د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۱

فیصل: سعودي د افغان سولې په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړ


د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله چې د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ ریاض ته تللی نن سې شنبه د سعودي عربستان له پاچا سره ولیدل او د سولې په برخه کې یې د افغانستان د حکومت پر هڅو خبرې ورسره وکړې.

د اجرائیه ریاست د ویاند مرستیال جاوید فیصل وايي، د سعودي عربستان له پاچا سلمان بن عبدالعزیز سره د اجرائیه رئیس په لیدنه کې پر یو لړ مهمو مسئلو خبرې وشوې.

نوموړي زیاته کړه د افغانستان سوله او امنیت او د افغانستان او پاکستان تر منځ اړیکې هغه څه وو چې په دې لیدنه کې بحث ورباندې وشو.

جاوید فیصل
جاوید فیصل

جاوید فیصل تر دغو خبرو وروسته ازادي راډیو ته وویل:

"اجرائیه رئیس نن د عربستان له پاچا سره ولیدل او په دې ترڅ کې یې د افغانستان د سولې او امنیت او هم د افغانستان او پاکستان تر منځ اړیکو، په عربستان کې افغان کارګرو ته د کار جواز او په هغه هېواد کې د افغان کارکوونکو د پاسپورټونو پر اړولو بحث وشو."

اجرائیه رئیس د سعودي له پاچا سره د خبرو پر مهال افغانستان د ترورېزم قرباني وباله او له ترورېستانو سره‌یې د ځینو هېوادونو د همکارۍ په اړه اندېښنه وښوده.

عبدالله عبدالله ویلي تر هغو چې له ترورېستانو سره همکاري بنده نه‌شي، هېواد به‌یې په ستونزو کې راګېر وي.

نوموړي په دې برخه کې له ریاضه د همکارۍ غوښتنه وکړه.

جاوید فیصل زیاته کړه چې د سعودي پاچا سلمان بن عبدالعزیز په همدې خبرو کې د افغانستان د سولې څخه ملاتړ وښود او په دې اړه‌یې د خپل هېواد د هر ډول همکارۍ ژمنه وکړه.

ښاغلي فیصل په دې اړه وویل:

"د عربستان پاچا وویل چې خپل ټول امکانات به د افغانستان حکومت په واک کې ورکړي څو د سولې راوستلو په برخه کې کار ترې واخیستل شي، هغه دغه‌راز وویل چې طالبان باید د سولې لپاره د نېک نیت په توګه مخکې تر دې چې د سولې مذاکراتو ته راځي، باید بریدونه ودروي او د خلکو له وژنو لاس واخلي."

د یادونې وړ ده چې په دې سفر کې د هغو افغان کارګرو د ستونزو په اړه خبرې وشوې چې په پاکستاني پاسپورټونو په سعودي عربستان کې کار کوي.

سعودي ومنله چې دغو ټولو کارګرو ته به افغاني پاسپورټونه ورکړل شي.

سعودي عربستان ته به د ښاغلي عبدالله په مشرۍ د تللي پلاوي سفر درې ورځي دوام وکړي.

په دې سفر کې د افغانستان د پوهنې، لوړو زده‌کړو او عدلیې وزیرانو له خپلو عرب سیالانو سره ولیدل او یو لړ موافقې یې تر منځ شوې دي چې تر ټولو مهمه‌یې د افغان زده‌کوونکو لپاره د څلور سوه تحصیلي بورسونو ورکول دي.

XS
SM
MD
LG