د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۷

د انتخاباتو شفافیت بنسټ: د غوراوي کمېټې چارو کې سیاسي مداخله شوي


د افغانستان د انتخاباتو او شفافیت بنسټ وايي د دوی موندنې ښیي چې د غوراوي کمېټې چارې شفافې نه‌وې او ځینې ستونزې په‌کې وې.

د شکایتونو لپاره د ځانګړي میکانیزم نه‌موجودیت، د مرکو لپاره د مشخصو معیارونو نشتوالی، د تقاضا کوونکو د تجربو کموالی او د غوراوي کمېټې له لوري له مصاحبه کوونکو سره دوه ګونی چلند د غوراوي کمېټې عمده ستونزې بلل کېږي.

د افغانستان د انتخاباتو او شفافیت بنسټ مسؤلینو د چهارشنبې په ورځ په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل، د دوی موندنې ښیي چې د غوراوي په کمېټه کې سیاسي مداخلې شوې دي.

د دغه بنسټ یو غړی حبیب‌الله شینواری وايي، دوی دغه معلومات د مرکو او غوراوي کمېټې د کاري جریان د کتنې له مخې چمتو کړي دي.

شینواری: د غوراوي په کمېټه کې سیاسي مداخلې شوي.
شینواری: د غوراوي په کمېټه کې سیاسي مداخلې شوي.

نوموړي زیاته کړه:

"د دغې کمېټې بل مشکل دا وو چې دوی د مرکو پر مهال هغه معیارونه چې د کاندیدانو لپاره‌یې مشخص کړي وو هغه معیارونه تر ډېره مشخص او واضح نه‌وو او بله مسئله د لېست د خپرولو ده له ۷۰۰ زیاتو کسانو غوښتنلیکونه ورکړي وو، خو هغوی لېست خپور نه‌کړ تر هغې چې یې دغه لېست حکومت ته وسپاره چې هېڅ فایده‌یې نه‌لرله."

تېره پنجشنبه د انتخاباتي کمېسیونونو د غړو غوراوي کمېټې د احتمالي کمېشنرانو وروستی شوی لېست ولسمشر ته ولېږه.

د دغې کمېټې غړو ویلي چې وروستي لېست ته راغلي کسان ټول د وړتیاوو او تجربو له مخې ټاکل شوي دي.

د انتخاباتو او شفافیت د څار بنسټ دغه شان له حکومت وغوښتل چې په ورستي لېست ښه غور وکړي او انتخباتي کمېسیونونو ته کمېشنران په دقت انتخاب کړي.

په ورته وخت کې د غوراوي کمېټې مسؤلین د دغه بنسټ موندنې بې‌بنسټه ګڼي وايي چې په داسې حال کې چې د انتخاباتو او شفافیت بنسټ حتی لس ساعته هم د غوراوي کمېټې کار نه‌دی څارلی څنګه‌یې دا راپور چمتو کړی دی.

رشید: د دوی راپور له حقیقته لیرې دی.
رشید: د دوی راپور له حقیقته لیرې دی.

د دغې کمېټې ویاند یوسف رشید ازادي راډیو ته وویل:

"زما په اند د دوی راپور له حقیقته لیرې دی او دغه بنسټ چې نن‌یې خبري ناسته درلوده د غوراوي کمېټې کار حتی لس ساعته هم نه‌دی څارلی، په داسې یو حالت کې څنګه کولای شي چې دا ادعا وکړي نو ځکه‌یې ادعا بې‌بنسټه ده."

ښاغلي رشید دغه شان وویل چې که چېرې د دغه بنسټ غړي په دې اړه اسناد لري نو له دوس سره دې شریک کړي چې اقدام وکړي.

په ورته وخت کې د افغان ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسن مرتضوي وايي چې د انتخاباتي کمېسیونونو لپاره کمېشنران به په دقت سره انتخاب شي او په دې برخه کې هېڅ ډول مداخله نه‌ده موجوده.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG