د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۵۹

د لومړي مرستیال دفتر: ایشچي قضیه کې د دوستم د جلب مکتوب ردوو


د افغانستان د جمهوري ریاست د لومړي مرستیال دفتر وايي، د چهارشنبې په ماښام د لویې څارنوالۍ د کورني او بهرني امنیت له ریاسته یو مکتوب دوی ته رسېدلی دی.

د عبدالرشید دوستم د دفتر رئیس عنایت فرهمند وايي چې د لویې څارنوالۍ له‌خوا دوی ته د دا شان مکتوب لېږل د اساسي قانون خلاف عمل دی.

د عبدالرشید دوستم د دفتر رئیس عنایت فرهمند
د عبدالرشید دوستم د دفتر رئیس عنایت فرهمند

​دا چې په دغه مکتوب کې څه لیکل شوي ښاغلی فرهمند وايي:

"په مکتوب کې داسې راغلي چې احمد ایشچي شکایت درج کړی او څو دلیله‌یې راوړي نو ځکه باید جناب معاون صیب تاسې او یا هم ستاسې یو وکیل باید حاضر شي چې د شخص د ادعا په وړاندې ځواب‎ګویه اووسي."

ښاغلي فرهمند وویل چې دغه مکتوب به د شنبې په ورځ بېرته مسترد کړي.

د افغانستان اساسي قانون د ولسمشر د مرستیالانو د محکمې په اړه وضاحت نه‌لري، د دغه قانون په ۶۹ ماده کې یوازې د ولسمشر په اړه راغلي چې د بشري ضد جرمونو، ملي خیانت او جنایت رسمي تور د ولسي جرګې د ټولو غړو د یو ثلت له‌خوا وړاندیز کېدلای شي.

تر دې مخکې یوې حکومتي سرچینې د نوم نه‌ښودلو په شرط ازادي راډیو ته ویلي وو چې دغه موضوع د افغانستان ملي امنیت شورا ته هم رسېدلې او پرې بحث شوی خو د افغانستان ملي امنیت شورا تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

د جوزجان پخوانی والي احمد ایشچي
د جوزجان پخوانی والي احمد ایشچي

د جوزجان پخواني والي احمد ایشچي ادعا کړې چې جنرال عبدالرشید دوستم هغه تښتولی و او پر هغه‌یې د جنسي تېري دستور ورکړی و خو دغه تورونه د ولسمشر د لومړي معاونیت د دفتر له‎خوا رد شوي دي.

تر اوسه معلومه نه‎ده چې ایا دوستم به د لویې څارنوالۍ د څېړنو له دغه بهیر سره مرسته وکړي او که نه او د نوموړي د نه‌حاضرېدو په صورت که به راوروسته اقدام څه وي؟

دا پوښتنه ازادي راډیو د لویې څارنوالۍ له ویاند جمشید رسولي نه‌ وکړه، نوموړي د یاد بهیر سره د همکارۍ غوښتونکی شو.

ښاغلي رسولي یو ځل بیا ډاډ ورکړ چې دغه قضیه به په شفاف او بې‌پرې ډول او د قانون په رڼا کې وڅېړل شي.

د نوموړي په خبره، د اسنادو او شواهدو تر راټولولو وروسته به مؤظف پلوی په دې اړه پرېکړه وکړي.

د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي
د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي

ښاغلي رسولي زیاته کړه:

"اجازه دې ورکړي د څېړنې پلاوي ته چې په سم ډول خپل کار تر سره کړي، په دې اړه له وړاندوینو چې د څېړنې بهیر له ستونزو سره مخ کوي باید ډډه وکړي."

لاتر اوسه د دغو تورنو رښتینوالی نه‌دی ثابت شوی چې د لویې څارنوالۍ د پلاوي د کار په بشپړېدو سره به دا موضوع روښانه شي.

د افغانستان د حقوق‌پوهانو ټولنې مرستیال سبحان مصباح وايي، که یاد تورونه د ولسمشر په لومړي مرستیال ثابت شي جنرال دوستم به‌یې له مخې له دندې ګوښه کړل شي.

راپور: اجمل تورمان

XS
SM
MD
LG