د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۳ لړم ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۹

م.م: د سوري ماشومانو لپاره ۲۰۱۶ بد کال کې د هغو ۶۵۲ تنه وژل شوي


د کوچنیانو لپاره د ملګرو ملتونو دفتر په یوه راپور کې چې د دوشنبې په ورځ خپور شو، ويلي چې تېر کال د کوچنيانو په تلفاتو کې د پام وړ زياتوالی راغلی دی ځکه په ټوله سوریه کې د تاوتريخوالي کچه لوړه شوې ده.

د يونېسف راپور وايي چې سوریه کې د ۲۰۱۶ میلادي کال پر مهال ۶۵۲ کوچنیان وژل شوي دي او دغه کال‌يې سوریه کې د ماشومانو لپاره تر ټولو بد کال بللی دی.

م. م: ۲۰۱۶ د سوري ماشومانو لپاره تر ټولو ناوړه کال و

د يونېسف راپور په داسې حال کې راغلی چې دوه ورځې مخکې د کورنۍ جګړې شپږ کاله پوره شول چې د ۲۰۱۱ میلادي کال مارچ مياشت کې پيل شوې وه کله چې د بشار الاسد پر ضد لاريونونه پيل شول.

د اټکل له مخې درې لکه کسان په دغې جګړه کې وژل شوي او میليونونه نور له خپلو کورونو تېښتې ته اړ شوي دي.

دغې جګړې اروپا کې د دوهمې نړیوالې جګړې راهيسې د پناه غوښتونکو تر ټولو لوی بحران رامنځته کړ.

ترکيه او امریکا سوریه کې د بشار الاسد پر ضد د یاغي ډلو ملاتړ کوي خو روسیه او ايران د بشا الاسد ملاتړ کوي.

په دغې جګړه کې د داعش جنګيالیو لاس هم دی چې د ټولو خواوو له مخالفت سره مخامخ دي.

د منځني ختيځ لپاره د یونېسف رئیس ګيرت کاپه لاريا وايي:

"کوچنیانو ته په بې‌ساري توګه زیان رسېدلی دی، میليونونه کوچنيان سوریه کې هره ورځ تر حملو لاندې راځي او ژوند يې د تل لپاره تغيیر کوي."

د يونېسف د راپور له مخې ۲۰۱۵ میلادي کال په سوریه کې ۲۵۵ کوچنيان وژل شوي وو چې په ۲۰۱۶ میلادي کال کې د تلفاتو شمېر ۲۰ فيصده زیاتوالی ښيي.

راپور وايي، سوریه کې اکثره کوچنيان مستقيماً وژل شوي خو ډېری يې ډاکتر او نورو روغتیايي اسانتياوو ته د نه‌لاسرسي له کبله مړه شوي دي.

يونېسف تائيد کړې چې ۸۵۰ کوچنیان جګړه کې د برخه اخيستلو په مقصد استخدام شوي وو چې دا شمېر د ۲۰۱۵ میلادي کال په پرتله دوه ځلې زیاتوالی ښيي.

يونېسف خبرداری ورکړی چې ټولنيزې او روغتیايي اسانتياوې مخ پر کمېدو دي چې له کبله‌يې کوچنيان مزدورۍ، جګړې او تر قانوني سن مخکې واده کولو ته اړ کېږي.

يونېسف شااوخوا یوه مياشت مخکې د افغانستان په اړه هم معلومات خپاره کړي چې له مخې يې د افغانستان په جګړه کې د ۲۰۱۶ میلادي کال پر مهال ۳۵۱۲ کوچنيانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

په دغو کې ۹۲۳ کوچنیان وژل شوي او ۲۵۸۹يې ټپيان شوي دي چې دا شمېر د ۲۰۱۵ میلادي کال په پرتله ۲۴ فيصده زياتوالی ښيي.

د دغو معلوماتو له مخې د دغو وژل شویو او ټپيانو ۵۰ فيصده‌يې په جګړه کې د مخامخ ښکېلتیا له کبله دي.

XS
SM
MD
LG