د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۰۵

ټرمپ د امریکا متحده ایالاتو د انتخاباتو ګټونکی شو

ډونالډ ټرمپ د ابتدایي نتایجو له مخې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشرۍ څوکۍ وګټله. ټرمپ د ویسکانسن ایالت په ...

روېټرز وايي د ډونالد ټرمپ د مخکېدو خبر د ډالرو او د اسهامو د بیې د ټیټېدو لامل شوی.

اسوشیتېد پرېس وړاندوینه کړې چې ډونالد ټرمپ د فلوریدا په کلیدي ایالت کې بریا ترلاسه کوي او ۲۹ الکټرال رأیه ترلاسه کوي.

ډونالډ ټرمپ د امریکا د جمهوري ریاست د انتخاباتو په لومړنیو پایلو کې ۱۹ ایالتونه ګټلي چې ټول انتخاباتي کالجونه یې ۱۶۸ ته رسېږي.

هېلري کلېنټن ۱۳ ایالتونه ګټلي چې ټول انتخاباتي کالجونه یې ۱۳۱کېږي.

هر یو که ولسمشرۍ ته رسېږي نو باید ۲۷۰ انتخاباتي کالجونه ترلاسه کړي.

له حساسو ایالتونو څخه چې شمېر یې شاوخوا شپږو ته رسېږي په لومړي یوه یعنې اوهایو کې ډونالډ ټرمپ بریا خپله کړه او انتخاباتي کالجونه یې زیات شول.

لا هم د ویسکانسن، فلوریډا،شمالي کارولینا،میچیګان کې چې حساس دي نتایج نه دي اعلان شوي.

کالیفورنیا چې ۵۵ انتخاباتي او زیات کالجونه لري لا نه دي اعلان شوي خو وړاندوینې د ډیموکراټانو په ګټه دي.

ډونالډ ټرمپ د امریکا جمهوري ریاست د انتخاباتو په لومړنیو پایلو کې ۲۰ ایالتونه ګټلي چې ټول انتخاباتي کالجونه یې ۲۰۱ ته رسېږي.

هیلري کلېنټن ۱۳ ایالتونه ګټلي چې ټول انتخاباتي کالجونه یې ۱۹۰ کېږي.

هر یو که ولسمشرۍ ته رسېږي نو باید ۲۷۰ انتخاباتي کالجونه ترلاسه کړي.

له حساسو ایالتونو څخه چې شمېر یې شاوخوا شپږو ته رسېږي په لومړي یوه یعنې اوهایو کې ډونالډ ټرمپ بریا خپله کړه او انتخاباتي کالجونه یې زیات شول.

کالیفورنیا چې ۵۵ انتخاباتي او زیات کالجونه لري لا نه دي اعلان شوي خو وړاندوینې د ډیموکراټانو په ګټه دي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG