د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۸

ویسا: افغان حکومت او طالبانو بیا قطر کې پر سوله غږېدلي


کابل چاپ ورځپاڼو خپلو ننیو ګڼو کې له طالبانو سره د افغان حکومت د سولې د خبرو څخه د سعودي چارواکو د ملاتړ په اړه یو شمېر مطالب چاپ کړي دي.

ویسا:

ویسا خپلواکې ورځپانې خپل د سر په مطلب کې لیکلي دي، افغان حکومت او طالبانو یو ځل بیا په قطر کې د سولې خبرې پیل کړي دي.

په مطلب کې د ګارډین بریتانیايي ورځپاڼې په حواله لیکل شوي چې د ملي امنیت رئیس معصوم ستانکزي په قطر کې د ملا عمر د ورور په مشرۍ د طالبانو له یو لوړ پوړي پلاوي سره په تېر سېپټمبر او روانې اکتوبر میاشت کې دوه ځلي لیدلي او دغه لړۍ لا هم روانه ده.

په مطلب کې وړاندې د سرچینې په حواله راغلي چې ډېر ژر به د کوتې شورا په استازیتوب د طالبانو د پخواني مشر ملا عمر زوی ملا یعقوب هم په دغو مذاکراتو کې برخه واخلي.

په مطلب کې راغلي چې د قطر په خبرو کې د امریکا د سفارت یو ډیپلوماټ هم ګډون لري خو د امریکا سفارت او افغان حکومت د دغو پټو خبرو په اړه څه نه دي ویلي.

هېواد:

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا د همدې خبر په حواله په خپله سر مقاله کې لیکلي چې افغان حکومت تل د هرې وسله‎والې مخالفې افغان ډلې پر مخ د سولې دروازې پرانیستې ساتلي او د سولې لپاره خبرو ته چمتو دی.

د سر مقالې لیکوال وړاندې لیکي چې دا وروستۍ هلې ځلې په داسې وخت کې زور اخلي چې پاکستان تر سختو فشارونو لاندې دی او افغان پلاوی سعودي عربستان تللی چې د دغه هېواد او خلیجي هېوادونو ملاتړ تر لاسه کړي.

په سر مقاله کې دغه شان دغې مسئلې، له حزب‎اسلامي سره د افغان حکومت د سولې تفاهم‎لیک او له افغان سولې څخه د نړیوالو ملاتړ ته په اشارې سره له طالب مشرانو سره په دا شان یو وخت کې د سولې خبرې هیله بخښونکې ښودلې دي.

سرنوشت:

سرنوشت خپلواکې ورځپاڼې بیا په خپل یو مطلب کې لیکلي، سعودي چارواکو ویلي چې له افغانانو سره د سولې راوستلو په برخه کې همکارۍ ته چمتو یو.

په مطلب کې وړاندې راغلي، اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله سعودي عربستان د خپل سفر په ترڅ کې له سعودي چارواکو سره په خبرو کې ویلي چې افغان حکومت د سولې لپاره ټینګ هوډ لري او په دې برخه کې د سعودي د شاهي حکومت همکاریو ته هیله من دی.

په مطلب کې دا هم ویل شوي چې د سعودي عربستان د وزیرانو شورا مرستیال د افغان حکومت له اجرائیه رئیس سره په کتنه کې ویلي، هېواد یې چمتو دی چې له افغانانو سره د سولې په برخه کې همکاري وکړي.

XS
SM
MD
LG