د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۸

اسوشيټېډ پرېس: هک‎کرانو له ۲۰۰ زیاتو خبريالانو پر جي‎مېل ایمېلونو حملې کړي


اسوشيټېډ پرېس خبري اژانس د جمعې په ورځ راپور ورکړی چې څېړنې يې ښيي، د هک‎کرانو يوې ډلې چې فينسي بيېر نومېږي، د تر ۲۰۰ زیاتو خبريالانو، خپروونکو او بلاګرانو پر جي‎مېل ایمېلونو حملې کړي وې.

د سايبري امنيت د یوه شرکت سيکيور ورکس د معلوماتو او له ۴۰ خبریالانو سره د مرکو له مخې، اسوشيټېډ پريس وايي، د ۲۰۱۴ میلادي کال په نيمايي کې هک‎کرانو خپلې حملې پيل کړې او تر وروستیو څو مياشتو يې دوام وکړ.

روسۍ مقاله لیکونکي ناتاليا ګيورکيان دا معلومات ليدلي او اسوشيټېډ پرېس ته يې ويلي، د هک‎کولو دا کمپاین داسې ښکارېده، لکه د خلکو شخصي معلومات چې ټولوي چې وروسته یې د فشار د الې په توګه وکارولای شي.

د امریکا استخباراتي ټولنې ويلي چې فینسي بيېر د روسي حکومت د دستور له‎مخې د امریکا په انتخاباتو کې لاسوهنه کړې. روسيې دا تور رد کړی دی.

په ۲۰۰ خبریالانو کې شاوخوا ۵۰ امریکايي تبعه نه‎دي.

د نیويارک ټایمز د مسکو څانګې مشر ايلن باري هم په دغو خبریالانو کې شامل دی.

د اسوشيټېډ پرېس د راپور له مخې، د باري د دفتر شاوخوا ۵۰ همکاران هم د فینسي بیېر له‎خوا په ۲۰۱۴ میلادي کال کې په نخښه شوي وو.

اسوشيټېډ پرېس ويلي چې فینسي بيېر د ادريان چين په نوم روسی خبریال هم په نخښه کړی دی.

د انټرنيټ د څېړنيزې ادارې په اړه د چين راپور د روسیې له هغه پلانه پرده پورته کړه چې پر ټولنيزو رسنيو يې د امریکايانو جعلي اکاونټونه جوړ کړي وو.

ډېری روسي خبریالان چې دغو هک‎کرانو په نخښه کړي، وايي له مخکې يې لاامنيتي تدابیر نيولي وو او خپلو اکاونټونو ته يې دوه پاسورډه ورکړي وو.

XS
SM
MD
LG