د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۵

د ترکیې ولسمشر اردوغان بشار الاسد ته د ترورېست خطاب وکړ


د ترکیې ولسمشر د سوریې ولسمشر ته د ترورېست خطاب وکړ او د ترکیې صدراعظم سعودي عربستان ته تللی.

له دې داسې ښکاري چې د انقرې او ریاض اړیکې چې د "قطر-ایران" د دوستي پر سر خړپړې شوې وې، بېرته په رغېدو دي.

د ترکیې ولسمشر وویل چې د سوریې د سولې هڅې له ولسمشر بشار الاسد سره مخته نه‎شي تلی.

رجب طیب اردوغان بشار الاسد ته د ترورېست خطاب وکړ او ویې‌ویل:

"د سوریې ولسمشر اسد په تأکید سره، اجازه راکړئ چې ښکاره ووایم، یو ترورېست دی چې د دولت په کچه ترورېزم مخ ته وړي. موږ دا نه‎شو ویلی چې دا کس خپل کار کولای شي. که موږ دغه خبره وکړو دا به له هغو نږدې یو میلیون سوریایانو سره انصاف نه‎وي چې ده وژلي."

د ترکیې ولسمشر اردوغان
د ترکیې ولسمشر اردوغان

د ترکیې ولسمشر دا خبره د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د مرغومې ۰۶» په تونس کې د افریقا د څلور ورځني سفر په پای کې وکړه.

ده ټینګار وکړ چې د بشار الاسد په موجودیت کې د سوریې د سولې خبرې نه‎شي بریالي کېدای.

ښاغلی اردوغان زیاتوي:

"د سوریې په باره کې تر هر څه مخکې دا ناممکنه ده چې له اسد سره ادامه پیدا کړي، ځکه چې څرنګه کېدای شي چې موږ د سوریې داسې ولسمشر ومنو چې هغه د خپل هېواد نږدې یو میلیون کسان وژلي دي."

د سوریې په قضیه کې تر دې مخکې د انقرې او تهران اړیکې ښې شوې وې.

ایران د بشارالاسد کلک ملاتړی دی.

د انقرې او تهران اړیکې ښایي د اردوغان د نویو څرګندونو پر سر اغېزمنې شي.

بل لور ته د ترکیې صدراعظم بن‌علی ییلدیریم په دوه ورځني سفر د ایران سیال هېواد سعودي عربستان ته تللی دی.

د ترکیې صدراعظم بن‌علی ییلدیریم
د ترکیې صدراعظم بن‌علی ییلدیریم

بن‌علی ییلدیریم د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د مرغومې ۰۶» د سعودي له پاچا سلمان بن عبدالعزیز سره وکتل.

د سعودي عربستان پاچا سلمان چې په ۲۰۱۵ میلادي کال کې واک خپل کړ، نو هڅه‌یې وکړه چې د ایران پر ضد د سُني هېوادونو یو ائتلاف رامنځته کړي.

بیا د روان کال په جون میاشت کې چې کله ریاض د دې لپاره له قطر سره اړیکې سړې کړې چې تهران ته نږدې شوی، ترکیه د قطر تر څنګ ودرېده، خو اوس داسې ښکاري چې انقره یو ځل بیا غواړي له سعودي عربستان سره چې د بشار الاسد له واکمني سره مخالفت کوي، نږدې اړیکې ولري.

XS
SM
MD
LG