د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۵
جلال‌اباد ښار کې له ځانمرګي او ډله‌ییزو بریدونو وروسته تصفیوي عملیات روان دي
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:00:49 0:00

خوګیاڼی: په جلال‌اباد کې د «سېف د چلډرن» پر دفتر حمله پای ته ورسېده

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاني ازادي راډيو سره په خپلو خبرو کې وویل چې په جلال اباد کې  له ماشومانو ...

د ننګرهار ولایت په جلال‌اباد کې یو ځانمرګی برید شوی دی.

د دغه ولایت د مقام ویاند عطاالله خوګیاڼي ازادي ته وویل چې نن سهار شااوخوا نهه بجې د جلال‌اباد ښار د درېیمې حوزې په مربوطاتو کې د سېف ده چلډرن "Save the Children" دفتر مخې ته یوه انتحاري حمله شوې.

د ښاغلي خوګیاڼي په وینا د دغې حملې په پایله کې د دغې ادارې ځیني موټرو اور اخیستی او د یو شمېر چادونو او ډزو غږونه هم اورېدل شوي دي.

ښاغلی خوګیاڼی زیاتوي چې سیمې ته ځواکونه رسېدلي.

تر اوسه کومې وسله‌والې ډلې د دغې مسؤلیت نه‌دی منلی.

نور جرئیات وروسته ...

وسله‌والو طالبانو د جلال‌اباد په حمله کې خپل لاس لرل رد کړل.

ذبیح‌الله مجاهد رسنیو ته په یوه استول شوي پیغام کې لیکلي چې په جلال‌اباد ښار کې ننني بریدونه په دوی پورې اړه نه‌لري.

د ننګرهار د عامې روغتیا رئیس ډاکتر نجیب‌الله کامه‌وال رسنیو ته ویلي چې د پېښې له سیمې ۱۲ ټپیان روغتون ته وروړل شوي دي.

د سیمې څخه ځیني سرچینې وايي چې دوه تنه برید کوونکي د دغې مؤسسې ودانۍ ته ننوتي او د ډزو غږونه اورېدل شوي دي.

ښاغلی خوګیاڼی زیاتوي چې سیمې ته ځواکونه رسېدلي.

XS
SM
MD
LG