د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۵

بیدار: سیمه ییزو پولیسو او ولسي پاڅونونو کې لاهم ماشومان شته


د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي، د افغانستان په ملي اردو، ملي پولیسو او ملي امنیت کې د ماشومانو څخه د سرتېرو په توګه د کارنه اخېستلو ته په دې وروستیو کې پاملرنه زیاته شوې، خو په سیمه ییزو پولیسو او ولسي پاڅونونو کې لا هم له ماشومانو څخه د سرتېرو په توګه کار اخېستل کیږي.

افغان ولسمشر اشرف غني په ۲۰۱۵ میلادي کال کې یو فرمان لاسلیک کړ چې له مخې یې له ماشومانو څخه د امنیتي ځواکونو په لیکو کې کار اخېستل جرم ګڼل شوی دی.

خو د فارین پالیسي خپرونه د بشري حقونو د یو شمېر فعالانو له خولې وايي، د افغان امنیتي ځواکونو په لیکو کې لا هم ماشومانو څخه په ځینو مواردو په ځانګړي توګه د سیمه ییزو پولیسو په لیکو کې د سرتېرو په توګه کار اخېستل دوام لري.

د فارین پالیسي خپرونه د بېلګې په توګه د واصل احمد په نوم د هغه لس کلن ماشوم یادونه کوي چې د ارزګان په ولایت کې د سیمه ييزو پولیسو په لیکو کې د طالبانو سره د جګړې له کبله کې مشهور شو او د روان میلادي کال په فبرورۍ میاشت کې ښوونځي ته په لاره د وسله والو له خوا ووژل شو.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي، د ولسمشر له فرمان وروسته افغان چارواکو د ملي اردو، ملي پولیسو او ملي امنیت په لیکو کې د ماشومانو څخه د سرتېرو په توګه د کار نه اخېستو مسئلې ته پاملرنه زیاته کړې، خو د سیمه ییزو پولیسو په لیکو کې لا هم دا ستونزه موجوده ده.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون ویاند رفیع الله بیدار
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون ویاند رفیع الله بیدار

د دې کمېسیون ویاند رفیع الله بیدار ازادي راډیو ته وویل:

"په اردو، ملي امنیت او د پولیسو په لیکو کې دې مسئلې ته پاملرنه شوې او په دې امنیتي ادارو کې د ماشومانو کارول په کافي اندازه کم شوي دي. خو زموږ موندنې ښيي چې په سیمه ییزو پولیسو کې لا هم ماشومان شته. همدارنګه په ولسي پاڅونونو کې هم له ماشومانو کار اخېستل کیږي."

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري هم د ملي اردو په لیکو کې د ماشومانو څخه د سرتېرو په توګه کار اخېستل په کلکه ردوي.

نوموړي ازادي راډیو ته وویل:

"هر سرتېری چې ملي اردو ته راځي د تذکرې له مخې باید اتلس کلن وي. د دولت دوه کارمندان یې هم باید تایید کړي. وروسته تر هغې یې استخبارات ګوري، بیا یې ډاکټر عمر او صحت تاییدوي. د جلب و جذب مرکز کې دا ټوله پروسه بیا تکراریږي. زموږ په هر جزوتام کې چې که چا تر اتلس کلنۍ کم څوک وموند، موږ یې په اړه سپیناوي ته چمتو یو."

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري
د افغانستان د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون ویاند رفیع الله بیدار وايي، د قانوني عمر د تثبیت مسئله په افغانستان کې چې ادارې یې له فساد خالي نه دي تل یوه ستونزه وه او ښايي د ځینې کم عمره کسانو عمر سم نه وي تثبت شوی او د امنیتي ځواکونو لیکو ته یې لاره موندلې وي.

ښاغلی بیدار وايي، په عمومي توګه د ماشومانو څخه په جګړه کې د کار اخېستلو یو مهم اړخ د دولت وسله وال مخالفان دي چې هغوی باید په جګړو کې د ماشومانو له کارولو لاس واخلي.

د رفیع الله بیدار په وینا د حکومت لوري ته په محاربوي لیکو کې د ماشومانو شتون په سیمه ييزو پولیسو او ولسي پاڅونونو کې د اندېښنې وړ دی.

نوموړي د دې مخنیوی د افغان حکومت مسؤلیت وباله:

"دا دولت مسؤلیت دی چې دا قوتونه که څه هم د دولت په داېره کې نه دي خو دا چې د دولت د حاکمیت لاندې دي، باید د ماشومانو څخه د سرتیرو په توګه د کار اخېستلو مخه په کې ونیسي."

موږ هڅه وکړه چې د افغانستان د کورنیو چارو په وزارت کې له چا سره د سیمه ییزو پولیسو په لیکو کې د ماشومانو څخه د کار اخېستلو پر موضوع خبرې وکړو، خو د هڅو سربېره هم ونه توانیدو.

البته د فارین پالیسي خپرونه وايي چې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت یو ویاند ورته په دې اړه چې ایا سیمه ییز پولیس د حکومت برخه ده کنه؟

ویلي:

"سیمه ییز پولیس هغه وسله والو ځواکونه دي حکومت یې تمویلوي، هدف یې دا دی چې د کلیو په سطحه فعالیت کوي او ناامنه سیمه خوندي کوي."

ملګري ملتونه وايي، په ۲۰۱۵میلادي کال کې د دوی څېړونکو په افغانستان کې ۴۸ ماشوم سرتېري ثبت کړي.

په راپور کې د طالبانو له خوا د افغانستان او پاکستان ترمنځ سیمه کې له مدرسو څخه د نظامي روزنې لپاره په کار اخېستو، جګړې ته د مدرسو د زده کوونکو په استول کېدو اندېښنه ښودل شوې وه او د ملګرو ملتونو د عمومي منشي بانکي مون له خولې ویل شوي چې د افغانستان د سیمه ییزو پولیسو په لیکو کې د سرتېرو د ګمارنې د پروسې لپاره د څارنې د مېکانېزم د نشتوالي او د دوی په لیکو کې د ماشومانو د شتوالي په اړه اندېښنه لري.

XS
SM
MD
LG