افغانستان
ځواک: په ګرشک کې د امریکايي ځواکونو حمله کې۱۶پولیس وژل شوي

د هلمند سیمه ییز چارواکي وايي، د بهرنیو ځواکونو په هوايي حمله کې ۱۶ پولیس وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.
د هلمند د والي ویاند عمرځواک د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل ګرشک ته د دوی استول شوی هیئت توانېدلی چې د پېښې لمړي عوامل پیدا کړي.
ځواک وویل په دې پېښه کې د پولیسو درې قوماندانان لکه اغا جان، ناصر او محمد ولي د خپلو ۱۳ نورو ملګرو سره وژل شوي دي.
هغه وویل په دې پېښه کې دوه پولیس ټپیان دي چي روغتیايي حالت يې ښه دی.
ځواک د پېښې د علت په اړه ډېر جزئیات ورنه کړل خو زیاته يې کړه د ورکول شو کوردیناتو سیمي ته تر الوتکي وړاندې پولیس رسېدلي دي او په غلط فهمۍ کې پر پوسته برید شوی دی او مرګ ژوبله اوښتې ده.
ځواک وویل د دوی څېړنې لاهم روانې دي.
د ګرشک ولسوالۍ د پولیسو یوې سرچیني بیا د نوم نه ښودلو په شرط ازادي راډیو ته وویل چې په دې حمله کې د ۲ ملکیانو په شمول ۲۲ تنه پولیس وژل شوي دي او دوه نور ټپیان دي.
دا پېښه دا ګرشک د پارچاوې په نوم سیمه کې هغه مهال رامنځته شوې ده چې بهرنیو ځواکونو د هوا له لارې د افغان ځواکونو د عملیاتو ملاتړ کوی.
امریکا یاده حمله تصادفي او خواشینونکې بللې ده.
د امریکا دفاع وزارت ویلي چې په دې اړه څېړنې کوي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د ټرمپ ادارې یو شمیر هېوادونو ته د بشري مرستو د لیږد پروګرامونه بیا پیل کړي، خو افغانستان د دې هېوادونو په لیست کې شامل نه دی

د ټرمپ ادارې د یو شمیر هېوادونو لپاره د بشري مرستو د لیږد لړۍ بیرته پیل کړې ده.
رویترز خبري اژانس د پنځو باخبرو سرچینو په حواله راپور ورکړی چې د ټرمپ حکومت پرون سه شنبې پریکړې کړې چې لبنان، سوریه، سومالیا، اردن، عراق او ایکوادور ته د بیړنیو خوارکي توکو د مرستې پروګرامونه بیرته پیل کړي.
له دې وړاندې رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی و چې د امریکا حکومت پریکړه کړې د خپلو ټولو یا ډیرو بهرنیو مرستو پروګرامونه وتړي.
د رویټرز په ټکو افغانستان د دې هېوادونو په لیست کې شامل نه دی.
له دې مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تایید کړی وه چې د افغانستان لپاره د خوارکي توکو د مرستې پروګرامونه يې ځنډولي دي.
امریکا چې افغانستان ته د بشري مرستو د لیږد تر ټولو لوی ملاتړ کوونکی هېواد و، په داسې حال کې خپلې مرستې ځنډوي چې د ملګروملتونو د بیلابیلو ادارو د راپورونو له مخې په افغانستان کې څه باندې شل میلیونه افغانان بیړنیو بشري مرستو ته اړمن دي.
د بدخشان ـ تخار لویه لار د شدید ورښتونو او سیلونو د راوتو له کبله تړل شوې ده

د بدخشان ـ تخار لویه لار د شدید ورښتونو او سیلونو د راوتو له کبله تړل شوې ده.
په بدخشان ولایت طبیعي پېښو ته د رسیدنې رییس محمد اکرم اکبري رسنیو ته ویلي، دا لار نن سهار د سیلابونو د جاري کیدو له کبله تړل شوې ده.
ښاغلي اکبري ویلي، د لارې د بیرته خلاصون هڅې روانې دي.
هغه له مسافرو او موټروانانو غوښتي چې د لارې تر خلاصیدو دې بدخشان ولایت ته له سفر کولو ډډه وکړي.
تراوسه د دغو ورښتونو او سیلابونو له کبله د احتمالي تلفاتو او زیانونو په اړه جزیات نشته.
له پاکستانه د افغان کډوالو ایستلو ته د بشري حقونو د څار سازمان اندیښنه

د بشري حقونو یو شمېر سازمانونو او ډلو د یوې اونۍ په ترڅ کې له پاکستانه د زرګونو افغان کډوالو د شړلو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.
د بشري حقونو د څار ادارې د افغانستان څېړونکې فرشته عباسي وایي: "پاکستان خپل نړیوال مکلفیت له پامه غورځولی دی او خلک هغو ځایونو ته سپاري چې د دوی حقوق هلته له خطر سره مخامخ دي."
عباسي زیاته کړه چې "ټول هغه هیوادونه چې د افغان کډوالو کوربه توب کوي باید دا ومني چې افغانستان د بیرته ستنیدو لپاره خوندي نه دی."
رویټرز راپور ورکړی چې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ (UNHCR) د سې شنبې په ورځ وویل چې د پاکستان حکومت د اپریل له لومړۍ نیټې راهیسې له 8,000 څخه ډیر افغانان له خپلې خاورې ایستلې دي.
اسلام اباد ټولو هغو افغان کډوالو ته خبرداری ورکړی و چې د اوسیدو قانوني اسناد نه لري یا د افغان تابعیت( اې سي سي) کارتونه لري، د مارچ تر ۳۱مې پورې دې له هیواده ووځي، که نه نو دوی به وشړل شي.
د افغانستان او نیپال تر ۱۹ کلنو کم عمره لوبډلو مسابقه

د افغانستان او نیپال د کرکټ تر نولس کلونو د کم عمر ملي لوبډلې به نن یوه ورځنۍ لوبه وکړي.
دا نیپال ته د افغانستان تر نولس کلونو د کم عمره ملي ټیم د دې سفر وروستۍ لوبه ده چې په پلازمینه کتمندو کې به ترسره شي.
افغانستان تر دې مخکې په دوو لوبو کې چې د اپریل په دریمه او شپږمه وشوې، نیپال ته ماتې ورکړه.
تر دې لړۍ وروسته به افغان لوبډله په هغو مسابقو کې برخه واخلي چې تر نولس کلونو د لږ عمره کرکټ نړیوال جام د غوراوي لپاره ترسره کیږي.
طالبانو د دوو نیول شویو بریتانیایانو دوسیه محکمې ته راجع کړې

د طالبانو د کورنیو چارو د وزارت ویاند وایي چې د دوو نیول شویو بریتانیایانو دوسیه محکمې ته سپارل شوې ده.
عبدالمتین قانع اسوشیتد پریس اژانس ته د سې شنبې په ورځ وویل چې د دې دوو کسانو جرم لوی نه دی.
یو نارینه بریتانیایی پیټر رینولډز چې نهه اویا کاله عمر لري له خپلې میرمنې باربي سره چې پنځه اویا کاله عمر لري د فبروري په لومړیو کې په بامیان کې نیول شوي وو. دغو دوو کسانو هلته د زده کړې او روزنې پروګرامونه مخته وړل.
د طالبانو د کورنیو چارو د وزارت ویاند ویلي دي چې د دې دوو کسانو مشکل به که خدای کول ژر حل شي.
دا لومړی ځل دی چې طالبان د دې نیول شوې جوړې د دوسیې په اړه وضاحت ورکوي.
د افغانستان د فوتسال ملي لوبډله مر اکش ته ولاړه

د افغانستان، چین، پرتګال او مراکش د فوتسال د ملي لوبډلو ترمنځ نن په مراکش کې ټورنمنټ پیلیږي.
د افغانستان د فوټبال فدارسیون په خپله فیسبوک پاڼه کې پرون مراکش ته د افغان لوبډلې د سفر خبر ورکړ.
د څلورو ملي لوبډلو ترمنځ به دا لوبې تر یکشنبې روانې وي.
افغان لوبډله به تر دې ټورنمنټ وروسته د اپریل په شپاړسمه له کوربه هیواد مراکش سره یوه دوستانه لوبه هم وکړي.
په ایران کې درې افغان کارګرانو خپل ژوند له لاسه ورکړ

ایرانۍ رسنیو خبر ورکړ چې د سکرو د کان اووه کارګر چې درې یې افغانان دي د سمنان په ولایت کې د کان دننه د ګاز د خپریدو له امله مړه شوې دي.
ایراني رسنیو د دریو مړه شویو افغان کارګرانو په اړه په خپلو راپورونو کې ویلي دي چې یو یې ابراهمي تخلص کوي شل کلن دی، بل اکبري پنځه ویشت کلن دی او دریم هم ابراهیمي تخلص کوي چې د پنځه ویشت کلونو دی.
د ایراني رسنیو د راپور له مخې دا پیښه د دوشنبې مازدیګر مهال د جواهر زغال په کان کې رامنځته شوې ده.
په ایران کې افغان کډوال تر ډیره سخت کارونه کوي او په هره برخه کې د کار کولو اجازه نه ورکول کیږي.
د ایران د کډوالو چارو د مسوولینو په وینا په دغهّ هیواد کې شاوخوا شپږ میلیونه افغانان ژوند کوي.
جرمني د لنډ وخت لپاره د ملګرو ملتونو په چوکاټ کې د پنا غوښتنې لړۍ ودروله

جرمني د لنډ وخت لپاره د هغو پنا غوښتونکو د منلو لړۍ و دروله چې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمشنرۍ ( یو.ان.ایچ.سي.آر) په چوکاټ کې دغه هېواد ته معرفي کېدل.
دغه اقدام په جرمني کې د نوي ایتلافي حکومت د جوړېدو په درشل کې ترسره کیږي، داسې ښکاري چې دغه ایتلافي حکومت ممکن د کډوالو په وړاندې تګلارې سختې کړي.
د جرمني خبري اژانس د سه شنبې په ورځ ( د حمل په ۱۹مه) راپور ورکړی چې د دغه هېواد د کورنیو چارو وزارت او د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمشنرۍ دغه موضوع تایید کړې ده.
دغو دواړو ادارو ویلي چې دا مهال د ملګرو ملتونو په چوکاټ کې په جرمني کې د هیڅ یوه کس د پنا غوښتنه نه منل کیږي، ځکه چې په برلین کې د ایتلافي حکومت د جوړولو پر سر خبرې روانې دي.
د کډوالو په ضد سختې تګلارې د تیرې فبرورۍ میاشتې په پارلماني ټاکنو کې د نوماندانو د کمپاینونو عمده شعارونه وو.
امریکا پر افغانستان زیاته اندازه بشري مرستې درولي دي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یوځل بیا اعلان کړی چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان سره بشري مرستې پای ته رسوي.
ټرمپ د دوشنبې په ماښام د اسراییل له صدر اعظم بنیامین نتنیاهو سره د یوه ګډ خبري کانفرانس پر مهال وویل " د بایډن ادارې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان ته "ډېره اندازه پیسې" ورکړي دي.
بل لورته رویټرز خبري اژانس د څو باخبره سرچینو په حواله ویلي چې د ټرمپ ادارې پر افغانستان او یمن یوه زیاته اندازه بشري مرستې بندې کړي دي.
رویټرز د امریکا د نړيوالې پراختیا ادارې ( یو.ایس.اې.آی.ډې) د بشري مرستو د پخوانۍ مشرې سارا چارلز په حواله ویلي، د افغانستان په ګډون له څه باندې لسو هېوادونو سره هغه مرستې د تېرې اونۍ په پای کې ودرېدې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت او یو.ایس.اې.آی.ډي له خوا کیدلې.
که څه هم د دغو بندو شویو بشري مرستو اندازه معلومه نه ده، خو ملګرو ملتونو ویلي، امریکا د سږ کال له پيله تراوسه افغانستان سره ۲۰۶ میلیونه ډالره بشري مرسته کړې او تېر کال یې په همدې هدف افغانستان ته ۷۳۶ میلیونه ډالره لېږلي دي.
طالب چارواکي: له کډوالو سره د پاکستان چلند غیر انساني او ناورین زیږونکی دی

د طالبانو د حکومت رییس الوزرا او څو نورو چارواکو له افغان کډوالو سره د پاکستاني چارواکو چلند" غیر اسلامي او غیر انساني" بللی دی.
د ریس الوزرا ملا محمد حسن اخوند په مشرۍ یوه ځانګړې غونډه کې چې پرون دوشنبه جوړه شوې وه، له ملګرو ملتونو غوښتنه وشوه چې د دغه انساني ناورین په مخنیوي او د کډوالو په باعزته ستنولو کې له افغانستان سره مرسته وکړي.
په دې اړه یوه خبرپاڼه کې چې د طالبانو مرستیال ویاند حمدالله فطرت خپره کړې راغلي، دوی په خپلو ټولو موجوده امکاناتو هڅه کوي چې د راستنېدونکو لاسنیوی وکړي.
د کډوالۍ نړیوال سازمان وایي، پاکستان یوازې تېرو دوو ورځو کې ۸ زره افغان کډوال اخراج کړي، خو د طالبانو حکومت بیا د یوې اونۍ په ترڅ کې د شاوخوا ۷ زره کډوالو راستنول تایید کړي دي.
پاکستان د مارچ له ۳۱مې په اسلام اباد او راولپنډۍ کې پر هغو افغان کډوالو چاپې زیاتې کړي چې بې اسناده دي یا هم د افغانستان د هویت کارتونه لري.