د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۵

ټرمپ د امریکا متحده ایالاتو د انتخاباتو ګټونکی شو

ډونالډ ټرمپ د ابتدایي نتایجو له مخې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشرۍ څوکۍ وګټله. ټرمپ د ویسکانسن ایالت په ...

د امریکا متحده ایالاتو کالیفورنیا په ازوسا ښارګوټي کې د رایې ورکونې یوه مرکز ته نږدې په ډزو سره یو کس وژل شوی او لږ تر لږه درې نور ټپیان شوي دي.

پولیس وايي، دا مرکز کېدای شي وتړي.

ویل شوي چې حمله کوونکی نیول شوی دی.

د لاس انجلس د پولیسو مرستیال ویسینټ پلېر وویل چې تر اوسه پورې داسې شواهد نشته چې دا پېښه دې د انتخاباتو له ورځې او انتخاباتو سره په تړاو شوې وي.

دا د امریکا متحده ایالتونو د جمهوري ریاست د انتخاباتو پر مهال لومړنۍ پېښه ده چې تر اوسه یې په اړه رپوټ ورکړل شوی دی.

د امریکا متحده ایالاتو د ځینو ختیځو او منځني ختیځو ایالتونو د لومړنیو نتایجو له مخې هېلري کلېنټن خپل سیال شاته پرېښی دی.

تر اوسه پورې کلېنټون اته شپېته او ډونالډ ټرمپ اته څلوېښت انتخاباتي رایې ګټلي دي.

دا تازه نتیجه وروسته له هغه په ډاګه شوه چې ټرمپ په اتو ایالتونو کې مخکې اعلان شوی و.

په ډېرو ایالتونو کې اوس د رایې ورکونې مرکزونه تړل شوي دي او شېبه په شېبه د شمېرل شویو رایو نتیجې راوځي.

خو په ځینو ایالتونو کې چې د وخت تفاوت پکې زیات دی لا هم خلک وخت لري چې خپله رایه وکاروي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG