د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۵

ګارډین: ملا هبت‌الله اخندزاده د سولې خبرو لپاره هڅې پيل کړي


په داسي حال کې چې ډېر افغانان د سولې د خبرو په نوم په روانو هلو ځلو شک څرګندوي د طالبانو په قول ویل شوي چې د دې ډلې مشر د سولې د پروسې د چټکولو هلې ځلې کوي.

طالب سرچینو ګارډین ورځپاڼې ته ویلي چې د دې ډلې د قطر سیاسي دفتر پلاوی د پاکستان له امنیتي چارواکو سره د سولې د پروسې په اړه خبرې کوي.

دا راپور وروسته له دې خپرېږي چې همدې ورځپاڼې په قطر کې د افغانستان د حکومت او طالبانو د پټو خبرو په اړه راپور خپور کړ او ورپسې پاکستان ته د طالبانو د درې کسیز پلاوي سفر تائید شو.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد تائید کړه چې د دوی د قطر سیاسي دفتر پلاوی پاکستان ته تللی، خو ده د سولې د خبرو احتمال رد کړ.

مجاهد:زموږ پلاوی له قطر څخه پاکستان ته تللی.
مجاهد:زموږ پلاوی له قطر څخه پاکستان ته تللی.

مجاهد وویل:

"زموږ پلاوی له قطر څخه پاکستان ته تللی چې د افغان مهاجرو پر ستونزو خبرې وکړي او د ځینو مدرسو په باب وغږېږي چې په وروستیو کې بندې شوي دي."

سږ کال دوبی هم د طالبانو د قطر دفتر پلاوی اسلام‌اباد ته تللی و او طالبانو ظاهراً اعلان وکړ چې د کډوالو پر مسئلې له پاکستاني چارواکو سره خبرې کوي.

په همدې حال کې پاکستان په کوټه کې د طالبانو څو مدرسې چې ترورېستان په‌کې روزل کېدل، د افغانستان په غوښتنه بندې کړې او څو طالب مشران‌یې ونیول.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد پاکستان ته د طالبانو د قطر سیاسي دفتر پلاوي د سفر هدف د ځینو مدرسو د بندېدو او کډوالو په اړه له پاکستاني چارواکو سره خبرې بللي، خو طالب سرچینو ګارډین ته ویلي چې د طالبانو پلاوی د نورو مسئلو تر څنګ د سولې د احتمالي خبرو د څرنګوالي په اړه د پاکستان له امنیتي چارواکو سره سلامشورې کوي.

سره له دې چې د سولې خبرو ته یو وار بیا خوشبیني زیاته شوې خو یو شمېر افغانان شک څرګندوي، وايي چې هر کال د هوا او د جګړې له سړېدو سره د سولې خبرې تودېږي خو چې هوا توده شوه، بېرته جګړه زور واخلي.

ذبیح‌الله مجاهد وویل:

"پاکستان ته تللي طالبان به د سولې د خبرو او له پاکستان سره د وروستیو معلوماتو د شریکولو په شمول پر بېلابېلو موضوعاتو وغږېږي."

د ګاردین راپور پر اساس د طالبانو ځیني مشران پر دې اعتراض لري چې د دوی د قطر دفتر غړي په داسې ډول پاکستان ته تللي لکه دغه هېواد چې جلب او احضار کړي وي.

XS
SM
MD
LG