د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۷

د ٢٠٩ شاهين قول اردو چارواکي: بلخ او کندز کې عمليات شوي


د ٢٠٩ شاهين قول اردو چارواکي وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې يې په بلخ او کندز ولايتونو کې د دولت د وسله‌والو مخالفینو پر ضد پوځي عمليات کړي دي.

د دغو عملياتو د لاسته راوړنو په اړه، د دې قول اردو د ستراتيژيکو ارتباطاتو او عامه چارو آمر ډګرمن عبدالقهار ارام نن دوشنبه ازادي راډيو ته وويل:

"په شمال او شمال ختيځ زون کې ٢٣ ترورېستان وژل شوي، ٢٠ تنه‌يې ټپيان شوي او د امنيتي ځواکونو له‌خوا يو ميل زيکو-يو او يو ماين کشف او شنډ کړاى شوى دى."

ويل شوي چې دغه ځمکني او هوايي پوځي عمليات د کندز په مرکز او د بلخ ولايت په چمتال ولسوالۍ کې شوي دي.

XS
SM
MD
LG