د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۶

رادمنش: پر سردار محمد داوود خان روغتون حمله کې څه باندې۳۰ تنه وژل شوي

د افغانستان دفاع وزارت تائید کړه چې پر سردار محمد داوود خان روغتون د وسله والو حمله کې له ۳۰ زیات کسان وژل شوي دي...

د افغانستان ملي امنیت شورا پر سردارمحمد داودخان روغتون حمله غندلې.

کابل کې د امریکا سفارت پر سردادر محمد داود روغتون حمله غندلې ده.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي چې پر سردار محمد خان روغتون د وسله والو حمله کې ۵۶ تنه ټپيان شوي او ۳ تنه وژل شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت مطبوعاتي مسؤل محمد اسماعیل کاووسي ازادي راډيو ته وویل چې د پېښې ټپيان د وزیر محمد اکبر خان روغتون ته وړل شوي دي.

نوموړي زیاته کړه چې په ټپيانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

په ورته وخت کې د دفاع وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش ازادي راډيو ته وویل چې درې تنه چې له افغان ځواکونو سره په نښته بوخت یو یې وژل شوی او دوه نور یې په شپږم او اووم پوړونو کې ځانونه پت کړي او پر سرتېرو ډزې کوي.

په ورته وخت کې د عامې روغتیا وزارت مطبوعاتي مسؤل محمد اسماعیل کاووسي ازادي راډیو ته وویل چې تراوسه دوه جسدونه او ۱۲ تپیان وزیر محمد اکبر خان روغتون ته انتقال شوي.

نن سهار شاو خوا ۹ بجې یوه انتحاري د روغتون په دروازه کې ځان پورې تړلي چاودېدونکي مواد وچول او څلور وسله وال روغتون ته ننوتل.

وسله والو طالبانو په یاده حمله کې د دغې ډلې لاس لرل رد کړي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG