د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۵

رادمنش: افغان ځانګړو ځواکونو روان کال کې ۳ زره عملیات ترسره کړي


افغان ځانګړو ځواکونو د روان میلادي کال له پیل راهیسې تر اوسه پورې درې زره عملیات ترسره کړي دي.

د افغانستان دفاع وزارت وايي، دا عملیات د طالبانو او د اسلامي دولت په نامه ډلې یا داعش پر ضد شوي دي.

د دفاع وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش وايي، افغان ځانګړو ځواکونو په روان میلادي کال کې د خپل ظرفیت او توانمندۍ له مخې په درې زرو عملیاتو کې ونډه اخیستې ده.

رادمنش: افغان ځواکونو ۳زره ځانګړو عملیاتو کې ونډه اخیستې.
رادمنش: افغان ځواکونو ۳زره ځانګړو عملیاتو کې ونډه اخیستې.

نوموړي امریکايي ورځپاڼې «سټرایپس اېڼد سټارز» ته ویلي دا ډېر زیات عملیات دي خو د هغه په خبره د دښمن فعالیتونو ته په پام سره اوس هم کافي نه‌دي.

دفاع وزارت وايي، طالبان دا مهال د افغانستان د ۳۴ ولایتونو له جملې څخه د هلمند، کندز، ننګرهار او ارزګان ولایتونو په شمول په یو شمېر سیمو کې زیات بریدونه کوي او همدې ته په پام سره د وسله‌والو د ځپلو لپاره د ځانګړو ځواکونو عملیاتو ته زیاته اړتیا ده.

په همدې حال ائتلافي ځواکونه وايي چې د دوی سرتېرو سږ کال یوازې شل په سلو کې عملیاتو کې له افغان ځانګړو ځواکونو سره مرسته کړې ده.

د ائتلافي ځواکونو ویاند جنرال کلېفلېڼد وايي امریکايي ځواکونه د هوايي بریدونو په برخه کې او ناټو په استخباراتي او ټرانسپورتي ساحه کې له افغان ځانګړو ځواکونو سره همکاري کوي.

سټرایپس اېڼد سټارز ورځپاڼه وايي، افغان ځانګړي ځواکونه چې له اردو او پولیسو جوړ شوي شمېر یې شاوخوا ۱۷ زرو ته رسېږي او د طالبانو د قوماندانانو او بم جوړونکو تأسیساتو پر ضد د خاصو عملیاتو لپاره روزل شوي دي.

ناټو وايي، د افغان ځانګړو ځواکونو زیاتره عملیات په خپله د همدغو ځواکونو له‌خوا پلان او ترسره کېږي.

خو نړیوال ځواکونه د امنیت د ټینګښت په برخه کې له اړتیا زیات له افغان ځانګړو ځواکونو څخه په استفادې اندېښنه هم څرګندوي.

که څه هم افغان ځواکونه د ناټو په ملاتړ د دولت د وسله‌والو مخالفانو لاسو ته د لویو ښارونو د پریوتو په مخنیوي کې بریالي شوي دي، خو د افغان چارواکو په وینا د توقع خلاف یو شمېر وسله‌وال افغانستان ته داخل شوي او په مختلفو جبهو کې يې افغان ځواکونه له چلنجونو سره مخامخ کړي دي.

سټرایپس اېنډ سټارز ورځپاڼه وايي، په روان میلادي کال کې د افغانستان مختلفې سیمې د زیات تاوتریخوالي او جګړو شاهدې دي.

د ملګرو ملتونو د تازه راپور له مخې په تېرو ۹ میاشتو کې نېږدې اته زره او څلور سوه ملکي افغانان مړه او ټپیان شوي چې اکثریت‌يې د دولت د وسله‌والو مخالفانو د بریدونو قرباني شوي دي.

XS
SM
MD
LG