د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۲

د ناټو منشي افغانستان سره د امریکا نوې ادارې پر ملاتړ ډاډ څرګند کړ


د ناټو عمومي منشي ډاډه دی چې د امریکا نوې اداره به د افغانستان ملاتړ ته دوام ورکړي.

ینس سټولتنبرګ په بروکسل کې د ناټو په مرکز کې نن دوشنبه د ازادي راډیو یوې پوښتنې ته د خبري غونډې پر مهال دا خبره وکړه.

ډونالد ټرمپ مخکې تر دې چې د امریکا د ولسمشر په توګه انتخاب شي یو ځل‌یې ویلي وو چې د افغانستان مأموریت یو ناورین دی او ده له افغانستان نه د امریکایي ځواکونو د وتلو غوښتنه کړې وه.

ینس سټولټنبرګ د دې څرګندونو په اړه وویل:

"موږ د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ او ولسمشر غني د ټیلیفوني مکالمې په اړه راپورونه لیدلي دي، د دې راپورونو له مخې ولسمشر ټرمپ له افغانستان سره خپله ژمنه کړې ده چې له دې څرګندېږي چې د امریکا نوې اداره به هم له افغانستانه خپل سیاسي او عملي ملاتړ ته ادامه ورکړي او د افغان ځواکونو مشوره ورکولو، ملاتړ او مرستې ته به له ناټو سره یوځای دوام ورکړي."

د امریکا نوي منتخب ولسمشر ډونالد ټرمپ د شنبې په شپه د افغانستان ولسمشر اشرف غني ته زنګ وواهه.

د ولسمشر مرستیال ویاند دواخان مینه‌پال ازادي راډیو ته وویل چې په دې ټیلیفوني مکالمه کې د امریکا منتخب ولسمشر وویل، افغانستان د پام وړ طبیعي زېرمې لري او د ده اداره چمتو ده چې د افغانستان له خلکو او دولت سره اغېزمنه مرسته وکړي چې له دې زېرمو ګټه واخلي.

ډونالد ټرمپ د شنبې په شپه ولسمشر اشرف غني ته زنګ وواهه.
ډونالد ټرمپ د شنبې په شپه ولسمشر اشرف غني ته زنګ وواهه.

د امریکا ولسمشر د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو د هلو ځلو ستاینه هم وکړه او له دغو ځواکونو سره په تخنیکي او مالي برخو کې یې مرستې مهمې وبللې.

نوموړي زیاته کړ چې ټرمپ په ټیلیفوني مکالمه کې وویل چې د ده د ولسمشرۍ په دوره کې به امریکا د افغانستان د دولت او خلکو تر څنګ وي.

هغه وویل چې ټرمپ دا هم وویل، که چېرته په امنیتي برخه کې افغانستان نورو مرستو ته اړتیا ولري د ده اداره به تر دې وروسته د اړتیاو له ارزونې سره سم دې برخې ته لا زیاته پاملرنه وکړي.

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ په بروکسل کې د دې تر څنګ چې له افغانستان سره د امریکا د نوې ادارې د ملاتړ په برخه کې ډاډ څرګند کړي، دې خبرې غونډې ته د خبرو پر مهال د افغان ځواکونو د مېړانې او مسلکي‌توب ستاینه وکړه او ویې‌ویل چې دغه ځواکونو چې په ۲۰۱۵ کال کې یې قومانده په غاړه اخیستې لا هم د طالبانو او ترورېستي ډلو له بریدونو سره مخامخ دي.

سټولټنبرګ د افغان ځواکونو د مېړانې او مسلکي‌توب ستاینه وکړه.
سټولټنبرګ د افغان ځواکونو د مېړانې او مسلکي‌توب ستاینه وکړه.

د ناټو عمومي منشي وویل چې د افغانستان په ګډون به پر یو شمېر نورو نړیوالو موضوعاتو د ډونالد ټرمپ له ادارې سره له نېږدې کار وکړي او تمه ده چې راتلونکی میلادي کال په بروکسل کې د ناټو د مشرانو په غونډه کې د ټرمپ هرکلی وکړي.

XS
SM
MD
LG