د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۶

ټرمپ د امریکا متحده ایالاتو د انتخاباتو ګټونکی شو

ډونالډ ټرمپ د ابتدایي نتایجو له مخې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشرۍ څوکۍ وګټله. ټرمپ د ویسکانسن ایالت په ...

د امریکا متحده ایالاتو د اتو ایالتونو په لومړنیو نتایجو کې ډونالډ ټرمپ تر هېلري کلېنټن مخکې دی.

که څه هم ټرمپ تر اوسه ۲۴ انتخاباتي رایې خپلې کړي خو دا یې په هغو ایالتونو کې ګټلي چې وار له مخه جمهوري غوښتونکي بلل شوي و.

تر اوسه پورې هېلري کلېنټن یوازې درې انتخاباتي رایې خپلې کړي دي.

په ځینو ایالتونو کې لا هم خلک د رایې ورکولو لپاره په کتارونو کې ولاړ دي.

د امریکا د شپږو ایالتونو د انتخاباتو لومړنۍ نتیجه به ډېر ژر معلومه شي.

دا شپږ ایالتونه جورجیا، جنوبي کارولینا، ویرجینیا، ویرمونټ، کینټکي او اندیانا دي چې د رایې ورکونې مرکزونه یې د ماښام په اوو بجو تړل شوي دي.

د دغو ټولو ایالتونو انتخاباتي رایې شپیته کېږي.

جورجیا، اندیانا، جنوبي کارولینا او کینټکي هغه ایالتونه دي چې تېر وار پکې د جمهوري غوښتونکو رایې پخې وې.

په دې ډله کې یوازې وېرمونټ د ډیموکراټانو دی.

په تېرو دوو انتخاباتو کې په ویرجینیا کې ډیموکراټانو رایې ګټلي دي.

د امریکا د جمهوري ریاست د څوکۍ د ګټلو لپاره سږ کال د ۲۷۰ انتخاباتي رایو ګټلو ته اړتیا ده.

هر کاندید که دا معیار پوره کړي د امریکا ولسمشرۍ ته رسېږي.

تر دې مخکې لږترلږه ۴۵ میلیونه د رایې ورکولو په شرایطو برابرو امریکایانو د پوستې له لارې خپلې رایې ورکړې دي.

د امریکا په بېلابېلوایالتونوکې لا هم خلک ډلې – ډلې د راییو ورکولو مرکزونو ته په کتار ولاړ دي څو خپله رایه وکاروي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG