د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۲

رادمنش: پر سردار محمد داوود خان روغتون حمله کې څه باندې۳۰ تنه وژل شوي

د افغانستان دفاع وزارت تائید کړه چې پر سردار محمد داوود خان روغتون د وسله والو حمله کې له ۳۰ زیات کسان وژل شوي دي...

د افغانستان دفاع وزارت.

افغان ولسمشر وايي پر سردار محمد داود خان روغتون حمله د افغانستان پر خلکو حمله ده.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله پر سردار محمد داود خان روغتون حمله په سختو ټکو غندلې ده.

ښاغلي غني نن په ارګ کې د مارچ اتمې د ښځو نړیوالې ورځې په مناسبت مراسمو ته د وینا پرمهال وویل چې پر روغتون حمله په هېڅ مذهب او دین کې جواز نه لري.

ښاغلی غني وايي چې وسله والو مخالفینو په دغه حمله سره ټول انساني اصول تر پښو لاندې کړي او په خبره یې چې دغه حمله د افغانستان پر خلکو باندې حمله ده.

ښاغلي غني زیاته کړه:

"موږ نن ورځ هم د یوې تروریستي حملې شاهدان یو چې ټول انساني حقوق یې تر پښو لاندې کړي دي، روغتون هغه ځای دی چې په هر قانون کې په هر مذهب او دین کې خوندي دي، پر روغتون حمله د افغانستان پر ټولو خلکو باندې حمله ده."

له بل لوري عبدالله عبدالله هم د ښځو نړیوالې ورځې په مناسبت مراسمو کې دغه عمل یو نه بخښونکی جنایت بللی.

یو شمېر وسله‎والو مخالفینو نن سهار نهه بجې کابل ښار کې د سردار محمد داوود خان پر پوځي روغتون حمله وکړه.

د افغانستان دفاع وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې وسله‎والو مخالفینو د روغتیایي کارکوونکو په جامه کې دا حمله ترسره کړې.

د راپورونو له مخې حمله کوونکي د دغه روغتون له شمالي دروازې څخه د روغتون محوطې ته ننوتي.

په ورته وخت کې اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله هم د ښځو د نړیوالې ورځې د لمانځلو په مناسب جوړې شوې غونډه کې وویل چې د وسله‎والو مخالفینو دغه جنایت د بخښلو نه‎دی.

ښاغلي عبدالله زیاته کړه چې دغه حمله تلفات لري خو څرګنده یې کړه چې تردې دمه د تلفاتو په اړه یې کره معلومات نشته:

"هغه جنایت کاران چې دغه ډول اعمال ترسره کوي، د بخښولو وړ نه‎دي، دوی پر انساني کرامت، شرافت، عزت او پر بشري فکر حمله کړې، تراوسه د تلفاتو په اړه کره معلومات نه‎لرم خو له بده مرغه تلفات لري."

پخوانی ولسمشرحامد کرزي هم په هغه غونډه کې چې د پخواني حکومت د مرستیال مارشال محمد قسیم فهیم د دریم تلین په یاد جوړه شوې وه دغه حمله وغندله.

په ورته وخت کې د افغانستان د روغتیا وزارت مطبوعاتي مسؤل محمد اسماعیل کاووسي ازادي راډیو ته وویل چې دوه جسدونه او دولس ټپیان وزیر محمد اکبرخان روغتون ته وړل شوی دی.

خو نوموړی زیاته کړه چې ممکن تلفات تر دې زیات وي.

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري ازادي راډیو ته وویل چې اوس هم د وسله‎والو حمله کوونکو او حکومتي ځواکونو تر منځ نښته روانه ده.

تر اوسه د دغې حملې مسؤلیت کومې ډلې په غاړه نه‎دی اخېستې خو تردې وړاندې تر ډېره دا ډول حملې د وسله‎والو طالبانو له‎خوا ترسره شوي.

د سردارمحمد داوود خان په روغتون کې چې په کابل ښار کې د امریکا سفارت ته نېږدې موقعیت لري څو کاله وړاندې هم انتحاري حمله شوې وه چې تلفات یې هم درلودل.

په کابل کې د سردار محمد داود خان په روغتون کې د افغان امنیتي ځواکونو او وسله والو مخالفانو ترمنځ نښته لاهم روانه ده.

له سیمې د ازادي راډیو خبریال وايي چې په سیمه کې کلک امنیتي تدابیر نیول شوي او د حمله کوونکو د له منځه وړلو لپاره د افغان امنیتي ځواکونو هلې ځلې دوام لري.

نن سهار شااو خوا ۹ بجې یو انتحاري د روغتون په مخ کې ځان ته چاودنه ورکړه او ویل کېږي چې څلور وسله وال روغتون ته ننوتي او د امنیتي ځواکونو پر وړاندې مقاومت کوي.

د عامې روغتیا وزارت مطبوعاتي مسؤل محمد اسماعیل کاووسي ازادي راډیو ته وویل چې تراوسه دوه جسدونه او ۱۲ تپیان وزیر محمد اکبر خان روغتون ته انتقال شوي.

افغان ولسمشر او اجرائیه رئیس د سردار محمد داوود خان پر وغتون حمله وغندله او هغه یې په ټول ملت حمله یاده کړه.

افغانستان کې د ناټو قاطع ملاتړ ماموریت.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG