د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۴

یو شمېر سناتوران: د مسؤلینو بې کفایتي د هلمند جګړې د دوام لامل شوې


په مشرانو جرګه کې د هلمند ولایت ځیني استازي له حکومته غواړي چې د دې ولایت ځیني چارواکي دې له دندو لېرې او عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي کړي.

دوی وايي، په دې ولایت کې د فساد او د ځینو بې کفایته مسؤلینو موجودیت، هم سبب شوی چې هلته جنګ دوام وکړي.

د مشرانو جرګې غړي محمد هاشم الکوزي د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، هلمند اوس هم ناامنه دی او اوسېدونکې یې په سختو شرایطو کې ژوند کوي.

ده له حکومته وغوښتل چې د دې ولایت ځینې بې کفایته مسؤلین دې له دندو لېرې او عدلي او قضايي ادارو ته دې معرفي کړي.

الکوزی: هلمند اوس هم ناامنه دی.
الکوزی: هلمند اوس هم ناامنه دی.

نوموړي زیاته کړه:

"زموږ ولس په ډېر سخت حالت کې دی، د هلمند ټولې ولسوالۍ ناامنه او د طالبانو ترګواښ لاندې دي، په مرکزي دولت غږ کوو چې د هلمند ولسونه نور، ونه ځوروي، بې کفایته چارواکي باید له دندو ګوښه او عدلي اوقضايي ارګانونو ته معرفي شي."

ښاغلي الکوزي په امنیتي ځواکونو کې د خیالي پولیسو او سرتېرو موجودیت ته هم اشاره وکړه او ويې ویل، په روانه میاشت کې ۱۲۰۰۰ سرتېرو ته تنخوا حواله شوې حال داچې په هلمند کې ۶۰۰۰ هم نه برابرېږي.

پخوا تردې د هلمند د ولایتي شورا رئیس هم ویلي چې په دی ولایت کې د جنګ د اوږدېدو یو لامل هغه خیالي سرتېري دي چې لیستونه یې شته، تنخواګانې یې حواله کېږي خو فزیکي موجودیت نه لري.

سره له دې چې د مشرانو جرګې غړی محمد هاشم الکوزی په سیمه کې د جنګ د دوام او د طالبانو د ګواښونو په اړه وايي، خو د هلمند ولایت د امنیتي او دفاعې ځواکونو اوپراتیفي قوماندان عبدالجبار قهرمان وايي چې په هلمند ولایت کې جنګ د پخوا په پرتله سوړ شوی او وضعیت د امنیتي ځواکونو په کنټرول کې دی.

قهرمان: هلمندکې جنګ د پخوا په پرتله سوړ شوی.
قهرمان: هلمندکې جنګ د پخوا په پرتله سوړ شوی.

نوموړي زیاته کړه:

"اصلاً اوس د لته جګړه نه لرو، زموږ عملیات روان دي او ډېراحتیاط په کې کېږي، د لښکرګاه په شاوخوا کې جګړه نه شته، په مجموع کې جګړه سړه شوې، د مخالفینو توان کمزوری شوی، دولتي ځواکونه پرمختګ کوي، وضعیت دغه شان دی."

بلخوا د پوځي چارو پوهان وايي، د هلمند جګړه بېلابېل اړخونه لري او کنټرول یې وخت او جدي مدیریت ته اړتیا لري.

د دې کارپوهانو له ډلې جنرال زلمي وردګ ازادي راډیو ته وویل:

"د افغانستان حالت کړکېچن دي، جګړه یې مختلف اړخونه لري، که همغږي رامنځته نه شي، جنګ به محارنه شي، همدا اوس په لښکرګاه ښارکې جنګ روان دی، دا وخت غواړي، هیله ده دوی خپلو اشتباهګانو ته متوجه شي، مسؤلیتونه ومني او روانه شخړه له مینځه یوسي."

ښاغلی وردګ تاکید کوي چې که په امنیتي ځواکونو کې همغږي او له خلکو سره ژمنې عملي نه شي، هلمند به له دغو سختو شرایطو څخه په اسانۍ سره ونه وځي.

ښاغلی قهرمان هم د امنیتي ځواکونو په لیکو کې ځینې ستونزې تاییدوي، خو وايي چې حکومت په دغو لیکو کې د خیالي سرتېرو موضوع او همدارنګه نورې نیمګړتیا وې په جدي توګه څېړي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG