د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۷

د افغان کډوالو ستنېدو په اړه له تهران او اسلام اباد نه د کابل غوښتنه


په ایران او پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو په اړه په جوړې شوې څلور اړخیزې غونډې کې د افغان حکومت اجرائیه رئیس له ایران او پاکستان څخه وغوښتل چې له افغان کډوالو سره دې د نړیوالو بشري قوانینو سره سم انساني چلند وکړي.

د جمعې په ورځ په جینوا کې دا غونډه د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ په نوښت په ایران او پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو د ستونزو او هېواد ته د دوی د ستنېدو د غوره لارو چارو د موندلو په هدف جوړه شوې وه.

په دې غونډه کې د افغانستان اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله له ګاونډیو دوو هېوادونو وغوښتل چې له افغان کډوالو سره دې د نړیوالو قوانینو سره سم انسان دوستانه چلند وکړي او هغوی دې په زور له خپل هېواد څخه وتلو ته نه اړباسي.

اجرائیه رئیس ددې څلور اړخیزې غونډې ګډونوالو ته وویل، د دې ورستنو شویو کډوالو لپاره اساسي خدمتونه برابرول او د دوی د لومړنیو اړتیاوو پوره کول د افغان حکومت لومړیتوب دی، خو ښاغلي عبدالله د کډوالو پر کوربه هېوادونو غږ وکړ چې د افغان کډوالو د ستنېدو پروسه دې په خپله خوښه او تدریجي وساتي:

عبدالله: د افغان کډوالو سنتېدل دي په خپله خوښه او تدریجي وي.
عبدالله: د افغان کډوالو سنتېدل دي په خپله خوښه او تدریجي وي.

"زه غواړم چې په دې غونډه کې له ټولو شریکو خواوو وغواړم، څو د په خپله خوښه د افغان کډوالو د ستنېدو په اړه زموږ ترمنځ د شویو درې اړخیزې موافقې د عملي کېدو په اړه ټول ممکن اقدامات وکړي، څو راستنېدنه پایداره و اوسي، د کډوالو خپل هېواد ته ستنېدل په خپله خوښه وي، دوی د ستنېدو په اړه ښه پوه شوي وي او د مصونیت او درنښت په شرایطو کې د افغان کډوالو ستنېدل تر سره شي."

افغان اجرائیه رئیس زیاته کړه، افغان کډوالو ته باید کافي وخت ورکول شي چې په کوربه هېواد ونو کې خپلې تجارتي، کورنۍ او نورې چارې په حوصله پای ته ورسوي او په ډاډه زړه هېواد ته ستانه شي.

نوموړي په ځانګړې توګه د کډوالو لپاره د پاکستان له خوا ټاکل شوی ضرب الاجل ته ګوته ونیوله چې دده په وینا دا موده باید وغځول شي.

پېښور کې افغان کډوال
پېښور کې افغان کډوال

ښاغلي عبدالله په کابل کې د مهاجرینو له مشرانو سره خپلې کتنې او د هغوی غوښتنو ته په اشارې وویل چې د کډوالو د راستنېدو په برخه کې دې ټول لورې بیروکراتیکي ستونزې لرې او د هغوی لپار دې ددې بهیر دفتري او اداري چارې ساده کړي.

عبدالله عبدالله د راستنېدونکو کډوالو او په هېواد کې دننه بې ځایه شویو کورنیو لپاره، د خپل حکومت پلانونه هم بیان کړل او ویې ویل چې د سولې او پرمختګ په ملي چوکاټ کې یوه لویه برخه همدې مسئلې ته ځانګړې شوې ده.

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ مشر «فلیپو ګرانډي» په دې غونډه کې په بروکسل کې له افغانستان سره د مرستو شویو ژمنو ته په اشارې وویل، دا مرستې او د افغانستان د سولې او پرمختګ د ملي پلان عملي کیدل به په افغانستان کې د کډوالو لپاره د ژوند مناسب شرایط برابر کړي.

نوموړي هم له له ایران او پاکستان هېوادونو وغوښتل چي له کډوالو سره د نړیوالو تړونونو او قوانینو په رڼا کي چلند وکړي او د بیا راستنېدو پروسه یې تدریجی، په درنښت او له سیاسي کړکېچونو لرې وي.

افغان اجرائیه رئیس عبد الله عبدالله وايي، په روان کال کې به د هغو افغانانو شمېر یو میلیون ته ورسېږي چې له پاکستان، ایران او اروپايي هېوادونو څخه خپل هېواد ته ستنېږي او یا هم د بېلابېلو ستونزو له کبله په کور دننه بې ځایه کېږي.

په دې غونډه کې د پاکستان د کډوالو چارو وزیر عبدالقادر بلوڅ وویل، هېواد یې د افغان کډوالو په ستنولو کې د افغانستان سره د یو همکار په توګه چلند کوي.

د افغانستان د اجرائیه ریاست ویاند جاوید فیصل چې په دې غونډه کې موجود وو، د پاکستان د کډوالو چارو د وزیر ژمنې داسې یادې کړي:

جاوید فیصل
جاوید فیصل

"د پاکستان د کډوالو وزیر وویل چې حکومت یې د افغانستان په موافقه افغان کډوال له خپل هېواد وباسي او کله هم چې د کډوالو د ایستلو مسئله راځي له افغان چارواکو سره په سلا مشوره به دا کار کو، د نوموړي بله خبره دا وه چې دوی د روان کال له ډیسمبر میاشتې څخه د بل کال د مارچ د میاشتې تر پیل پورې چې په افغانستان کې د ساړه ژمي موسم دی، د افغان کډوالو د ایستلو پروسه او په دې برخه کې ټاکل شوی ضرب الاجل ځنډوي."

په دې څلور اړخیزه غونډه کې د ایران د کورنیو چارو د وزارت مرستیال «حسین ذولفقاري» د خپل هېواد په استازیتوب وویل چې ایران له لسیزو راهېسې د افغان کډوالو کوربه دی، خو اوس له نړیوالو ادارو غواړي چې له ایران سره د دې کډوالو په سمبالښت کې مرسته وکړي، ځکه د ده په وینا د ایران دولت په یوازې ځان نه شي کولی افغان کډوالو ته لازم شرایط برابر کړي.

په جینوا کې د افغان کډوالو په اړه د لوړې سطحې دا غونډه په داسې حال کې جوړېږي چې له ایران وروسته په دې وروستیو څو میاشتو کې په پاکستان کې هم د افغان کډوالو لپاره شرایط سخت کړی شوي دي.

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې د سپټمبر په میاشت کې له پاکستان څخه افغانستان ته د ستنېدونکو کډوالو شمېر په بې سارې توګه زیات شوی دی.

د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر سید حسین عالمي بلخي ازادي راډیو ته وویل په دې غونډه کې پریکړه وشوه چې په راتلونکو شلو ورځو کې به له پاکستان سره یوه بله درې اړخیزه غونډه کېږي چې په کې به په دې هېواد کې د مېشتو افغان کډوالو پر ستونزو خبرې کېږي.

XS
SM
MD
LG