د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۹

دفاع او کورنیو چارو وزارتونه: د فساد ريښې به وچې کړو


د افغانستان دفاع او کورنیو چارو وزارتونه په دې اړه جزئیات نه‌څرګندوي چې فساد په څه ډول د امنیتي ځواکونو د تلفاتو د زیاتېدو سبب شوی دی.

خو دواړه وزارتونه وايي چې له فساد سره د مبارزې لپاره جدي هلې ځلې کوي او د دوی هلو ځلو ښه نتیجه هم ورکړې ده.

د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند نجیب دانش ازادي راډیو سره په خبرو کې ومنله چې د دوی هڅې تر پخوا بریالۍ دي.

د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال نجیب دانش
د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال نجیب دانش

نوموړي وویل:

"که د فساد ریښې وپلټو، متأسفانه کومه نوې مسئله نه‌ده. په تېرو کلونو کې موږ له دې درکه زیان لیدلی خو له فساد سره د مبارزې برخه کې جدي اراده لرو او ریښې یې وروچوو. د ولسمشر څرګندونې په دې برخه کې واضح دي او ګڼ عوامل لري. موږ هم په دې لړ کې هلې ځلې کوو."

تر دې مخکې پرون دوشنبه ولسمشر غني وویل چې د اداري فساد موجودیت چې د تلفاتو د زیاتېدو سبب کېږي، ده او افغان امنیتي ځواکونو په تېره بیا ملي اردو ته د منلو نه‌دی.

ښاغلي غني په کابل کې د ملي اردو شهیدانو او معلولانو ته د درناوي په مراسمو کې وویل، که امنیتي ځواکونه ژر سمبال نه‎شي او په لنډ وخت کې جامې، خواړه او نورې اړتیاوې ورونه‌رسېږي، ممکن د دغو ځواکونو د تلفاتو شمېر زیات شي.

ولسمشر هم ونه‌ویل چې د ځواکونو نه‌تجهیز په امنیتي ارګانونو کې د فساد له موجودیت سره څرنګه ارتباط لري.

د دفاع وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش وايي، د ملي اردو ځواکونو په لیکو کې د فساد د ختمولو لپاره د دوی اراده جدي ده او په دې برخه کې یې هلې ځلې روانې دي.

د دفاع وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش
د دفاع وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش

ښاغلي رادمنش ازادي راډیو ته وویل، په لنډ وخت کې به د هېواد په هره سیمه کې د ملي اردو ځواکونو ته اکمالات سلو په سلو کې ورسېږي.

هم افغانان او هم د افغانستان نړیوال ملاتړ کوونکي له ډېرو کلونو راهیسې د افغانستان پر حکومت فشار راوړي چې له فساد سره جدي مبارزه وکړي.

د فساد له نظره افغانستان په نړۍ کې ۱۵۲ ځای لري.

د افغانستان حکومت په وروستیو کې د فساد پر ضد هڅې تېزې کړي دي.

د فساد په تور د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر دنده ځنډول شوې، د کورنیو چارو وزارت یو چارواکی د رشوت اخیستو په تور بندي شوی او څو تنه نور ټیټ رتبه مأمورین محاکمه شوي دي.

XS
SM
MD
LG