د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۷

منتقدین: د فساد په اړه د کامرون مقصد تر پوښتنې لاندې راځي


د بریتانيې صدراعظم ډېرويډ کامرون په لندن کې د نړۍ مشران راټول کړي چې د فساد مخه ونيسي. خو منتقدين وايي، د ده مقصد تر پوښتنې لاندې ځکه راځي چې بریتانيه د ماليو نه ورکوونکي زغمي او کامرون ځیني هېوادونه چې په دغه کنفرانس کې ګډون کوي، فوق العاده مفسد بللي.

د لندن په کنفرانس کې د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر، د افغانستان، نايجريا او کولمبیا د ولسمشرانو په شمول د نړۍ ګڼ شمېر مشران ګډون کوي.

بانکونه، د مدني ټولنې ادارې او د پيسو نړيوال بانک هم په دغه غونډه کې ګډون کوي.

دغه هېوادونه او ادارې هڅې کوي چې د نړۍ پر کچه د فساد پر ضد مبارزه وکړي.

تېره مياشت د پاناما مېشتي شرکت له خوا د افشا شويو اسنادو له کبله د کامرون خپل مالي حيثيت زيانمن شو.

د اسنادو له مخې، ده په هغه شرکت کې برخه درلوده چې پلار يې په بهر کې جوړ کړی وو.

کامرون په ۲۰۱۰میلادي کال کې تر دې مخکې چې صدراعظم شي، خپله برخه وپلورله.

د يوه تلويزون کمرې د لندن تر کنفرانس مخکې د کامرون هغه عکاسي ثبت کړې چې په بکنګم ماڼۍ کې د بریتانيې ملکې ته وايي، د ځينو فوق العاده مفسدو هېوادونو مشران راځي. د ده خبره افغانستان او نايجريا ته متوجه وه.

د نايجريا ولسمشرمحمدو بخاري او افغان ولسمشرمحمد اشرف غني په ۲۰۱۵میلادي او ۲۰۱۴میلادي کال کې ټاکل شوې او دواړو ژمنه کړې چې په خپلو هېوادونو کې به فساد له منځه وړي.

بخاري ويلي چې له کامرونه د بخښنې تمه نه کوي خو د هغو نايجريايي شتمنیو غوښتنه کوي چې په بریتانوي بانکونو کې دي.

ولسمشر محمد اشرف غني د بي بي سي راډيو څلور يوه پروګرام ټوډې ته د مرکې پرمهال د کامرون خبرو ته په اشاره ويلي:

"ده له پخوا پاته شوی فساد ښودی. دا هغه پاتې شونی فساد دی چې په کې ډېرو لورو او ډېرو عاملينو برخه واخېسته څو په نړۍ کې له تر ټولو مفسد هېوادونو څخه يو جوړ کړي. خو زموږ خلک دا نه غواړي. زه د هغې پرېکړې له مخې ټاکل شوی يم چې شفافيت، مسئوليت او د قانون حاکميت پلي کړم."

ولسمشر غني منلې چې فساد د افغانستان له تر ټولو لويو ستونزو څخه دی او د فساد له منځه وړلو لپاره يې د نړيوالو همکارېو هرکلی کړی خو ده زياته کړې چې د لويديځ د مخدره موادو ستونزه په افغانستان کې د فساد تر ټولو لوی لامل دی چې ترورېزم او سخت دريځي زياتوي.

د لازيات شفافيت په خاطر، بریتانيې يو قانون تصويب کړی چې له مخې يې د هغو بهرنیو شرکتونو په شمول چې په بریتانیه کې مځکې لري، بریتانوي شرکتونه بايد معلومات علني کړي چې د دوی له کاروباره اصلي ګټه څوک پورته کوي.

د بریتانيې حکومت ويلي چې د ثبتولو مانا به دا وي چې مفسد کسان او هېوادونه به غير قانوني پيسې له مينځلو وروسته د لندن د شتمنیو د بازار له لارې، له يوه ځايه بل ته نه شي لېږلای.

بریتانيې ويلي چې فرانسې، هالنډ، نايجريا او افغانستان ژمنه کړې چې همدا راز د ثبت سیسټم به جوړ کړي او په راتلونکي کې به نور هېوادونه هم همدا کار کوي.

XS
SM
MD
LG