا مرکه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلای شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:00:03 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG