د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۶

سمندر: روانه میاشت خبریالانو سره د تاوتریخوالي ۲۲ پېښې ثبت شوي


د افغانستان د خپلواکو ژورنالېستانو د ملاتړ ټولنه د افغان خبریالانو وضعیت ته اندېښنه لري وايي چې یوازې د جون په میاشت کې د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي ۲۲ پېښې ثبت شوي دي.

د دغې ټولنې مشر رحیم الله سمندر د سې شنبې په ورځ په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل چې له دغو پېښو یې اوه په مرکز کابل کې دي چې خبریالان په کې وهل شوي او یا له نورو ډول ـ ډول ګواښونو سره مخ شوي دي.

ښاغلي سمندر زیاته کړه:

"په شپږمه میاشت کې د خبریالانو په وړاندې تر ټولو ډېر تاوتریخوالی شوی دی له دې یې ۱۵ موارد په ولایتونو او۷ په کابل کې دي په دې کې بد چلند، وهل ټکول، سانسور محدویتونه، د وظیفي د پریښودو ګواښونه او د مرګ ګواښونه زموږ د ټولنو سره ثبت شوي دي."

دا په داسې حال کې ده چې د ژورنالېستانو د بېلابېلو ټولنو د معلوماتو له مخې له دې وړاندې په میاشت کې د خبریالانو سره د تاوتریخوالي پېښې له اتو نه دي اوښتي.

نی یا په افغانستان کې د ازادو رسنیو څخه د ملاتړ ادارې هم له دې وړاندې په افغانستان کې د ژورنالېستانو پر وړاندې پر زیاتیدونکي تاوتریخوالي اندیښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې د کال له پیله بیا د مۍ تر میاشتې پورې دوی د تاوتریخوالي دا ډول ۵۰ پېښې ثبت کړي دي.

د کابل پریس کلب مسول عزیز احمد تسل وايي چې د خبریالانو سره د تاوتریخوالي ډيرې پېښې د امنیتي ارګانونو، سیمه ییزو چارواکو او زورواکو له خوا ترسره کیږي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي د امنیتي ارګانونو له خوا د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي احتمال نه ردوي خو وايي چې دا موضوعات بې تعقیبه هم نه پاتې کیږي.

صدیقي د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي احتمال نه ردوي
صدیقي د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي احتمال نه ردوي

ښاغلي صدیقي د سې شنبې په ورځ په دې اړه ازادي راډيو ته وویل:

"امنیتي ځواکونه په هر ځای کې د ژورنالېستانو لپاره احترام کوي دا ژمنه موجوده ده خو کله کله د افغانستان شرایط داسې دي چې تاوتریخوالی رامنځته شي امنیتي ځواکونو کله د داسې حالاتو سره مخ شي چې دوی خپله وظیفه هم په صحیح ډول نه شي تر سره کولای خو که په داسې وختو کې هم داسې پېښې رامنځته کیږي دا ژمنتیا شته چې د ژورنالېستانو د حقونو له مدافع ټولنو سره دا ډول مسایل وڅېړل شي."

خو په ورته وخت کې د رسنیو یو شمېر کتونکي وايي چې د ځينو ژورنالېستانو غیر مسلکي کارونو، تعصبي چلند او خپرونو وخت نا وخت خپله تاوتریخوالي ته زمینه برابره کړې ده.

له دې ډلې حکمت الله صدیقي ازادي راډيو ته وویل، د داسې پېښو د مخنیوي په هدف باید قضیې تر تاوتریخوالي دمخه عدلي او قضایې ادارو ته ورسیږي.

نوموړی وايي، دولت باید د ژورنالېستانو سره د تاوتریخوالي ثبت شوي قضیې په خپل وخت وڅېړي او له دې لارې د نورو پېښېدونکو قضیو مخنیوي وکړي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG