د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۰ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۰

اشرف غني: فساد ملي شرم دی او په وړاندې یې جدي مبارزه پیلیږي


جمهور ریس محمد اشرف غني وايي چې سږ کال په افغانستان کې د فساد په وړاندې جدي مبارزه کیږي.

ښاغلي غني چې د پنجشنبې په ورځ یې د فساد په وړاندې د ستونزو یوه کنفرانس ته چې د اروپایي ټولنې له خوا جوړ شوی و، خبرې کولې وویل، اداري فساد د افغانستان ملي شرم دی او په وړاندې د مبارزې لپاره به یې څو مرکزونه جوړ کړي.

په افغانستان کې د اروپایې ټولنې استازی مایکل میلیبن وايي چې د فساد په وړاندې مبارزه ډیرې لوړې ژورې لري خو نړیواله ټولنه د افغانستان سره په دې مبارزه کې شریکه ده.

افغان ولسمشر وايي چې په هېواد کې یې د فساد موجودیت ملي شرم دی او په وړاندې یې سږ کال جدي مبارزه پیلیږي.

ښاغلي غني چې د پنجشنبې په ورځ یې د اداري فساد په وړاندې د اروپایې ټولنې له خوا جوړې شوې غونډې ته خبرې کولې وویل، د فساد سره د مبارزې لپاره ځيني ګامونه اخیستل شوي خو دا کارونه لا تنظیموي.

نوموړی وايي چې د اداري فساد په وړاندې د مبارزې بریالیتوب لپاره به عالي شورا، عدلي تخصصي مرکز او د نړیوالې ټولنې سره ګډ د مبارزې مرکز جوړ کړي.

ښاغلي غني زیاته کړه:

"احساسیدونکی فساد زموږ ملي شرم دی او موږ اړتیا لرو چې دا په نظر کې ونیسو او دې ته په نظر موږ یې باید په وړاندې جدي مبارزه وکړو له هغې پرته موږ نه شو کولای په نړیوالو غونډو کې خپل بیرغ لوړ کړو."

هغه وايي چې روان میلادي کال په پنځو هغو وزارتونو کې چې ډير لګښتونه لري د فساد په وړاندې مبارزې ته لومړیتوب ورکړي.

په دې لست کې د کورنیو چارو، مالیې، پوهنې، ټرانسپورټ او کانونو وزارتونه شامل دي.

جمهور ریس غني وايي چې له دې سره به د افغانستان په اړه جوړیدونکي وارسا غونډې ته یوازې خبرې نه بلکې عملي نتیجې وړاندې کړي.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د فساد موجودیت په اړه د اروپایې ټولنې وروستی څیړنه ښيي چې خلک د ملي یووالي حکومت د فساد په وړاندې د سیاسي ارادې په نه شتون تورنوي.

څه باندې لس ورځې وړاندې د دې ټولنې سلاکارعبدالله یادګاري ازادي راډیو ته ویلي چې خلک د افغانستان په عدلي او قضایي ارګانونه او ځيني نور بنسټونه تر ټولو ډیر په فساد ککړ ګڼي.

جمهور ریس غني بیا وايي چې د فساد سره د مبارزې په برخه کې تر اوسه له ۶۰۰ ډير قاضیان بدل شوي، ۴۵ شرکتونه په تور لېست کې راوستلي او د کابل بانک په څېرد فساد له دوسیې څخه یې شاوخوا ۵۰ میلیونه ډالره د دولت خزانې ته راګرځولي دي.

ښاغلی میلیبن وايي چې تېر باید هېرشي
ښاغلی میلیبن وايي چې تېر باید هېرشي

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې مشر فرانس مایکل میلیبن چې ډیر وخت په افغانستان کې د فساد په اړه اندیښنې ښکاره کوي وايي چې فساد په افغانستان کې ناامنیو ته زمیني برابرې کړي دي.

ښاغلی میلیبن وايي چې تېر باید هېرشي خو د فساد سره نوي مبارزه باید جدي وي:

"موږ به هڅه وکړو چې د فساد هغه بنسټیزې ستونزې په نښه کړو چې په تېر کې ورته ډیره پاملرنه نه ده شوي، موږ باید د فساد او امنیت په اړه فکر وکړو او فکر وکړو چې څه حل لارې ګټورې دي."

د ملي یووالي حکومت مشرانو په تېرکې هم د فساد سره د مبارزې ګڼې ژمنې کړي خو د اروپایې ټولنې وروستی څیړنه ښيي چې د فساد سره د مبارزې په برخه کې د خلکو بې باوري د کمېدو پرځای ډيره شوې ده.

افغان حکومت د تېرو ۱۴ کلونو راهیسې په هېواد کې فساد جدي ستونزه ګڼي خو خلک وايي چې په وړاندې یې جدي نه مبارزې دا لړۍ بې رنګه کړې ده.

د افغان حکومت د کلیو او پراختیا وزیر وړاندیز کوي چې نړیواله ټولنه او افغان حکومت دې د فساد د مخنیوي لپاره لوړ پوړو دولتي چارواکو ته سخت قوانین وضع کړي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG