د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۲

ټرمپ د امریکا متحده ایالاتو د انتخاباتو ګټونکی شو

ډونالډ ټرمپ د ابتدایي نتایجو له مخې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشرۍ څوکۍ وګټله. ټرمپ د ویسکانسن ایالت په ...

روېټرز وايي د ډونالد ټرمپ د مخکېدو خبر د ډالرو او د اسهامو د بیې د ټیټېدو لامل شوی.

فاکس نیوز شبکه وايي د وړاندوینو په دوام اوس‌مهال دونالډ ټرمپ د ۱۵۰ الکټرال رأیو په درلودو سره له هېلري کلېنټن څخه چې ۱۲۲ الکټرال رأیې لري مخکې دی.

ګټونکی نوماند د ۲۷۰ الکټرال رأیو درلودو ته اړتیا لري.

د امریکا د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې د ځینو ایالتونو لومړنۍ پایلې اعلان شوې دي.

په اعلان شویو پایلو کې تر اوسه پورې ډونالډ ټرمپ مخکې دی.

ټرمپ د ولسمشرۍ څوکې د ګټلو لپاره له ۲۷۰ اړینو انتخاباتي کالجونو څخه ۱۳۶ ګټلې دي.

د هېلري کلېنټن بریالي انتخاباتي کالجونه ۱۰۴ ته رسېږي.

د امریکا د جمهوري ریاست د انتخاباتو د ټولو ایالتونو د انتخاباتي کالجونو شمېر ۵۳۸ ته رسېږي.

له دغو ۵۳۸ نه هر یو کاندید چې ۲۷۰ انتخاباتي کالجه وګټي د امریکا د ۴۵ ولسمشر په توګه به لوړه کوي.

تر اوسه پورې په نیویارک، مسوچیسیټ، نیوجرسي، ایلینای، کلمبیا،مریلند، روډ ایلنډ، ویرمونټ، نیویارک او ځینو نورو کې هېلري کلېنټن بریالۍ اعلان شوې ده.

ډونالډ ټرمپ، غربي ویرجینیا، الاباما، مسی سي پي، تینیسي، کینټکي، انډیانا،اکلاهاما، کینساس، نبراسکا، فلوریډا او ځینو نورو کې بریالی اعلان شوی دی.

په دغو انتخاباتو کې په ځینو ایالتونو کې د تمې په خلاف هغه کاندید رایې ګټلي چې یا یې ګوند پکې اکثریت نه و یا یې هم ډېرې پخوا رایې ترې ګټلې وې.

په ډېرو دغو ایالتونو کې د راییومرکزونه د واشنګټن په وخت د سهار په شپږ بجو پرانیستل شوي وو او د ماښام په اوو بجو چې د کابل په وخت د سهار څلور نیمې بجې کېږي، وتړل شول.

د امریکا په مختلفو ایالتونو کې د راييو مرکزونه د ساعت د توپیر له کبله په بېلابېلو وختونو کې بندېږي، د بېلګې په ډول، د کالفورنیا په ګډون د امریکا په لوېدیز کې په پرتو ایالتونو کې د راییو مرکزونه د واشنګټن په وخت د شپې په یولس بجو چې د کابل په وخت د سهار یوولس نیمې بجې کېږي، بندېږي.

په امریکا کې تاریخي انتخابات روان دي، لږترلږه ۴۵ میلیونه د رایې ورکولو په شرایطو برابرو امریکاییانو د پوستې له لارې خپلې رایې ورکړې دي.

خو بیا هم د امریکا په بېلابېلو ایالتونو کې خلک ډلې – ډلې د راییو ورکولو مرکزونو ته ولاړل او دا بهیر لا روان دی.

هېلري کلېنټن او د هغې خاوند بل کلېنټن خپل کورته نږدې د راییو یوه مرکزته ولاړل اورایې یې واچولې.

ډونالد ټرمپ او ښځې یې میلانیا د رایې ورکولو لپاره د نیویارک ښار په منهاتن سیمه کې د راييو ورکولو یوه مرکز ته تللي وو او هلته یې راغونډو شوو خلکو او امریکایانو نه مننه وکړه.

د ټرمپ له ورتګه سره د دې مرکز دباندې د سلوتنو یوې ډلې د "نیویارک له تاکرکه لري" شعارونه ورکړل خو یوشمېر پلویانو یې د ملاتړ نارې وهلې.

د امریکا خلک به نن خپل ۴۵ ولسمشر یا ولسمشره وټاکي.

د امریکا د ولسمشرۍ انتخاباتو تر څنګ هم مهاله د سنا جرګې لپاره هم انتخابات روان دي او د هغوی د امریکا په یو شمېر ایالتونو کې ځانګړي امنیتي تدابیر نیول شوي او اضافي پولیس د راییو د مرکزونو د امنیت ټینګولو لپاره په دندو ګومارل شوي دي.

د امریکا د جمهوري ریاست د انتخاباتو ګټونکی یا ګټونکې به د ۲۰۱۷ میلادي کال د جنورۍ په شلمه د خدمت لوړه کوي او له همدې ورځې به په سپنیه ماڼۍ کې کار پيلوي.

«اېن. بي. سي» نیوز راپور ورکوي چې په موناتانا کې ټرمپ بریالی شوی دی.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG