د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۵

پنس: هغو هېوادونو سره یو چې د روسیې د نیتونو له کبله اندېښمن دي


د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پنس وايي، واشنګټن د اروپا په ختیځ کې د بالتیک د هېوادونو او نورو هغو متحدانو تر څنګ ولاړ دی چې په سیمه کې د روسیې د نیتونو له کبله اندېښمن دي.

ښاغلي پنس دا څرګندونې پرون د استونیا په پلازمېنه تالین کې د هغه سفر په لومړي ګام کې وکړې چې په ترڅ کې یې ګرجستان او مونته‌نګرو ته هم ځي.

پنس له فاکس نیوز ټلوېزیوني چینل سره په مرکه کې وویل، د بالتیک هېوادونو، ګرجستان او مونته‌نګرو ته پیغام دا دی چې امریکا به د دوی په څنګ کې وي او له دوی سره به ودرېږي.

د استونیا صدراعظم یوری راتاس
د استونیا صدراعظم یوری راتاس

ښاغلي پنس پرون مخکې له دې د استونیا له صدراعظم یوری راتاس «Juri Ratas» سره وکتل او په پام کې ده چې نن په تالین کې د استونیا، لیتوانیا او لاتویا له ولسمشرانو سره وګوري.

دا درې هېوادونه د پخواني شوروي اتحاد جمهوریتونه وو چې اوس‌مهال د ناټو غړي دي.

جګپوړي امریکايي چارواکي وايي، د پنس دا سفر ختیځې اروپا ته د جولای په پیل کې د ولسمشر ډونالد ټرمپ د سفر دوام دی.

XS
SM
MD
LG