د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۱

د افغانستان او جنوبي اسیا په اړه د امریکا د ستراتېژۍ اعلان

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ نن سې شنبه د کابل په وخت د سهار په ۰۵:۳۰ د افغانستان او د سوېلي اسیا په ...

د امریکا د نوې ستراتېژۍ د اعلان په اړه افغان کارپوهان څه وایي؟

ځیني افغان کارپوهان وايي چې د امریکا ولسمشر نن سې شنبه د افغانستان لپاره د ستراتېژۍ په اعلان سره هغه څه په ډاګه کړل چې افغانانو یې تمه کوله.

د ناټو پخوانی سلاکار او افغان کارپوه شفیق همدم نن سې شنبه ازادي راډیو ته وویل چې د مخالفو وسله‌والو ګروپونو د پټنځایونو په اړه، پاکستان ته تر دې مخکې دومره جدي ګواښ هېڅ‌چا نه‌و کړی.

ولسمشر ټرمپ د دې تر څنګ چې نن‌یې د افغان جګړې د ګټلو هوډ وښود، پاکستان‌یې طالبانو او نورو مخالفو ډلو ته په پناه ورکولو تورن کړ او ویې‌ویل چې له دغه هېواد سره د امریکا د میلیاردونو ډالرو مرستو پالېسي به سر له نننه بدلېږي.

د ازادي راډیو خبریال صفي‌الله ستانکزي له شفیق همدم سره خبرې کړي او لومړی یې د ولسمشر ډونالد ټرمپ د خبرو د مهمو ټکو په اړه، د هغه نظر پوښتلی دی.

د دې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:50 0:00
مستقیم لېنک

په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ مأموریت د افغانستان لپاره د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ د اعلان شوې ستراتېژۍ په اړه غبرګون ښودلی دی.

د دغه مأموریت په ټویټر پیغام کې راغلي چې زموږ «په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونه» موجودیت به د روانو حالاتو له شرایطو سره سم وي او د بهرنیو ځواکونو وتل به د یوه مهالوېش له مخې نه‌وي.

نوموړي مأموریت همدارنګه طالبانو ته خبرداری ورکړی چې «دوی به د جنګ له لارې بریا ترلاسه نه‌کړي» او د دې وخت رارسېدلی چې دغه ډله له تاوتریخوالي لاس واخلي او د خبرو مېز ته کېني.

د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر صلاح‌الدین رباني د افغانستان لپاره د امریکا د ستراتېژۍ د اعلان هرکلی وکړ.

ښاغلي رباني د دغې ستراتېژۍ اعلان د دواړو هېوادونو په اړیکو کې یو نوی فصل او د [افغانستان ملي اهدافو] ته لاسرسی یاد کړ.

د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د امریکا د استراتژۍ په اړه په امریکا کې د افغانستان سفارت اعلامیه!

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG