د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۵

د افغانستان او جنوبي اسیا په اړه د امریکا د ستراتېژۍ اعلان

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ نن سې شنبه د کابل په وخت د سهار په ۰۵:۳۰ د افغانستان او د سوېلي اسیا په ...

د امریکا د متحده ایالاتو د ولسمشر ډونالد ټرمپ د وینا مهم ټکي!

  • په پیل کې ولسمشر ټرمپ په افغانستان او د نړۍ په نورو برخو کې د امریکا له مأموریته خوښي وښوده.
  • ترورېستان په هر ځای کې چې وي د امریکا او ناټو د بریدونو هدف به ګرځي.
  • د پاکستان په وړاندې به نور غلي پاتې نه‌شو او دغه هېواد ته د امریکا د ورکړل شویو میلیاردونو ډالرو سره سره بیا هم پاکستان د ترورېستانو لپاره یو امن ځای دی چې هغوی امریکایي پوځیان په نښه کوي.
  • په سیمه کې د زورزیاتي د خپرولو یوه سرچینه پاکستان دی.
  • په افغانستان او پاکستان کې لږ تر لږه د ترورېستانو ۲۰ ډلې موجودې دي چې موجودیت‌یې افغانستان، سیمې او نړۍ ته ستر ګواښ دی.
  • ټرمپ د ترورېستانو پر وړاندې پر سیاسي، اقتصادي او نظامي مبارزې ټینګار وکړ او ویې‌ویل چې باید د هرې ممکنې لارې بریا ته ورسېږو.
  • د ترورېستانو پر وړاندې د افغان ځواکونو د مبارزې ستاینه کوم او د افغانستان او د دغه هېواد د پوځ د تقویې په برخه کې به د امریکا مرستې ادامه ولري.
  • د افغان پوځ تقویه او ملاتړ د دې سبب کېږي چې د نړیوالو ځواکونو مسؤلیتونه په افغانستان کې راکم شي، ځکه چې په دې صورت کې به خپله افغان ځواکونه وتوانېږي څو د ترورېستانو پر وړاندې د مبارزې توان ولري.
  • ښاغلي ټرمپ وویل چې له عراقه د امریکایي پوځیانو ژر ایستل یوه اشتباه وه او د دې سبب شوه چې داعش پرمختګ وکړي او نړۍ وګواښي.
  • امریکا به دغه اشتباه په افغانستان کې تکرار نه‌کړي.
  • له افغانستان سره به د امریکا مرستې نامحدودې نه‌وي او دوی هېڅکله هم دغه هېواد ته سپین چک نه‌ورکوي.
  • موږ له افغانستان سره مرسته کوو او غواړو چې مرستې مو په شفافه توګه په اړینو ځایونو کې ولګېږي.
    د ښاغلي ټرمپ د وینا بشپړ جزئیات به وروسته خپاره شي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG