افغانستان
سټولټنبرګ: لاهم د افغانستان امنیتي وضعیت ستونزو سره مخ دی
د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ نن د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو د دوهمې ورځې په پرانیستونکې وینا کې وویل چې لاهم د افغانستان امنیتي وضعیت له ننګونو سره مخ دی.
خو ښاغلي سټولټنبرک وویل چې افغان ځواکونه په مېړانه او حرفوي ډول د دغو ستونزو په وړاندې درېدلي دي.
نوموړي زیاته کړه:
"په افغانستان کې امنیتي وضعیت لاهم له ننګونو سره مخ دی، خو افغان ځواکونو په زړوتیا او حرفوي ډول ځواب ورکوي، ناټو او نړیوال متحدینیې له افغانستان سره سیاسي، عملي او مالي مرستو ته دوام ورکوي."
په بروکسل کې د ازادي راډیو خبریال وايي، په نننۍ غونډه کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاحالدین رباني، په افغانستان کې د امريکايي او ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نېکلسن او په افغانستان کې د ناټو ملکي استازي اسماعیل اراماز ګډون کړی او دوی به د افغانستان پر امنیتي وضعیت خبرې وکړي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
طالبان وايي، په کندوز کې یو انتحاري هدف ته تر رسېدو مخکې وژل شوی
په کندوز کې د طالبانو امنیتي چارواکي وايي چې نن (جمعه) یو شکمن ځانمرګی بریدګر د دغه ښار د دورې د بزګشۍ میدان ته نژدې وژل شوی دی.
د کندوز د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند، جمعهالدین خاکسار، نن ځايي رسنیو ته ویلي چې پرون سهار شاوخوا ۷:۳۰ بجې د ښار د اتمې امنیتي حوزې د دورې پر سړک هغه مهال چاودنه وشوه چې د ده په وینا، بریدګر خپل چاودیدونکي توکي مخکې تې دې چې ځان هدف ته ورسوي، وچاودول او په ځای ووژل شوی .
د خاکسار په وینا، په دې پېښه کې بل چا ته زیان نه دی اوښتی او په دې اړه پلټنې روانې دي چې احتمالي ځانمرګی په کومې ډلې پورې تړاو درلود.
په بلغاریا کې د یوه موټر په ټکر کې ۶ کډوال مړه شوي
د بلغاریا د دولتي خبري اژانس (BTA) د راپور له مخې، د پنجشنبې په شپه د پولیسو له تعقیب وروسته د یوه موټر د ټکر له امله شپږ مهاجر وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي. دا پېښه د تور سمندرګي بورګاس ښار ته نژدې شوې ده.
د سرحدي پولیسو مشر، کمېشنر انتون زلاتانوف، د بيټيوي ټلوېزیون ته ویلي چې دغه موټر، چې د رومانیا نمبر پلېټ درلود، لس کسان وړل، خو د تلاشي پر مهال یې د درېدلو امر ته پام ونهکړ او د تېښتې هڅه یې وکړه.
د هغه په وینا، شپږ تنه د پېښې په ځای کې سمدستي مړه شوي، خو د موټر چلوونکي ــ چې رومانیايي تبعه دی ــ او درې ژوندیو پاتې شويو مهاجرو لومړنۍ درملنه ترلاسه کړې ده. د بلغاریا د خبري اژانس د راپور له مخې، اټکل کېږي چې ژوندي پاتې شوي کسان افغانان وي.
د روغتیا نړیوال سازمان د افغانستان د شمال زلزلې تر ۱۳۰۰ ډېر کورونه نړوالي
د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) په یوه تازه راپور کې ویلي چې د روانې اوونۍ ۶.۳ ریښتره زورورې زلزلې د افغانستان په شمال کې تر ۱۳۰۰ زیات کورونه وران کړي او لږ تر لږه ۲۶ کسان یې وژلي او ۱۱۷۲نور یې ټپیان کړي دي.
د راپور له مخې، تر ټولو سخت زیانمن شوي ولایتونه سمنګان او بلخ دي، چې خلکو ته د ډېرې مرګژوبلې ترڅنګ مالي تاوانونه هم زیات اوښتي دي. یوازې په سمنګان ولایت کې، د ایبک په ولسوالۍ کې ۵۹۵ کورونه، په فیروز نخچیر کې ۳۰۶، او په خُلم کې ۲۸۴ کورونه ویجاړ شوي دي.
د روغتیا نړیوال پروګرام ویلي چې د سمنګان د ولایتي روغتون، د بازار سوخته ولسوالۍ روغتون، او د دغه سازمان په ملاتړ د بلغالي د لومړنۍ روغتیا کلینیک په شمول ۲۱ روغتیایي تاسیسات زیانمن شوي دي.
راپور زیاتوي چې د بیړني غبرګون ډلې د روغتیا نړیوال سازمان او نورو بشري شریکانو په ملاتړ ژر تر ژره اغېزمنو سیمو ته واستول شوې چې د ټپیانو د درملنې ترڅنګ، بیړني توکي او او رواني ملاتړ برابر کړي.
پاکستان په استانبول کې طالبانو ته یو طرحه وړاندې کړې
په استانبول کې د طالبانو او پاکستان حکومت د استازیو د خبرو نن دوهمه ده.
دا دریم پړاو خبرې د ترکیې او قطر په منځګړیتوب پرون پیل شوې. د دې خبرو په لومړۍ ورځ افغان طالبانو پاکستان تورن کړ چې د کندهار په سپین بولدک ولسوالي باندې یې ډزې کړې دي. د پاکستان د اطلاعاتو وزارت وروسته دا تور رد کړ او ویې ویل چې طالبانو د دوی پر ځواکونو حمله کړې وه او دوی ځوابي ډزې کړې دي.
بل لور ته یو شمیر سرچینو ویلي دي چې په استانبول کې د پرونیو خبرو پرمهال پاکستاني لورې طالبانو ته یوه طرحه وړاندې کړې ده چې تراوسه د دې طرحې جزییات نه دې رسنیز شوي.
د طالبانو او پاکستان حکومتي پلاویو ترمنځ دوهم پړاو خبرې د اکتوبر له ۲۵ مې تر ۳۰ مې پورې په استانبول کې وشوې، په هغو خبرو کې موافقه شوې وه چې اوربند به دوام کوي او بل پړاو خبرې به د نومبر په شپږمه پیلیږي.
د افغانستان د فوتسال ملي لوبډله له مراکش سره مخامخیږي
ټاکل شوې ده چې د افغانستان د فوتسال ملي لوبډله سبا د اسلامي هیوادونو د پیوستون سیالیو په ترڅ کې له مراکش سره مسابقه وکړي.
دا لوبې د سعودي عربستان په پلازمینه ریاض کې روانې دي.
افغان لوبډله په ( ب) ګروپ کې له تاجکستان، مراکش او ایران سره یوځای شوې ده. تاجکستان ته یې نهه د پنځو په وړاندې ماتې ورکړې ده، له ایران سره یې پرون لوبه دوه د دوو په مقابل کې مساوي کړه.
د اسلامي پیوستون لوبو په ترڅ کې د اووه پنځوس اسلامي هیوادونو څه باندې درې زره لوبغاړي په نولس بیلابیلو ورزشي څانګو کې سیالۍ سره کوي.
د افغانستان او ایران د فوتسال د ملي لوبډلو لوبه مساوي شوه
د افغانستان او ایران د فوتسال د ملي لوبډلو لوبه نن دوه د دوو په وړاندې مساوي شوه.
دا لوبه د اسلامي هیوادونو د پیوستون په نوم د سیالیو په ترڅ کې ترسره شوه چې د سعودي عربستان په پلازمینې ریاض کې روانې دي.
په دې سیالیو کې افغانستان د سې شنبې په ورځ تاجکستان ته نهه د پنځو په مقابل کې ماتې ورکړه.
افغانستان په ( بې) ګروپ کې له تاجکستان، مراکش او ایران سره یوځای شوی دی.
د فرانسې چارواکي: هغه تورن کس چې پر خلکو یې موټر وروست، یو بنسټپال دی
د فرانسې د کورنیو چارو وزیر نن وویل، هغه کس چې خپل موټر یې د فرانسې په لویدیځ کې پر خلکو وروست، په دې تورن دی چې بنسټ پاله دی.
