د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۱

د افغانستان د انتخاباتي کمېسیونونو کمېشنران څنګه انتخابېږي؟


د افغانستان د انتخاباتي کمېسیونونو د کمېشنرانو غوراوي کمېته وايي، په دغو کمېسیونونو کې د غړیتوب لپاره د نوم لیکنې بهیر د روانې اوونۍ په پنجشنبې پای ته رسېږي.

د انتخاباتي کمېسیونونو د غړیتوب د ترلاسه کولو لپاره لېواله کسان د روانې اوونۍ تر پایه وخت لري چې غوښتنلیکونه او اسناد غوراوي کمېټې ته وسپاري.

دا کمېټه وايي، له پنجشنبې ورځې به د انتخاباتو کمېسیون او انتخاباتي شکایتونو کمېسیون د غړیتوب د ترلاسه کولو لپاره د ثبت شویو کسانو له ډلې به په شرایط برابر کاندیدان د غوراوي بل پړاو ته معرفي کړي.

د انتخاباتي کمېشنرانو د غوراوې کمېټې غړي او ویندوی یوسف رشید د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته وویل هڅه کوي څو په شرایط برابر کسان په یوه یا یوه نیم میاشت کې له ثبت شویو کسانو انتخاب کړي.

هغه زیاته کړه:

"له مخکې ۴۷۰ غوښتنلیکونه لرو چې د غوراوي پخوانۍ کمېټې ته یې سپارلي و اوس هم یو نوی فرصت لرو چې وګورو په مجموع کې څو کسان خپل غوښتنلیکونه سپاري، کله چې دا پروسه بشپړه شي د څېړنې پروسې پیلوو، تر هغه چې غوښتنلیکونه راځي موږ به خپل طرزالعمل باندې هم کار کوو څو نور هم دقیق شي او له موږ سره د اجرااتو په برخه کې مرسته وکړي."

د انتخاباتي کمېسیونونو د کمېشنرانو غوراوي کمېټه وروسته له هغه یو ځل بیا جوړه شوه او د چهارشنبې په ورځ یې خپله لومړۍ غونډه وکړه چې ولسمشر اشرف غني د انتخاباتو قانون توشیح کړ.

دا کمېته پنځه غړي لري چې په ترکیب کې یې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون، سترې محکمې،د اساسي قانون په تطبیق د څار خپلواک کمېسیون، مدني ټولنې او د ښځو له مدافعینو څخه ځینې کسان شامل دي.

د غوراوي کمېټه به له ثبت شویو کسانو څخه یو لیسټ جوړوي او بیا به یې جمهوري ریاست ته لېږي څو له ډلې یې اووه کسان د انتخاباتو کمېسیون او پنځه تنه نور د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون لپاره د کمېشنرانو په توګه انتخاب کړي.

اخوا د افغانستان د انتخاباتو د څار بنسټ وايي، حکومت د بروکسل نړیوال کنفرانس په درشل کې د انتخاباتي کمېسیونونو د کمېشنرانو د غوراوي کمېته جوړه کړې ده.

د دغه بنسټ رئیس جانداد سپین غر له ازادي راډیو سره په خبرو کې اندېښنه وښوده چې په افغانستان کې د انتخاباتي اصلاحاتو بهیر له بروکسل کنفرانس وروسته بیا ونه ځنډېږي.

جانداد سپین غر
جانداد سپین غر

هغه زیاته کړه:

"دغه وروستي اقدامات چې حکومت د اصلاحاتو په اړه کړي او د غوراوي کمېته یې جوړه کړې ده سره له دې چې هرکلی یې کوو خو دغه اقدامات د نړیوالې ټولنې تر فشار لاندې شوي او د بروکسل کنفرانس په خاطر شوي دي، زموږ سره اندېښنه ده چې که د بروکسل له کنفرانس څخه حکومت بېرته راوګرځي دغه بهیر له مشکل سره مخ نه شي."

له افغانستان سره د مرستو د تجدید په اړه د بروکسل نړیوال کنفرانس د اکتوبر په څلورمه او پنځمه جوړېږي چې نړیوالې ټولنې د افغان حکومت اصلاحات ورته تر هر څه زیات مهم بللي دي.

د انتخاباتي کمېشنرانو د غوراوي کمېټې ویاند یوسف رشید دا اندېښنې پر ځای بولي خو هیله ښيي چې نور د انتخاباتي اصلاحاتو پروسه له خنډ او ځنډ سره مخ نه شي.

راپور: صفي الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG