د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۷

مایک پنس روسیه د ډموکراسۍ په کمزورې کولو تورنه کړه


د امریکا د متحده ایالاتو مرستیال ولسمشر نن په ګرجستان کې دی.

مایک پنس د ختیځې اروپا او بالټیک سمندرګي پر غاړه پرتو هېوادونو ته د سفر په دوهم پړاو کې دی.

هغه پرون دوشنبه د ګرجستان پلازمېنې، تبلیسي ته ورسېد.

پنس تبلیسي ته له رسېدو سره سم، د ګرجستان خلک وستایل او ویې‌ویل چې هغوی د امریکایانو په څېر، له پېړیو راهیسې د ازادي لپاره مبارزه کوي.

هغه له استونیا څخه تبلیسي ته ولاړ.

د امریکا د ولسمشر مرستیال، د استونیا په پلازمېنه تالین کې د بالټیک حوزې له هېوادونو هم د امریکا پر ملاتړ ټینګار وکړ او روسیه‌یې تورنه کړه چې غواړي منل شوي نړیوال سرحدونه له سره رسم کړي او ډموکراسي کمزورې کړي.

د امریکا د ولسمشر مرستیال، په تالین کې د استونیا، لاتویا او لیتوانیا له مشرانو سره خبرې وکړې.

د بالټیک دا هېوادونه د ناټو تړون غړیتوب لري.

خو په خپله سیمه کې د روسیې د فعالیت له امله اندېښنه څرګندوي.

مایک پنس
مایک پنس

مایک پنس هغوی ته ډاډ ورکړ چې امریکا يې تر شا ولاړه ده او ویې‌ویل:

"زه د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر رالېږلی یم چې درته ووایم چې موږ درسره ولاړ یو، موږ داستونیا، لاتویا او لیتوانیا له خلکو ملاتړ کوو او تل به‌يې کوو."

د امریکا د ولسمشر مرستیال پرون په تالین کې یو وار بیا له ناټو او په ځانګړي ډول د دې پوځي تړون له پنځمې مادې چې "پر یوه غړي حمله پر ټولو حمله ګڼي" ملاتړ وګړ.

پنس نن د ګرجستان له صدراعظم، ولسمشر او د اپوزېسیون له یو شمېر استازو سره خبرې کوي.

هغه به همداراز په ګرجستان کې د ناټو د غړو د ګډو پوځي تمرینونو کتنه وکړي.

په دې تمرینونو کې د ګرجستان ۸۰۰ او د امریکا ۱۶۰۰ عسکر برخه لري.

د ګرجستان صدراعظم
د ګرجستان صدراعظم

د ګرجستان صدراعظم ویلي:

"موږ هڅه کوو چې له امریکا سره خپل هېواد اقتصادي، امنیتي او تجارتي همکاري زیاته کړو او له دې امله زموږ لپاره دا سفر مهم دی."

د امریکا د ولسمشر مرستیال به سبا په مونته‌نګرو کې وي چې تازه د ناټو تړون غړیتوب ورکړل شوی دی.

د پخوانۍ یوګوسلاویا دا هېواد د روسیې له لوري اندېښنه لري.

مایک پنس به سبا د مونته‌نګرو په پلازمېنه، پودګوریڅه کې د البانیا، مقدونیه، کرویشیا، بوسنیا هرزګوېنا، سلوینیا او صربیا د مشرانو په غونډه کې ګډون وکړي.

هغه به په دې سر مشریزه کې هم د لوېدیځ بالکان له هېوادونو د امریکا ملاتړ اعلان کړي او په سیمه کې د سیاسي اصلاحاتو او د قانون د حاکمیت پر اړتیا به ټینګار وکړي.

XS
SM
MD
LG