د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۵

د والي ویاند: د جوزجان درزاب کې داعشیانو پر طالبانو حمله کړې


د جوزجان ولایت سیمه‌ییز چارواکي وايي چې د یاد ولایت په درزاب ولسوالۍ کې د وسله‌والو طالبانو او داعش وسله‌والو تر منځ جګړه شوې ده.

د جوزجان والي ویاند محمد رضا غفوري ازادي راډیو ته وویل چې دغه نښته تېره شپه د یادې ولسوالۍ په چنانک سیمه کې د طالبانو پر پټن‌ځای د داعشیانو د حملې پر مهال رامنځته شوې ده.

ښاغلي غفوري زیاته کړه چې په دغې نښته کې د الله داد قصاب په نوم د وسله‌والو طالبانو یو مهم قوماندان وژل شوی او ۹ تنه نور وسله‌وال‌یې داعشیانو له ځان سره بولي دي.

تر دې وړاندې د جوزجان ولایت امنیتي چارواکو ویلي و چې وسله‌والو طالبانو او داعش وسله‌والو په درزاب ولسوالۍ کې فعالیت پیل کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې د افغان ولسمشر لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم شمال ته د داعش وسله‌والو د تګ په اړه خبر ورکړی و.

تر دا مهاله دې دواړو وسله‌والو ډلو په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

XS
SM
MD
LG