د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۵۵

د افغانستان د انتخاباتو په خپلواک کمېسیون کې څه روان دي؟


د افغانستان جمهوري ریاست وایي، د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون مشر نجیب‌الله احمدزی د ولسمشر د امر له مخې له دندې ګوښه شو.

د جمهوري ریاست د ویاند د دفتر سرپرست شاه‌حسین مرتضوي په دې اړه ازادي راډيو ته یوازې دومره وویل چې د هغې فیصلې او غوښتنې له مخې چې څلور ورځې مخکې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون خپره کړه، له دې کمېسیونه د نجیب‌الله احمدزي د لیرې کېدو لارښوونه شوې تر څو مربوط بنسټونه یو بل تن د دې کمېسیون د غړي په توګه جمهوري ریاست ته معرفي کړي.

جمهوري ریاست د احمدزي چې پرون‌یې له ازادي راډیو سره په خبرو کې ادعا کړې وه چې یو شمېر کمېشنرانو د ولسمشر د دوهم مرستیال محمد سرور دانش د فشار او تهدید له کبله د ده د لیرې کېدو غوښتنه کړې ده، د لیرې کېدو نور دلایل نه‎دي واضح کړي.

په دې اړه نوریاس نوري د انتخاباتو لپاره د مدني ټولنې د شبکې له رئیس جانداد سپین غر سره مرکه کړې او لومړی یې په دې اړه چې د افغانستان د انتخاباتو په خپلواک کمېسیون کې څه روان دي؟ د هغه نظرپوښتی دی، ښاغلي سپین‎غر وویل:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:06:13 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG