د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۶

فخري: که چارواکي خپلې شتمنۍ ثبت نکړي عدلي ارګانو ته به معرفي شي


د اداري فساد سره د مبارزې اداره دا ځل د ولسمشر پر لومړي مرستیال، د دفاع پر وزیر، د ملي امنیت پر عمومي رئیس او د ولایتونو پر یو شمېر والیانو او محلي چارواکو انتفاد کوي وايي چې تر اوسه دغو چارواکو خپله شتمني نه‎ده ثبت کړې.

د دغي اداري مشر سید حسین فخري د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، نوموړو چارواکو ته یې څو ځلي مکتوبونه لېږلي خو تر اوسه یې هم خپله شتمني نه‎ده ثبت کړې.

ښاغلي فخري ټینګار کوي که د یوې یا دوو اونيو په ترڅ کې دغه لوړ پوړي چارواکي خپلې شتمني ثبت نه‎کړي د نومونو لیست به یې عدلي او قضايي ادارو ته واستول شي او د کابینې د پریکړې له مخې به یې معاشونه هم وځنډول شي.

د اداري فساد سره د مبارزې ادارې مشر سید حسین فخري
د اداري فساد سره د مبارزې ادارې مشر سید حسین فخري

ښاغلي فخري وايي:

"په هغه صورت کې چې بیاهم خپله پانګه ثبت نه‎کړي، موږ به نور تدابیر ونیسو او د دوی شهرت به قانوني مرجع ته سپارو څو هغو په دغه برخه کې اقدام وکړي."

د ولسمشر لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم، د ملي دفاع وزیرعبدالله حبیبي، د طبیعي پېښو په وړاندې د دولت وزیر ویس برمک، د اجرائیه ریاست دوهم مرستیال انجینیر محمد خان، د ملي امنیت عمومي رئیس معصوم ستانکزی او د یو شمېر نورو وزارتونو معینان هغه لوړ پوړي چارواکي دي چې تر اوسه یې خپله شتمني نه‎ده ثبت کړې.

د هغه راپور له مخې چې له یادې ادارې څخه خپور شوی راغلي چې تر دې دمه د بلخ د سرپرست والي او د پکتیا د پخواني والي په ګډون د پکتیا، پکتیکا، زابل، کندهار، هلمند، ارزګان، کاپیسا، فاریاب، غزني، نورستان، بدخشان، کندز او بغلان والیانو هم خپله شتمني نه‎ده ثبت کړې.

دغې ادارې تردې وړاندې هم خبرداری ورکړی و چې د کابینې د هغو غړو د نومونو لیست به هم خپور کړي چې خپلي شتمنۍ یې نه‎دي ثبت کړي.

په ورته وخت کې د چارو یو شمېر شنونکي وایي، هغه حکومتي چارواکي چې خپله شتمني نه ثبتوي په اصل کې له قانونه سرغړونه کوي.

د چارو شنونکي بشیر بیژن
د چارو شنونکي بشیر بیژن

د چارو شنونکي بشیر بیژن د دې موضع په اړه داسې وایي:

"نه یوازې دا چې د خپلې پانګې نه ثبتول د قانون څخه سرغړونه ده بلکه دا کار فساد هم ډېروي، دا په داسې حال کې ده چې په قانون کې هم صراحت لري، خو هغه کسان او دوستان چې ملاتړي یې دي، خپلې ګټې په نظر کي نیسې او په لوړو پوسټونو کې ګمارل شوي دي، دوی له قانونه سرکشي کوي، نو له همدې کبله فساد د ډېرېدو په حال کې دی."

ښاغلی بیژن په دې باور دی هغه چارواکي چې خپله پانګه نه ثبتوي، د جوړ جاړي له لارې ټاکل شوي او حکومت تر اوسه نه‎شي کولای چې دوی دغه کار ته مجبور کړي.

د یادونې وړ ده چې د حکومت ویاندویان په دې اړه خبرو کولو ته حاضر نه‎شول.

خو د سیمه ییزو ارګانونو د ادارې ویانده منیره یوسف‎زاده بیا وایي چې د دوو اونیو په لړ کې به پاتې والیان خپله شتمني ثبت کړي.

د سیمه ییزو ارګانونو د ادارې ویانده منیره یوسف‎زاده
د سیمه ییزو ارګانونو د ادارې ویانده منیره یوسف‎زاده

نوموړې وايي:

"موږ خپل تر وسه کوښښ کوو چې د یوې او دوو اونیو په لړ کې خپل کار تر سره کړو، موږ ته د قانون عملي کول مهم دي، نو له همدې کبله موږ خپله کار له تېرې ورځې څخه پيل کړ. "

له دي ټولو سره-سره یو تن قانون‎پوه نجیب محمودي وایي، هغه کسان چې په قانون عمل نه‎کوي هغوی د ملي ګټو په فکر کې نه‎دي.

نوموړی پر دې ټینګار کوي چې دغه دولتي چارواکي د هېواد له ناسم وضعیت څخه سو استفاده کوي او په خبره یې دا کار په لڼد مهالي کې حکومت له ناورین سره مخ کوي.

سباوون کاکړ

XS
SM
MD
LG