لوران نونه زیاته کړه چې دغهَ پنځه دیرش کلن برید کوونکي د حملې پرمهال الله اکبر شعار ورکاوه، خو لاهم یو مخ څرګنده نه ده چې د چهارشنبې د ورځې دا برید دیني انګیزه لري که نه.
د اولرون په ټاپو کې د دې حملې له امله پنځه تنه ټپیان شوې دي چې د دوو کسانو وضعیت نازک ښودل شوی دی.
د طالبانو او پاکستان د استازو ترمنځ دریم پړاو خبرې پيل شوې
د طالبانو او د پاکستان د حکومتونو د استازیو ترمنځ په استانبول کې دریم پړاو خبرې پيل شوې.
دا خبرې د دوو ورځو لپاره پلان شوې دي او ځیني سرچینې خبر ورکوي که چیرته اړتیا وه؛ ښایي نورې هم تمدید شي.
د طالبانو د پلاوي مشري د دوی د استخباراتو رییس عبدالحق وثیق او د پاکستاني پلاوي مشري د هغه هیواد د استخباراتو رییس عاصم ملک کوي.
د طالبانو او پاکستان حکومتي پلاویو ترمنځ دوهم پړاو خبرې د اکتوبر له ۲۵ مې تر ۳۰ مې پورې په استانبول کې وشوې، په هغو خبرو کې موافقه شوې وه چې اوربند به دوام کوي او بل پړاو خبرې به د نومبر په شپږمه پیلیږي.
د افغانستان او پاکستان تر منځ د تیرې میاشتې تر نښو وروسته د دواړو لوریو د استازیو ترمنځ لومړی ځل د اکتوبر په یولسمه په دوحه کې خبرې شوې وې چې هغو خبرو د استانبول غونډو ته لار پرانیسته.
په استانبول کې د طالبانو او پاکستان خبرې پيلیدونکې دي
د طالبانو او پاکستان حکومت د پلاویو ترمنځ د خبرو درېیم پړاو نن د ترکیې په استانبول ښار کې پیلېږي.
د طالبانو د پلاوي مشري د دوی د استخباراتو رییس عبدالحق وثیق او د پاکستاني پلاوي مشري د هغه هیواد د استخباراتو رییس عاصم ملک کوي.
د طالبانو او پاکستان حکومت د پلاویو ترمنځ دوهم پړاو خبرې د اکتوبر له ۲۵ مې تر ۳۰ مې پورې په استانبول کې وشوې، په هغو خبرو کې موافقه شوې وه چې اوربند به دوام کوي او بل پړاو خبرې به د نومبر په شپږمه پیلیږي.
د افغانستان او پاکستان تر منځ د تیرې میاشتې تر نښو وروسته د دواړو لوریو د استازیو ترمنځ لومړی ځل د اکتوبر په یولسمه په دوحه کې خبرې شوې وې چې هغو خبرو د استانبول غونډو ته لار پرانیسته.
ملګري ملتونه: په افغانستان کې سږکال د کوکنارو کښت کم شوی
د ملګرو ملتونو د مخدره توکو او جرمونو دفتر وایي چې په افغانستان کې د کوکنارو کښت کم شوی دی. د دې ادارې د بیان له مخې چې نن ( د لړم ۱۵ مه) خپور شو دا هم ویل شوې دي چې د اپینو تولید او د اپینو له خرڅلاو څخه د بزګرانو عاید هم کم شوی، او د مصنوعي مخدره توکو، په ځانګړې توګه میتامفیتامین تولید او قاچاق کې زیاتوالی راغلی دی.
د ملګرو ملتونو د مخدره توکو او جرمونو دفتر موندنې ښیي چې په ۲۰۲۵ کال کې په افغانستان کې د کوکنارو کښت د ۲۰۲۴ کال په پرتله ۲۰ سلنه کم شوی دی.
دا اداره زیاتوي چې سږ کال په شاوخوا ۱۰۲۰۰ هکتاره ځمکه کوکنار کرل شوي. د بیان له مخې، وړم کال کې په ۱۲۸۰۰ هکتاره ځمکه کوکنار کرل شوي و.
د بیان له مخې د اپینو له درکه سږکال بزګرانو یوسل او څلور دیرش میلیونه ډالر ګټلي، په داسې حال کې چې پروسږکال دوی دوه سوه شپيته میلیونه ډالر ګټه کړې وه.