د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۷

د لویو ترورېستي ډلو پر یوځای کېدو د دفاع وزارت عکس‌العمل


د افغانستان ملي دفاع وزارت وايي، د وسله‎والو او ترورېستي ډلو د یوځای کېدو له امکانه ځانګړې اندېښنه نه‎لري او دا به د دوی پر دریځ یا پوځي عملیاتو اغېز ونه‎کړي.

د ملي دفاع وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش پرون دوشنبه ازادي راډیو ته وویل، د دې ډلو یوځای کېدل به امنیتي ستونزې زیاتې کړي خو د دوی پر دریځ اغیز نه‎شي کولای.

د ملي دفاع وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش
د ملي دفاع وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش

محمد رادمنش زیاته کړه:

"هغه فورمول چې دا ډلې ښايي یوځای شي، تهدیدونه زیاتولای شي خو که وکتل شي، دې ډلو مخکې هم هڅه کړې چې په ګډه د دولت لپاره ستونزې جوړې کړي. په هر حال کې موږ به که دا ډلې یوځای وي یا متفرقې، زموږ اقدامات به هماغسي وي. زموږ په باور دا ډلې د خپلو ګټو پر اساس، که سره یوځای هم شي د لنډې مودې خبره به وي او بېرته به متفرقې شي."

افغانستان کې د امریکايي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال نېکلسن د یکشنبې په ورځ امریکايي ټلوېزیون «اېن، بي، سي» او انډين اېکسپرېس خپرونې ته په جلا-جلا مرکو کې وویل چې وسله‎وال طالبان، د حقاني شبکه، لشکرطیبه او د القاعدې غړي سره مدغم کېدونکي دي.

دې لوړ رتبه امریکايي جنرال ویلي چې طالبان او د حقاني شبکه لاهم په پاکستان کې خوندي ځایونه لري او هغوی ته اجازه ورکول کېږي چې په افغانستان کې حملې وکړي.

افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو دې قوماندان په وینا د حقاني شبکې، وسله‎والو طالبانو، لشکرطیبه او د القاعدې غړو مدغم کېدل دا معنی لري چې ترورېستان به د هندیانو او امریکایانو د ګټو پر ضد د حملو لپاره د افغانستان له خاورې د اډې په ډول کار اخلي.

جنرال نېکلسن ویلي چې د امریکا دفاع وزارت ته‌یې خپله اندېښنه وړاندې کړې او د دفاع وزیر اشټون کارټر ته‌یې ویلي چې په پاکستان کې د حقاني پر شبکې کافي فشار نه‎دی راوستل شوی.

د ناټو قاطع ملاتړ مأموریت قوماندان جنرال جان نېکلسن
د ناټو قاطع ملاتړ مأموریت قوماندان جنرال جان نېکلسن

د پاکستان حکومت ملکي یا پوځي چارواکو د جنرال جان نېکلسن د وروستیو څرګندونو په اړه غبرګون نه‎دی ښودلی خو د افغانستان دفاع وزارت وايي چې د ترورېزم پر ضد مبارزه به‌یې جاري وي او وسله‎والو ډلو ته به اجازه نه‌ورکوي چې د افغانستان له خاورې د هېڅ بل هېواد د ګټو پر ضد کار واخلي.

د افغانستان حکومت ټینګار کوي چې د هغو وسله‎والو لپاره د مذاکرو او سولې دروازه پرانیستې ده چې له وسله‎والو فعالیتونو لاس اخلي او د دې هېواد د اساسي قانون په چوکاټ کې فعالیت ته تیاری څرګندوي.

په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو قوماندان انډین اېکسپرېس او «اېن، بي، سي» ټلوېزیون ته ویلي چې پاکستان له یوې خوا وسله‎وال طالبان د سولې خبرو ته هڅوي او له بل لوري حقاني شبکه هلته پناهځایونه لري او په افغانستان کې حملې کوي.

XS
SM
MD
LG