د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۸

کابل کې د ملي اردو د ۱۱۱ فرقې پر جز و تام حمله پای ته ورسېده

په کابل کې  د ملي اردو د ۱۱۱ فرقې پر جز و تام حمله نن دوشنبه سهار د څلورو وسله‌والو او ۵ سرتېرو په وژلو سره پای ته ...

د سردار محمد داوود خان روغتون څخه یوې سرچینې ازادي راډیو ته وویل چې د دې پېښې څخه ورته ۲ تنه وژل شوي او دوه ټپیان وروړل شوي دي.

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري وايي چې انتحاري حمله کوونکي د ۱۱۱مې فرقې کنډک ته نږدې ودانۍ ته ننوتي او اوس وسله‌وال حمله کوونکي د دې ودانۍ په تهکاو کې محاصره دي.

د وزیري په وینا دا حمله لومړی د یوه انتحاري په واسطه شوې او بیا درې نور حمله کوونکي ودانۍ ته ننوتي دي.

وزیري یوازې د درې سرتېرو ټپي کېدل تأییدوي.

د دفاع وزارت ویاند وايي، امنیتي ځواکونه هڅه کوي چې وسله‌وال حمله کوونکي به ډېر ژر له‌منځه یوسي.

عیني شاهدانو رسنیو ته ویلي چې دا حمله د شپې ۳ بجې پیل شوې او جګړه‌یې لا تر اوسه دوام لري.

د دې پوهنتون یوه استاد د نوم نه‌ښودلو په شرط ازادي راډیو ته وویل چې تر اوسه د ۵ سرتېرو د وژل کېدو راپورونه ورته رسېدلي.

نور جزئیات وروسته ...

د کابل ښار پنځمې امنیتي حوزې اړوند د قمبر څلور لارې په سیمه کې د مارشال محمد قسیم فهیم نظامي پوهنتون په لومړي قراول باندې ډله‌ييز برید شوی.

د کابل د امنیه قوماندانۍ مرستیال حق‌نواز حقیار ازادي راډیو ته پېښه تأیید کړه، خو په دې اړه‌يې نور جزئیات ورنه‌کړل.

د يو شمېر راپورونو له مخې ویل کېږي چې پنځو بریدګرو د سهار له څلور بجو راهیسې په دغې سیمه کې ۲۰ بمي بریدونه کړي او اوس هم په جګړه بوخت دي.

د ولسمشرۍ د ویاند د دفتر سرپرست شاه‌حسین مرتضوي د خبریالانو په وټس‌اپ ګروپ کې لیکلي چې په اول قراول شوې حمله دفع شوې ده او په دې اړه جزئیات به وروسته شریک شي.

نور جزئیات وروسته ...

د کابل ښار پنځمې امنیتي حوزې اړوند د قمبر څلور لارې په سیمه کې د مارشال محمد قسیم فهیم نظامي پوهنتون ته نږدې په ۱۱۱مې پوځي فرقې ډله‌ییز برید شوی دی.

د کابل د امنیه قوماندانۍ مرستیال حق‌نواز حقیار ازادي راډیو ته پېښه تائید کړه، خو په دې اړه‌يې نور جزئیات ورنه‌کړل.

د يو شمېر راپورونو له مخې ویل کېږي چې پنځو بریدګرو د سهار څلور بجو راهیسې په دغې سیمه کې ۲۰ بمي بریدونه کړي او اوس هم په جګړه بوخت دي.

په دې اړه د نورو جزئیاتو لپاره ازادي سره واوسئ ...

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG