د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۲
جلال‌اباد ښار کې له ځانمرګي او ډله‌ییزو بریدونو وروسته تصفیوي عملیات روان دي
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:00:49 0:00

خوګیاڼی: په جلال‌اباد کې د «سېف د چلډرن» پر دفتر حمله پای ته ورسېده

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاني ازادي راډيو سره په خپلو خبرو کې وویل چې په جلال اباد کې  له ماشومانو ...

د ننګرهار ولایت په جلال‌اباد کې یو ځانمرګی برید شوی دی.

د دغه ولایت د مقام ویاند عطاالله خوګیاڼي ازادي ته وویل چې نن سهار شااوخوا نهه بجې د جلال‌اباد ښار د درېیمې حوزې په مربوطاتو کې د سېف ده چلډرن "Save the Children" دفتر مخې ته یوه انتحاري حمله شوې.

د ښاغلي خوګیاڼي په وینا د دغې حملې په پایله کې د دغې ادارې ځیني موټرو اور اخیستی او د یو شمېر چادونو او ډزو غږونه هم اورېدل شوي دي.

ښاغلی خوګیاڼی زیاتوي چې سیمې ته ځواکونه رسېدلي.

تر اوسه کومې وسله‌والې ډلې د دغې مسؤلیت نه‌دی منلی.

نور جرئیات وروسته ...

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاني ازادي راډيو سره په خپلو خبرو کې وویل چې په جلال‌اباد کې له ماشومانو د ملاتړ پر ادارې ډله‌ییز برید کې یو تن وژل شوی او ۱۲ تنه وژل شوي او امنیتي ځواکونو چاڼیز عملیات پیل کړي دي.

د ننګرهارد والي ویاند وایي، د ماشومانو د ملاتړ یا سېف د چلډرن په مؤسسه کې تصفویي عملیات لاهم دوام لري.

عطالله خوګیاڼي څو شېبې وړاندې له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې یو ملکي او یو امنیتي سرتېری په‎دې پېښه کې وژل شوي دي.

دی وايي

"اوس هم تصفیه روانه ده. تر اوسه یو ملکي وګړی او یو سرتېری وژل شوی دی. ۱۲ ملکیان د ښيښو له کبله ټپیان شوي دي. تر اوسه معلومات وروستي نه‎دي. یو بریدګر په‎خپله ځان وژلی، یو بل د امنیتي ځواکونو له‎خوا وژل شوی دی، تصفیه اوس د ودانۍ په وروستي پوړ کې روانه ده."

نن سهار شااوخوا نهه بجې لومړی د سېف د چلډرن مؤسسې مخې ته ځانمرګی برید وشو او بیا وروسته وسله‎وال کسان د مؤسسې ودانۍ ته ننوتل.

وسله‎والو طالبانو په‎دې حمله کې خپل لاس لرل رد کړي دي.

په کابل کې د بریتانیا سفیر دغه برید غندلی دی.

نوموړي پر خپل ټویټر لیکلي چې پر ماشومانو او بشرپالو برید د بشریت ضد جنایت دی.

سیف د چلډرن یا د ماشومانو د خوندیتوب مؤسسه یوه لویه خیریه مؤسسه ده چې په افغانستان کې د ماشومانو لپاره د زده‎کړې، روغتیا او خوندیتوب په برخه کې کار کوي.

تر دې وړاندې هم په افغانستان کې بهرنۍ خیریه ډلې په نښه شوې دي.

د ننګرهار د ولایت ویاند عطالله خوګیاڼي ازادي راډیو ته وویل چې د درېيمې ناحیې په پېښه کې تر اوسه ۲۰ تنه ټپیان شوي دي چې ۱۷یې ملکیان او ۳ نور یې امنیتي ځواکونه دي.

د جلال‌اباد د درېیمې ناحیې پېښه کې د انتحاري او ډله‌ییزو بریدونو پړه داعش وسله‌والې ډلې ومنله.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG