د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۰

اوبري: ناټو غونډه کې به د وارسا ژمنې تجدید شي


په بروکسل کې د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه کې د اجنډا یوه مهمه موضوع افغانستان ده.

د دې غونډې تر پیل مخکې د ناټو یوه چارواکي د یکشنبې په ماښام ازادي راډیو ته وویل، تمه ده چې د ناټو بهرنیو چارو وزیران به د سې شنبې او چهارشنبې په ورځو د بېلابېلو موضوعاتو په اړه د افغانستان، اوکراین، د دې تړون تر پولو ورهاخوا د ثبات ټینګېدل او همداراز د ناټو او اروپایي ټولنې پر مشارکت بحث وکړي.

تمه ده چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح‌الدین رباني هم په دې غونډه کې ګډون وکړي.

د ناټو د یوه چارواکي په وینا، اټکل کېږي چې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نېکلسن او همداراز د ناټو جګپوړی ملکي استازی اسماعیل اراماز هم د بروکسل په غونډه کې برخه واخلي.

د ملګرو ملتونو او اروپایي ټولنې استازو ته هم بلنه ورکړل شوې ده چې دې غونډې ته استازي راواستوي.

په افغانستان کې د ناټو د ملکي چارو دفتر یوې چارواکې ماریون اوبري تېره شپه ازادي راډيو ته وویل چې په دې غونډه کې به د وارسا غونډې ژمنې تجدید شي.

نوموړې زیاته کړه:

"دا ناسته د ناټو د شریکانو او متحدانو د ملي وحدت له حکومت سره یوځای په پولنډ کې له افغانستان سره د شویو ژمنو تجدید ته لار هواروي."

د ناټو مشرانو روان کال د جولای په اتمه او نهمه ژمنه وکړه چې د افغان ځواکونو ملاتړ ته به د ۲۰۲۰ کال تر پایه دوام ورکړي.

په دې غونډه کې د ناټو د ۲۸ غړو هېوادونو تر څنګ د هغو هېوادونو استازي برخه اخلي چې د غوڅ ملاتړ مأموریت په چوکاټ کې په افغانستان کې ځواکونه لري.

د غوڅ ملاتړ مأموریت د ۲۰۱۵ میلادي کال د جنوري په میاشت کې د افغان ځواکونو د روزنې، هغوی ته د سلا مشورې ورکولو او له هغوی سره د مرستې په هدف پیل شو.

د اوس لپاره نېږدې ۱۳ زره نړیوال ځواکونه د غوڅ ملاتړ مأموریت په چوکاټ کې په افغانستان کې فعالیت کوي.

دا غونډه په داسې وخت کې جوړېږي چې سږ کال د ژمي په درشل کې هم په افغانستان کې یاغیان فعاله دي.

د داعش هلو ځلو هم د ننګرهار په ګډون په یو شمېر ولایتونو کې اندېښنې زیاتې کړې دي.

خو د دې سربېره د ناټو مشرانو د وارسا په غونډه کې د افغانستان چارواکو او خلکو ته ښکاره پیغام ورکړی وو چې د افغانستان د حکومت او خلکو تر څنګ ولاړ دي او پرې به نه‎ږدي چې افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو امن کور شي.

راپور: احمد شیبر، بروکسل

XS
SM
MD
LG