د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۳

ټرمپ د امریکا متحده ایالاتو د انتخاباتو ګټونکی شو

ډونالډ ټرمپ د ابتدایي نتایجو له مخې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشرۍ څوکۍ وګټله. ټرمپ د ویسکانسن ایالت په ...

ډونالډ ټرمپ ۷۰ کلن دی.

ډونالد ټرمپ

هغه د ۱۹۴۶ میلادي کال د جون په ۱۴مه په نیویارک ښار کې زېږېدلی دی.

ټرمپ د ۱۹۴۶ کال د جون په ۱۴مه نیویارک کې زېږېدلی دی.

هغه اوس د نړۍ له ډېرو بډایو خلکو ګڼل کېږي.

خو له دیارلس کلنۍ تر نوې ځواني ټرمپ د نیویارک په پوځي اکاډمي کې زده‌کړې کړي دي او بیا یې د پنسلوانیا له پوهنتونه په اقتصاد کې لسانس اخیستی دی.

ټرمپ: اقتصاد کې لېسانس اخیستی.

هغه په پخه ځواني کې د خپل پلار په څېر د ودانیو جوړولو او خرڅولو کار پیل کړ او په امریکا کې ډېرو خلکو د کازینوګانو، رسټورانټونو او دنګو ودانیو د جوړولو له امله پېژندلی و.

په نیویارک کې د ټرمپ ټاور په نوم ودانۍ يې یوه ښه بېلګه ده.

ټرمپ ټاور

د بري اول ګام‌یې ستر فکر کول او لوي فکر درلودل دی.

ډونالډ ټرمپ په خپلو دوو کتابونو «The Art of the Deal» او «The art of comeback» کې د تجارت په اړه خپله فلسفه توضېح کړې او دا نظر یې ډېر مشهور دی چې وايي «د بري اول ګام ستر فکر کول او لوی فکر درلودل دی.»

ټرمپ درې ودونه کړي.

ډونالډ ټرمپ درې ودونه کړي چې په خپل وخت کې یې ډېر شهرت ورکړ.

ایوانان زلنیچکوا، مارلاماپلس او د هغه اوسنۍ ښځه میلانیا ټرمپ د امریکا د مود او مطبوعاتو په ډګر کې ډېرې پېژندل شوې ښځې دي.

د هغه مېرمن میلانیا ټرمپ په خټه د سلووینیا او د نړۍ له پېژندل شویو موډلانو وه چې امریکا ته تر تګ وروسته‌یې له هغه سره واده وکړ.

ټرمپ ۵ اولادونه لري.

هغه پنځه اولادونه لري، درې زامن او دوې لورګانې.

ډونالډ ټرمپ په دولتي ادارو کې کار نه‌دی کړی او که د جمهوري ریاست ننني انتخابات وګټي ښايي د امریکا په تاریخ کې اول ولسمشر وي چې کله‌یې هم سیاسي مقام نه‌درلود.

د امریکا خلک ډلې ډلې د رأیو مرکزونو ته روان دي او د دې هېواد د ولسمشر ټاکلو لپاره رأیې ورکوي.

د رأیو مرکزونه د سې شنبې په سهار د واشنګټن پر وخت پر شپږ بجو چې د کابل پر وخت د ماسپښين درې نیمې بجې وې، پرانیستل شوو او د شپې پر دولس بجو به چې د افغانستان پر وخت د چهارشنبې د سهار نهه نیمې بجې کېږي، وتړل شي.

په انتخاباتو کې دوه عمده کاندیدان جمهوري غوښتونکي ډونالډ ټرمپ او ډموکراته هېلري کلېنټن دي چې په نیویارک کې د رأیو مرکزونو ته ولاړل او رأیې واچولې.

هېلري کلېنټن او د هغې خاوند بل کلېنټن خپل کورته نېږدې د رأیو مرکز ته ولاړل او رأیې وکارولې.

کلېنټن: په دې ټاکنو کې د ګډون احساس د بیان وړ نه‌دی.
کلېنټن: په دې ټاکنو کې د ګډون احساس د بیان وړ نه‌دی.

هغې په دې مرکز کې خلکو ته وویل:

"زه ډېره زیاته خوشحاله یم، بې‌حده خوشحاله یم، په دې ټاکنو کې د ګډون احساس د بیان وړ نه‌دی ځکه ډېر زیات خلک د دې انتخاباتو پایلې ته منتظر دي."

ډونالډ ټرمپ او ښځې یې میلانیا د رأیې ورکولو لپاره د نیویارک ښار په منهاتن سیمه کې د رأیو ورکولو یوه مرکز ته تللي وو او هلته‌یې راغونډو شویو خلکو ته وویل:

"اوس هر څه سم او ډېر ښه برېښي، نن ورځ په زړه پورې ده، زه له تاسو مننه کوم."

ټرمپ: نن ورځ په زړه پورې ده.
ټرمپ: نن ورځ په زړه پورې ده.

د ټرمپ له ورتګه سره د دې مرکز دباندې د سلو تنو یوې ډلې د "نیویارک له تاکرکه لیرې" شعارونه ورکړل خو یو شمېر پلویانو یې د ملاتړ نارې وهلې.

د امریکا خلک به نن خپل ۴۵ ولسمشر یا ولسمشره وټاکي.

د امریکا په یو شمېر ایالتونو کې ځانګړي امنیتي تدابیر نیول شوي او اضافي پولیس د رأیو مرکزونو د امنیت ټینګولو لپاره په دندو ګمارل شوي دي.

د امریکا د جمهوري ریاست د انتخاباتو پایلې به د چهارشنبې په سهار د کابل په وخت په نهه نیمو بجو چې د واشنګټن په وخت د شپې دولس بجې کېږي، اعلان شي.

د امریکا د جمهوري ریاست انتخاباتو ګټونکی یا ګټونکې به د ۲۰۱۷ میلادي کال د جنورۍ په شلمه د خدمت لوړه کوي او له همدې ورځې به په سپنیه ماڼۍ کې کار پيلوي.

د امریکا د ولسمشرۍ لپاره د ډموکرات ګوند کاندیدې هېلري کلېنټن په نیویارک کې خپله رأیه وکاروله.

میلیونونه امریکایان د خپل نوي ولسمشر د ټاکلو لپاره د رأیو مرکزونو ته ځي.

د امریکا په ختیځ کې په ډېرو برخو کې د رأیې ورکولو مرکزونه پرانیستل شوه، خو په نیو همپشایر ایالت کې بیا له وړاندې ډېرو کسانو رأیې کارولې دي.

هېلري کلېنټن نن د ورځې په لومړیو کې په شمالي کارولینا کې خپلو پلویانو ته وویل:

کلېنټن: ما د یوې پیاوړې، سمې او شفافې امریکا لپاره رأیه ورکړه.
کلېنټن: ما د یوې پیاوړې، سمې او شفافې امریکا لپاره رأیه ورکړه.


"کله چې ستاسو ماشومان او لمسیان ستاسو نه پوښتنه کوي چې په ۲۰۱۶ کال کې چې هرڅه مهیا وه تاسو څه وکړه؟ تاسو به وکولای شئ چې ورته ووایاست چې ما د یوې پیاوړې، سمې او شفافي امریکا لپاره رأیه ورکړه، یوه داسې امریکا چې پلونه به په‌کې جوړوو نه دېوالونه."

په دغو انتخاباتو کې د ډموکراټ ګوند کاندیده هېلري کلېنټن د جمهوري غوښتونکي رقیب ډونالډ ټرمپ په وړاندې سیالۍ ته ولاړه ده.

ډونالډ ټرمپ د انتخاباتو د ورځې په لومړیو کې په میشګان ایالت کې خپل پلویان وهڅول چې ده ته رأیه ورکړي.

نوموړي زیاته کړه:

ټرمپ: موږ به په ګډه یو ځل بیا امریکا شتمنه کړو.
ټرمپ: موږ به په ګډه یو ځل بیا امریکا شتمنه کړو.

"موږ به په ګډه یو ځل بیا امریکا شتمنه کړو، موږ به امریکا بیا پیاوړې کړو، موږ به ا مریکا بیا خوندي کړو او یو ځل بیا به امریکا تر ټولو ښه کړو."

د امریکا دغه انتخابات چې د هغه هېواد په تاریخ کې تر ټولو ډېر اختلافي ګڼل شوي دي څه باندې ۴۶ میلیونه وګړو له وړاندې د اېمېلونو او یا هم د رأیو مرکزونو له لارې خپلې رأیې کارولې دي.

په دې معنی چې شاوخوا څلوېښت فیصده امریکایانو له وړاندې خپلې رأیې کارولې دي.

شاوخوا څلوېښت فیصده امریکایانو له وړاندې خپلې رأیې کارولې دي.
شاوخوا څلوېښت فیصده امریکایانو له وړاندې خپلې رأیې کارولې دي.


د ورځې په لومړیو کې د راپورونو له مخې په هغو عمده ایالتونو کې چې ډونالډ ټرمپ باید سپینې ماڼۍ ته د رسېدو لپاره ډېرې رأیې په‌کې خپلې کړي لکه فلوریدا، نوادا او کلورادو کې هسپانویانو تر وخت دمخه ډېرې رأیې کارولې دي.

په فلوریډا کې د ۶،۴ میلیونه رأی ورکوونکو شمېر ښیي چې هلته ډموکراتان د ۳۹،۹ فیصده رأیو سره تر جمهوري غوښتونکو چې ۳۸،۵ فیصده رأیې یې خپلې کړي، وړاندې دي.

په شمالي کارولینا کې هم ډموکراټان ۴۲ او جمهوري غوښتونکي ۳۲ فیصده رأیې لري.

په کلورادو کې دواړه سیالانو له مجموعي۷۰ فیصده له وخته مخکې رأیو څخه تقریباً مساوي دي.

داسې ښکاري چې ټرمپ په اریزوینا، ایوا او اوهایو کې وار له مخه د رأیو له اړخه مخکې دی.

د رأیو وروستۍ نتیجه به د نومبر پر نهمه نېټه اعلان شي.

د دغو انتخاباتو ګټونکی به د امریکا ۴۵ ولسمشر وي او د راتلونکې جنورۍ میاشتي په شلمه به د لوړې مراسمو پر ځای کولو سره د اوباما ځای نیسي.

د امریکا د متحده ایالتو د ولسمشرۍ انتخابات نن ترسره کېږي، خو د دغه هېواد انتخاباتي سیسټم له نورې نړۍ سره توپیر لري، په یو شمېر ایالتونو کې وار له مخه هم ځینې خلک چې د انتخاباتو په ورځ ستونزه لري، رأيې ورکولای شي.

وار له مخه رأيې د پخوانیو انتخاباتو په پرتله دا ځل خورا زیاتې دي.

د امریکا د انتخاباتو څارونکي خبر ورکوي چې په امریکا کې تر انتخاباتو مخکې په بې‌سارې ډول رأيې اچول شوي دي.

د څارونکو په وینا تر ټولو ډېرې رأيې هسپانوي امریکایانو کارولي دي چې له دې سره داسې ښکاري چې د ډموکراټ ګوند د کاندیدې هېلري کلېنټن پله په دې رأیو کې درنه شوې ده.

وار له مخه رأيې ورکول د انتخاباتو له ورځې پنځوس ورځې مخکې پیلېږي.

په امریکا کې مېشت د سیاسي چارو کتونکی شفیق همدم

په امریکا کې مېشت د سیاسي چارو کتونکی شفیق همدم د دغو وار له مخه رأیو په اړه ازادي راډیو ته وویل:

"په ځینو ایالتونو کې هم داخلي حزبي انتخابات او هم ملي انتخابات مخکې تر وخت ترسره کېږي. دلیل‌یې دا دی چې دغه انتخابات نه‌یوازې د جمهوري ریاست انتخابات دي، دا د ولایتي شوراګانو، کانګرس او سنا انتخابات هم دي. همدا علت دی چې دلته په امریکا کې دا رأيې ورکول له پخوا پیل شوي خو په نهایت کې ملي ورځ د نومبر اتمه ده."

اسوشیټېډ پرېس اژانس خبر ورکوي چې لږ تر لږه درې څلوېښت اعشاریه دوه میلیونه کسانو د نوومبر تر اوومې نېټې پورې رأيې ورکړې دي او داسې اټکل کېږي چې وار له مخه تر پنځوس میلیونه ډېرې رأيې وکارول شي.

دا شمېره د امریکا د ټولو رائیو ورکوونکو څلوېښت په سلو کې رأيې جوړوي.

په ۲۰۱۲ کال کې شپږ څلوېښت میلیونه کسانو د انتخاباتو تر ورځې مخکې رأيې ورکړې وې.

هسپانیایي امریکایانو په فلوریډا، نوادا او کلورادو کې وار له مخه رأيې ورکړې دي.

دا هغه ایالتونه دي چې ډونالډ ټرمپ باید په‎کې انتخابات وګټي څو سپینې ماڼۍ ته لاره پیدا کړي.

فلوریډا کې شپږ اعشاریه څلور میلیونه وار له مخه رأيې اچول شوي، د اسوشیټېډ پرېس اژانس د راپور له مخې تر اټکل درې څلور برابره ډېرې رأيې ورکړل شوې دي.

دلته ډیموکراټانو نهه دېرش اعشاریه نهه فیصده او جمهوري غوښتونکو اته دېرش اعشاریه پنځه فیصده رأيې خپلې کړې دي.

شمالي کارولینا کې هم تر اټکل ډیرې رأيې اچول شوي، دلته ډموکراتانو دوه څلوېښت او جمهوري غوښتونکو ته دوه دېرش فیصده رأيې ورکړل شوي.

د هېلري کلېنټن د کمپاین مسؤل روبي موک وویل، وار له مخه نتیجې پر دې دلالت کوي چې ډموکراټان به نن په ډاډه زړه رأيې ورکړي او اعتماد به‌یې پیدا کړی وي چې دوی مخکې دي.

موک «اې. بي. سي» ټلوېزیون ته وویل، زه وار له مخه رأیو ته ډېر ځیر یم، په فلوریډا کې په تېرو دوو ورځو کې د پام وړ رأيې اچول شوي، همداراز په شمالي کارولینا او یو شمېر نورو سیمو کې چې زموږ لپاره‌یې نتیجه ډېره هڅوونکې او مثبته ده.

په نوادا کې هم د هېلري کلېنټن لپاره وار له مخه دوه څلوېښت فیصده او ډونالډ ټرمپ ته شپږ دېرش فیصده رأيې ورکړل شوي دي.

ډونالډ ټرمپ بیا په وار له مخه رأیو کې په ارېزونا، لووا او اوهایو کې مخکې دی.

په ارېزونا کې ټرمپ څلوېښت فیصده او هېلري کلېنټن څلور دېرش فیصده رأيې اخیستې دي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG