د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۰ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۰

دنیا: د ولسمشر غني نکریزې لا هم رنګ لري


کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د افغان ولسمشر محمد اشرف غني د تېرې ورځې د څرګندونو پر بېلابېلو برخو چې د څارنې او همغږۍ د بورډ په شلمې ناسته کې یې وکړې یو شمېر مطالب چاپ کړي دي.

دنیا خپلواکې ورځپاڼې د موضوع په تړاو خپله سر مقاله په دې نوم لیکلي، د ولسمشر غني نکریزې لا هم رنګ لري.

په سرمقاله کې راغلي، ښاغلي غني پرون یوځل بیا په حکومت کې د اصلاحاتو راوستلو، په پایتخت کې د امنیت، د ملي خبرو اترو د پیل او د کاري فرصتونو د برابرولو خبره وکړه.

په سر مقاله کې دا هم راغلي چې ولسمشر د پایتخت د امنیت په اړه شپږ میاشتې وخت غوښتی او په نېږدې راتلونکې کې یې د کاري فرصتونو د یوې اضطراري بستې د برابرولو ژمنه هم کړې ده، خو سرمقاله لیکونکی لیکي:

ولسمشر دا ونه ویل چې دا بسته څه ده او د خلکو کوم درد به دوا کړي.

انیس دولتي ورځپاڼې بیا په خپله سرمقاله کې لیکلي، ولسمشر پرون په خپلو څرګندونو کې وویل، هغه څه چې نړیواله ټولنه له موږ غواړي هغه زموږ خلک هم له موږ غواړي نو راځئ چې یو شو او د خپل راتلونکي نسل لپاره راتلونکي خوندي کړو.

په سرمقاله کې راغلي چې افغان حکومت او نړیوالې ټولنې د بروکسل په کنفرانس د ۲۰۱۷ او ۲۰۱۸ کلونو لپاره پر ۲۴ مهمو موضوعاتو هوکړه کړې چې له دې شمېر څخه ۱۵ یې پر افغان حکومت او ۹ نور یې پر نړیوالې ټولنې دي.

د سرمقاله لیکونکي په باور حکومت باید د اداري فساد د مخنیوي او د اصلاحاتو د راوستلو په برخه کې چې یوه مهمه اړتیا ده جدي هڅې وکړي او د حکومت د لومړي کس نه نیولې د ټولنې تر ورستي کسه پورې ټول یې پر وړاندې ځان مسؤل وګڼي.

ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې بیا د ولسمشر غني د تېرې ورځې به څرګندونو کې د قومي تضادونو موضوع راخېستې چې د سرمقاله لیکونکي په وینا ولسمشر ویلي دا ورته نور د زغم نه دي.

سرمقاله لیکونکی لیکلي، ولسمشر غني دغه څرګندونې وروسته له هغه کوي چې ویې نه شول کړای د جمعیت اسلامي، د ملي اسلامي غورځنګ او وحدت اسلامي نوی جوړ شوی ائتلاف مات کړي.

په سرمقاله کې راغلي، حقیقت دا دی چې ولسمشر له خپل شا او خوا څخه د قومي او ژبنیو مسایلو له مخې یوه کړۍ چاپیره کړې چې اقتصادي بنسټونه، تړونونه او ملي تدارکات ټول همدغو ته ورکوي.

د سرمقاله لیکونکي په باور ولسمشر له نوي جوړ شوي ائتلاف نه ناراضه او په ویره کې دی او د قومي تعصبونو په برخه کې ورستۍ څرګندونې یې هم په همدې اړه دي.

XS
SM
MD
LG