د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۰ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۲

په بهر کې د یو شمېر افغان چارواکو پر اختر تېرولو انتقادونه


د افغان حکومت هغه چارواکي چې په اختر کې له هېواده بهر دي، د ملي شورا د يو شمېر وکیلانو او سیاسي کارپوهانو له سختو نيوکو سره مخ دي.

د افغان حکومت لوړ رتبه چاروکي عبدالله عبدالله، عبدالرشید دوستم، سرور دانش او محمد محقق له دې امله د ولسي جرګې د یو شمېر وکیلانو له سختو نیوکو سره مخ دي چې د اختر لمانځلو لپاره له هېواده بهر تللي دي.

د مشرانو جرګې منشي محمد فیصل سمیع د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې په سختو ورځو کې د حکومت مشران باید د ولس په منځ کې وي نه له هېواده بهر.

د سمیع په خبره، افغانان له يوې خونړۍ روژې وروسته اختر لمانځي، نو په کار ده چې د حکومت مشران د دوی په خوا کې و اوسي.

سمیع:دا يو ډول بې اعتنايي هم ده.
سمیع:دا يو ډول بې اعتنايي هم ده.

نوموړي زیاته کړه:

"دا يو ډول بې اعتنايي هم ده او بل پلو لېدل کېږي چې دوی له حالاتو ویره هم لري، زما په اند دا کار د حکومت مخالفیتو ته نور هم روحیه ورکوي چې موږ د حکومت د مشرانو په زړه کې وېره اچولې، نو که د دوی دا ویره وي نو ښه به وي چې کوم بل بزنس او کاروبار دې پرمخ يوسي."

يوې معتبرې حکومتي سرچینې چې نه يې غوښتل نوم يې واخیستل شي ازادي راډيو ته وویل چې د حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د اختر د لمانځلو لپار هند ته، دوهم مرستیال يې محمد محقق ترکیې ته او همدارنګه د ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش بیا د اختر لمانځلو لپاره جرمني ته تللی دی.

د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند امېد مېثم په دې اړ له خبرو کولو ډډه وکړه همدارنګه د نورو چارواکو د نظر په اخیستلو هم بریالي نشو.

دا په داسې حال کې ده چې افغانان د روژې په مبارک میاشت کې د څو خونړیو پېښو شاهدان و چې سلګونو تنو ته يې مرګ ژوبله واړوله.

  • په افغانستان کې یوازې د روژې په میاشت کې رامنځته شوې خونړۍ پېښې

ځواک: لښکرګاه کې موټر بم چاودنې ۳۰ تنه وژلي له ۶۰ زیات‌یې ټپیان کړي

د هرات جامع جومات دروازه کې چاودنه کې ۸ تنه وژل شوي

مجروح: د کابل وروستۍ پېښې ۷ تنه وژلي او ۱۱۹یې زخمیان کړي

عامې روغتیا وزارت: د کابل مظاهره کې ۴ تنه وژل شوي اته ټپیان دي

کابل کې چاودنې ۸۰ کسان وژلي او څه باندې ۳۵۰ یې ټپيان کړي

په خوست ښار کې موټر بم چاودنې ۱۴ تنه وژلي

فضل احمد معنوي چې اجرائیه رئیس ته له نېږدې کسانو څخه دی وايي، هغه کسان چې د مشرۍ دعوې کوي باید د ولس په خوا کې وي نه دا چې ولس يوازې پرېږدي.

ښاغلی معنوي وايي، د زیاتره هېوادونو مشران، په مذهبي او ملي ورځو کې د خپل ولس په خوا کې او هغه افغان چارواکي چې په دا شان ورځو کې ولس يوازې پرېږدي دا مناسب کار نه دی.

معنوي: دا مناسب کار نه دی.
معنوي: دا مناسب کار نه دی.

نوموړي زیاته کړه:

"هغه کسان چې د خلکو د مشرۍ دعوې کوي هغوی ته دا کار مناسب نه دی، غوره دا ده چې د خلکو په منځ کې وي، هغو کورنیو چې د روژې په میاشت کې یې د کورنۍ غړي له لاسه ورکړي هغوی تسلیت ته ضرورت لري او حکومت مشران باید د دوی په خوا کې وای،په هرصورت هم له اخلاقي لحاظه او هم له سیاسي لحاظه ښه کار نه دی."

بلخوا يو شمېر افغان کارپوهان بیا په دې باور دي چې د اکثرو دولتي چارواکو کورنۍ له هېواده بهر دي چې له امله يې دوی د ولس په وړاندې بې پروايي کوي.

له دې ډلې احمد سعیدي وايي، د حکومت هغه مشران چې ملي او انساني ارزښتونو ته درناوی لري نو باید په ملي او مذهبي ورځو کې د ولس په خوا کې وي.

راپور: واصل وصال

XS
SM
MD
LG