د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۰

لوګر کې د حزب اسلامي مشران وايي دا ډله د چا په خلاف نه‌ده


د حزب اسلامي مشران وايي چې دوی په هېواد کې د هېڅ‌چا په خلاف نه‎دي او نه د چا سره د مقابلې لپاره راځي، بلکې غواړي د نورو سیاسي او ټولنیزو قوتونو په خوا کې د هېواد په ابادۍ کې برخه واخلي.

دوی زیاتوي د حزب اسلامي مشرانو پرېکړه کړې، لکه څرنګه چې د روسانو د اشغال پر مهال دې حزب په جهاد کې پراخه ونډه درلوده، د هېواد په ابادۍ کې به هم ونډه اخلي او هڅه به کوي چې افغانان له شته بدمرغیو د هوساینې او سوکالۍ خواته راوباسي.

دوی یادې څرګندونې تېره ورځ په لوګر کې د سلګونو قومي مخورو او ځايي اوسېدونکو په هغې غونډه کې وکړې چې د حزب اسلامي او افغان حکومت د سولې د موافقې په ملاتړ جوړه شوې وه.

د حزب اسلامي د ولایتونو د برخې مشر مدیر سیدالرحمن واحدیار د غونډې ګډونوالو ته وویل، هر سیاسي او ټولنیز حرکت چې وغواړي له موږ سره ګډ کار وکړي حزب اسلامي ورته تیاری لري.

ښاغلي واحدیار زیاته کړه:

"موږ نه د چا په خلاف یو، نه د چا د مقابلې لپاره راغلي یو، موږ د خپل هېواد د ابادۍ لپاره راغلي یو، حزب اسلامي فیصله کړې ده، څرنګه چې د دې ملک په ازادۍ کې یې ۶۰ فیصده ونډه درلوده، غواړي چې د دې ملک په ابادۍ کې ۸۰ فیصده ونډه ولري، دا د حزب فیصله ده، دې مظلوم ملت ته به خدمت کوي، دا مظلوم ملت به له‎دې حالته باسي او دا به د هر چا سره چې دوی وغواړي همکارۍ ته تیار وي."

د لوګر ولایتي شورا رئيس قریب‌الله سعادت وايي چې د لوګر اوسېدونکي د افغان حکومت او حزب اسلامي تر منځ د سولې هوکړه‌لیک ته خوشحاله دي او له همدې کبله په خپله خوښه له ولسوالیو او لیرې پرتو سیمو دې غونډې ته راغلي دي.

قریب‌الله سعادت زیاتوي:

"کومه پرېکړه چې د سولې په باره کې د حزب اسلامي او دولت تر منځ شوې ده، ټول خلک ورته خوشحاله او ملاتړ یې کوي، نو په همدې خاطر دا خلک په خپل رضایت د ټولو ولسوالیو، کلیو او بانډو نه راغلي وو، دوی غوښتنه وکړه نور کسان هم چې د دولت سره په مخالفت کې دي، هغوی هم باید د سولې پروسې سره یو ځای شي."

د لوګر یو تن قومي مشر او مدني فعال قسیم خوشیوال له نورو وسله‎والو مخالفینو او د حکومت څخه له ناراضو ډلو او اشخاصو غواړي چې د دې هېواد د اوږده سیاسي او امنیتي کړکېچ د پای ته رسولو لپاره دې د سولې او روغې جوړې لاره انتخاب کړي.

قسیم خوشیوال زیاتوي:

"حزب اسلامي کوم پیمان د سولې چې دولت سره امضا کړی ده، دا په ټولو عرصو کې ان شاءالله ډېر مهم رول لري او دا دولت لپاره ډېره لویه لاسته راوړنه ده، د دې خبرې ارزو لرو چې نور مرور وروڼه هم دغې خبرې نه ګټه پورته کړي او راشي او دولت سره یو لاس شي."

یاده دې وي، د حزب اسلامي او افغان حکومت ترمنځ د سولې موافقه د پنجشنبې په ورځ لاسلیک شوه او تمه کېږي چې د ولسمشر غني او ګلبدین حکمتیار له‌خوا به هم لاسلیک شي.

د افغانستان د علماوو سرتاسري شورا هم د یادې موافقې ملاتړ کړی او د افغان حکومت پر نورو وسله‎والو مخالفینو يې غږ کړی چې د سولې او پخلاینې له پروسې سره یوځای شي.

XS
SM
MD
LG