د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۱

ماليې وزیر: د بروکسل ناستې له ۴۰ ژمنو ۸یې لا سم نه‌دي عملي شوي


د افغانستان د مالیې وزارت وايي، افغان حکومت له نړیوالې ټولنې سره د بروکسل په ناسته کې په ۴۰ بېلابېلو برخو کې ژمنې کړي خو اته‌یې لا هم په سمه توګه نه‎دي عملي شوي.

د مالیې وزیر اکلیل حکیمي د چهارشنبې په ورځ کابل کې د بروکسل په ناسته کې د شویو ژمنو د ارزونې په غونډه کې وویل، ټولې اړونده ادارې باید د مالي کال تر پایه د هغو اتو ژمنو چې تر اوسه په بشپړه توګه نه‎دي عملي شوي راپور له دوی سره شریک کړي.

د ښاغلي حکیمي په خبره افغان حکومت تر ډېره له نړیوالې ټولنې سره شوې ژمنې عملي کړي خو دوی مجبوره دي چې د مالي کال تر پایه د انتخاباتي اصلاحاتو، د فساد ضد د داسې مبارزې چې پایلې یې معلومې وي او عدلي او قضايي بنسټونو کې د اصلاحاتو په اړه نړیوالو ته قانع کوونکی ځواب ورکړي.

د مالیې وزیر اکلیل حکیمي
د مالیې وزیر اکلیل حکیمي

ښاغلی حکیمي وايي:

"زموږ د نننۍ ناستې هدف دا و، هغه ټولې ژمنې چې موږ له خپلو خلکو او نړیوالې ټولنې سره کړي دي په ټاکلي وخت‌یې باید ترسره کړو. هغه ژمنې مو چې د بروکسل کنفراس کې کړي موږ د هغه اتو برخو په اړه چې باید د مالي کال تر پایه عملي شي له اړوندو بنسټونو غوښتنه وکړه چې په اړه‌یې خپل راپور له موږ سره شریک کړي."

د اکټوبر میاشتې په څلورمه او پنځمه نېټه د شاوخوا ۷۰ هېوادونو او نړیوالو بنسټونو استازو له افغانستان سره تر راتلونکو څلورو کلونو ۱۵ اعشاریه ۲ میلیارده ډالرو مرستې ژمنه وکړه خو نړیوالې ټولنه بیا د دې مرستو په بدل کې له افغان حکومته هم ځینې غوښتنې لري.

له فساد سره مبارزه، په عدلي او قضايي بنسټونو کې اصلاحات، د بشري حقونو خوندیتوب په انتخاباتي برخه کې هر اړخیز اصلاحات، د ښځو د حقونو خوندیتوب، ښه حکومتوالي، د قانون حاکمیت او ځینې نورې هغه غوښتنې دي چې نړیواله ټولنه‌یې له افغانستان سره د مرستو په بدل کې د پوره کېدو تمه لري.

خو دا چې د افغانستان اوسني وضعیت ته په کتو له نړیوالې ټولنې سره د افغان حکومت یادې ژمنې څومره د عملي کېدو وړ دي، همدغه پوښتنه ازادي راډیو د ولسي جرګې له منشي عبدالرؤف انعامي څخه وکړه.

نوموړی وايي، که څه هم افغان حکومت د فساد ضد مبارزې او اصلاحاتو په برخو کې اراده لري خو د ځینو هغو د عملي کولو په برخه کې ستونزې شته چې نړیوال هم باید پرې سترګې پټي نه‎کړي.

د ولسي جرګې منشي عبدالرؤف انعامي
د ولسي جرګې منشي عبدالرؤف انعامي

ښاغلی انعامي وايي:

"هڅې کېږي خو دا چې نړیواله ټولنه قانع کړي یو څه مشکله چاره ده اما نړیواله ټولنه باید هم د افغانستان اوسني وضعیت ته په کتو د حکومت کمې هڅې هم په حد اکثر حساب کړي او د هغې پر اساس قضاوت وکړي."

ښاغلی انعامي وايي، ولسي جرګه به د خپل نظارتي رول څخه په استفادې هڅه وکړي چې د افغان حکومت د هغو ژمنو په عملي کولو کې چې له نړیوالې ټولنې سره‌یې کړي او د افغان ولس غوښتنه هم ده مرسته وکړي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG